(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماله د سترګو تاوان راکړه

[01.Nov.2016 - 12:24]

ماله د سترګو تاوان راکړه 
لیک:شاهین بونیری

دیرش کاله جنګ، ۱۵ لکه مړي، ۳۵ لکه مهاجرین ـــ دا د افغانستان کیسه ده ـــ او هم دا د شربت ګلې د ژوند کیسه ده!

د هغې مور پلار د شورویانو په بمبارۍ کې ووژل شول ـــ کور او کلې يي وران شو ــــ لا ډیره ماشومه وه چې د خپلې نیا سره په یخه یخنۍ او واورو کې په دنګو دنګو غرونو راواوړیده ـــ او په پاکستان کې مهاجره شوه.

هغې له قدرت ډیرې ښایسته او له غروره ډکې سترګې ورکړې وې ـــ خو جنګ او مهاجرت ورپکې ویره او وحشتونه وکرل.

په پیښور کې د کډوالو په کیمپ کې دیره شوه ـــ د دې ساده پښتنې لپاره ماضي تریخ او مستقبل بې باوره وو.

هغې د خپل خوار وزار ژوند کیسه په خپل زړه کې پټه ساتلې وه خو سترګو ورسره وفا ونکړه ــــ د هغې شنې سترګې ښایسته هم وې او زورورې هم ــــ خو د هغې شونډې وچې او مخ غمژن وو.

د هغې یو تصویر هغه د یوې مهاجرې نه؛ مونالیزا؛ جوړه کړې وه ـــــ دغه یو تصویر د هغې د خاورې د جلال تصویر هم وو او د جمال هم ـــــ دغه تصویر د درد تصویر هم وو ــــ او د ارمان هم.

دا تصویر په مجلو او ورځپاڼو کې خپور شو ـ په فریمونو کې ځای شو او د نړۍ د پرمختللو ښارونو کورونو، دفترونو او بازارونو ته ورسید. هر څو که د شربت ګلې د خپل ژوند هیڅ قیمت نه وو خو د هغې تصویر په ملینونو کې وپلورل شو ـــ د کارپوریټ دنیا د ظلم انداز هم ډیره عجیبه وي.

د هغې تصویر د زمانې په زړه کې ځای شو خو هغه هیره شوه. ډیرکالونه وروسته خبر راغی چې شربت ګله واده شوې ده او د خپلو بچو سره د غرونو په لمن کې په خپل کلي کې ژوند کوي.

او چې په دویم ځل د هغې تصویر مخې ته راغې نو هغه وخت ځپلې وه خو د هغې سترګې هم هغه شان تاندې او تپاندې وې.

افغانان له دا زوړ جنګ د وحشته نه وو بهر شوي چې یو نوي جنګ په خپلو پنجو کې ګیر کړل ـــــ یو ځل بیا جنګي جازونه اوچت شول ــــ او اسمان سور شو . شربت ګله سره د خپلو ماشومانو د تورې بوړې د غرونو نه بیا د سرپناه په لټون کې پیښور ته راورسیده ـــ بیا مهاجره شوه ــ په خپل کور کې مهاجره!

نن د پاکستان میډیا راپور ورکړ چې شربت ګله د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور ونیول شوه ــــ او د پوښتنو ګرویږنو لپاره پولیسو ته په لاس ورکړل شوه.

ما نن یو ځل بیا د شربت ګلې عکس ته په ځیر ځیر کتل ـــ د هغې په سترګو کې پیغور وو ـــ دا پیغور د هغه ټولو قامونو په نوم وو چې د هغې کور يي د جنګ په لمبو کې وسیزه او هغه يي د پيښور په لارو کوڅو کې بې نومه او بې نښانه پریښوده.

- بونیری
بېرته شاته