(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږکلي اوبانډې

[06.Nov.2016 - 21:32]

زموږکلي اوبانډې څوارلسمه برخه

لیک: سمیع الدین افغاني

 دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادۍ د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید

دویمه برخه

مولوي عبدالمجید دوطن داستقلال اوازادۍ په مبارزه کې پوره اوموثره برخه درلوده اودخپل قومي ځوانانو،مشرانو،شاګردانو او پیروانو سره 
دانګلیسانوپه مقابل کې دډکې،تورخم اوناجي په سیموکې جنګیدلی دی۰
هغه به ویل چې مونږبه دشپې له خوا د انګلیسانو په عسکري کمپونو داړه اچوله چې په دې اثربه دانګلیس عسکردډیرولانجوسره مخامخ وه ده به ویل:په هغه شپواوورځوکې چې صالح محمدخان عسکري افغاني منصبدار ماتې وخوړه مونږ برید پرینښود بلکه د غرونو په څوکو کې مودشپې له خوا اورونه ددې لپاره بلول چې ترڅو انګلیسي عساکر پدې پوه شي چې مجاهدینو دجهادمحازندی پریښودلی اودمقابلې لپاره حاضر دي ۰

مولوي صاحب به ویل : دصالح محمدخان دتیښتې په وجه پـدغه ورځ او سبا ته د مبارزینو معنویات ښه نه وه خو دیني علماوو د مبارزینو معنویات تقویه کول اوله بلې خوامجاهدینوته دوطن دهرې خوازیات او تازه مرستې رسیدلې اوپه ټولوبریدونوکې ملي مقاومت ښه پیاوړی شو چې پدغه برخه کې دننګرهاراوسرحدونو داوسیدونکوجذبات د هیرودو ندی اونه دساپیوو مهمندو،شینوارو،خوږیاڼو اودباجوړځوانانوسرښندنه به دیاده ووځي ۰ 

بایدووایم :چې دبلې خوا دا شکست ددې موجب شوچې د پښتونستان دسیمواوسیدونکي دانګلیس داستعمارپه ضد را وپاریدل او دهرې خوا څخه دمیړانې اوجهاد غورزنګونه په ډیر جوش اوخروش پیل شول ،همداوجه وه چې انګلیس دې ته متوجه شوچې د اعسکري بریالیتوب  نورهم لانجې زیاتې کړې اوعمومي احساسات یې ددوئ په ضد وپارول ،نوهمداوه چې دخپل زیات ویرې په وجه یې  په هوایي بمبارد پیل وکړ اوغوښتل یې چې په دې ډول په جنګیالیوکې ویره واچوي خوداکار نور هم خلک د مقاومت لپاره مصمم کړل او د شپې له خوایې په انګلیسي عسکري کمپونو باندې ډیرسخت یرغلونه تر سره کړل ۰

مولاناعبدالمجید ویل چې په دې جهادکې ځما خواږه خواږه ملګری او یاران شهیدان شول او یو وار داسې پیښه شوه چې زمونږداوسیدوپه خاصې غونډۍ دبمونواوریـدل پیل شول چې دیوبم په اثرمونږ دخاورو لاندې شوو خود نورو مجاهدینو په مرسته ژوندي له خاورو وویستل شوو ۰

هغه به دجهاد کیسې زیاتې کولې اود خپلو افغانانو میړانه یې په هغه وخت کې زیاته ستایله ۰
ده ویل : افسوس چې دوطن په جهادکې دملی مبارزینوسره کافي وسله اواذوقه نه وه بلکه یواځې ددوئ همت اومیړانه وه چې  مقابل محاذ ته یې ماته ورکړه هو، اکثره مبارزینوپه نیم نس اونیمې تندې خپل د جنګ محاذ ساته ،چا سره شلخی توپک ، چاسـره تفنـګچه، چـا سره توره او دچا سره یواځې بیل اوکلنګ وه چې دزمروپه شان به یې په اورحملې کولې ۰

 ده به ویل : د ژوبلې اومرګ ډاره دچا سره نه وه بلکه پدې عقیدې وه که ژوندی وې دجهاد ثواب در په برخه کیږي اوغازي به وې او که مړ شوې نو د شهادت مرتبه مومې ۰
ده ویل: دوطن يه جهادکې دمشرقي محاذیوازې ملي مبارزینوپه برکت قوي پاته شواوعسکري شکست اوتیښته دمشرقي خلکوته لکه دهیوا د دنوروسیمود مجاهدینو په شان دمنلووړنه وه بلکه دهغه وخت واقعات او پیښې ددې ثبوت ور کوي چې ملي مبارزینو په یوه  دوه ورځو کې عسکري خلاهم ډکه کړه باید ووایم  چې د صالح  محمد خان  د تیښتې پـه وجه د ټولوعسکروعسکري طاقت له مینځه لاړنشو بلکه ډیر  وړو منصبدارانوبې له کوم عسکري تنظیم څخه  خپل د جهاد محاذونه  کلک وساتل چې پـه دې جمله کې سورناصري جرنیل دخپلوعساکرو سره  د تورخم  په محاذ کې په پوره میړانې جنګیده۰

  مرحوم محمد شریف کامه وال چې په نجم المدارس کې مدرس وه دا قصه زیاته کوله اوویل به یې چې د صالح محمدخان د تیښتې دوهمه ورځ  وه، زه په تورخم کې وم او په لیاره کې زخمي شوم حرکت مې نشو کولی خو  نصیب  دا وه چې په ما باندې سورجرنیل مسلح په اسپ  سپوردخپلوعسکري ملګروسره راغی،زه یې پورته کړم اوسور جرنیل دخپل ځان سره په خپل اسپ د شاله خوا سپورکړم  اودی په انګلیسانو باندې ډیرله قهره لکه دزمري په شان غړمبیده ۰

ځماپلارمرحوم دکتورمحمدسعید ( سعید افغاني ) لیکي : هغه وخت چې زه په نجـم المدارس کې مدیر وم سور جرنیل ژوندی وه  او د عــمرپه  اواخرو کې یو ځل مدرسې ته راغی ما په خپله حجره کې میلمه کړاود هغه  ډیــر احترام او قدرمې وکړ ، دشپې له خوا دده سره قرانکریم اود کارتوسو ډکه  تفنګچه وه ۰وایي چې  دده عادت وه چـې دعمرتر اخـره یـې تفنګچه له ځانه سره ګرزوله ۰  
                                                                                                  
مولوي محمد سعید(سعید افغاني)  لیکي چې ځما مرحوم پلار  مولوي عبدالمجید به وعـظ او تبـلیغ دقرانــکریم د ایتونو اواحـادیثو په لوستلو  په ډیر خواږه اواز  کولواوځای ځای به یې په مناسب ډول دجلاالدین رومي دمثنوي،حافظ شیرازي،ګلستان،بـوستان او داسې نورو کتابونواو دپښتو شاعرانو شعرونه اومنظومې په خواږه اواز لوستلې  ۰
هغه به دمیاعبدالکریم صاحـب اشعارخوښول اوزیات به یې لوستل چې په هغه جمله کې یې دا بیت یې زیات لوسته:

اول دې خوب په بالښتو او بالیـنچو کړه جانانه
اوس دې د ګورچینجي بازي کړي هر اندامه سره
یا د حافظ شیرازي دا بیت :
شب تاریک بیم موج ګرداب چــنین هایل
کجا دانند حال ما سبک ساران ساحل ها
دا شعرونه یې د عمر په اخره کې زیات  لوستل:
همه با هوا و هوس ساختی
دمی با مصالح نپرداختی

همنشینان تو  در کنج  لحد خاک شدند
چشم عبرت  بکشا خواجه اګر  انسانی
یا دا بیت:
صبح    صادق  ملهم   کافور دارد در بغل
ګر علاج زخم عصیان میکنی بیدارباش

مولوي عبدالمجید یوه وړکۍ کتابخانه درلو ده چې په هغه کې مختلف علوم موجود وه  خو ده به په سفرکې خپل قرانکریم ،دلایل الخیرات او تنبنیه الغافلین  کتابونه زیات له ځانه سره ګرزول اولوستل به یې  ده به دتجهیـد وظایف زیات کول اود جذبوپه حالاتو کې یې تصوفي اشعار ویلې اوکله به یې ورسره ژړلې هم۰

ده  دنظم په کتابونوکې  پوره مهارت درلوداو د اشعارو ګلچین ور سره  وه، ده به دملي اووطني خدمت  لپاره  هم  زیات کار کولو اودضرورت په وخت کې به یـې د بیچاره ګانوسره  لازمه مرسته کوله ، دی  دپوره جرت خاوند وه او په وعظ ، تبلیغ ، جلسواو مرکوکې به یې په صراحت  خپل تحلیل وړاندې کوه اوکله کله به یې ډیرغټ غټ خلک هم ترټل خو په خکوباندې دده قهراوغصه دده داخلاص اوبې الایشی  په وجه بده نه لږیده ۰

دده  سره  د ډیرو خلکو اخلاص وه  او  دده د لیدو  لپاره د ډیرو لرې ځایوڅخه خلک راتله،دې به کله دتبلیغ اواصلاح لپاره دلغمان درو غرو کلو اوبانډوته  هم تللو  او هلتـه به ورباندې زیات خلک را ټولیدل ، ده به اګثره په پښومنزل کوه چې کله به  داس سـورلۍ هم میسره کیده ۰

هغه دپوره ذکاوت خاوندوه اوډیرو باریکیو ته متوجه کیده هغه به ویل: 
دخدای پاک مخلوق سره داخلاص ژوندکول په کاردي اود اخلاص ثمره اونتیجه حتمي ښـه په زړه پورې وي ۰

  دې دولایت اوکرامت دعوانه کوله حتی ویـل یې زه سره ددمره وظیفه کولو تر اوسه هم دکــوم  کشف اومکاشفي خاوند نه شوم ۰
ده دملاې لنګ دشورش په وخت کې هغه وخت چې دامیرامان الله خان په ضد انقلاب  جوړوه په پغمـان کې  یوه لویه جرګه جوړه شوه د خپل قام او د لغمان د ولایت  د علماو اودخلکوپه  وکالت وکیل انتخاب شواو دهغه وخت په لویه جرګه کې یې فعاله ونډه درلوده ، دې پـه هغه وخت کې پوهیده چې په امیرامان الله خان دکفر فتوا او په دې اثر د افغانستان څخه د هغه وتل ښه کارنه  وه۰ هغه سره لدې چې د دیني پاکې جذبې خاوند وه داستعماردسیسوته ښه متوجه وه او د وطن د خیر او سعادت لپاره ډیر هوسیده ۰

هغه ددین څخه د ناړو استفادې مخالف وه او دیني علماو لپاره یې په خیراتو ژوند کول نه لوریده همدا وجه وه چې هغه به ویل  :      
کاشکې دینی علماعلاوه د دیانته دخپـل رزق اوروزی برابرولولپاره کار اوکسب هم وکړي او داسې نه چې دین ددنیا لپاره وسیله  وګرځوي ۰

دې  به ویل  : دې عـاجـزاوبیـچاره ته ګوره چې خپلې نفقې ته حیران دی خو په قرض او سود هم  خیر اوخیرات ورکوي او خپل ځان نورهم محتاجوي۰او ویل به یې چې دې ملا او پیرصاحب  ته ګوره چې هرڅه لري خو بیاهم  د یوعاجز او فقیر له لاسه  خیراتونه  اخلي ۰     
ده په هرچا باندې دپـــوره عاطفې اوصلې خاونـــد وه  او دروحي جذبې په وخت کې به بل ډول ښکاریده اوپه ځینو حالاتو کې  به ورڅخه دتاثر اوانفعال چیغه او کریکه هم وتله ۰

هغه مرحوم  مجاهد نجم الدین اخنذاده  صاحب  ته عقیده درلوده همدا وجه وه چې کال کې بـه یوځل او کـله دوه ځله هډې ته دده قبر د زیارت دعا له امله تلو ، ده  به ویل دا مرحوم د خپل عصرمبارزوه اود وطن دابـادی اوازادی لپاره یې نه هیریدونکي جهادونه او خدمتونه کړي دي ۰ 
مولوي عبدالمجیدد تګـاب اخنذاده صاحب د مخلصانوڅخه وه او دهغه د ذهد اوتقوا زیاتې قصې کولې، د نجم الدین اخنذاده  صاحب د مشهورو ماذونانولکه د سنګرشیخ صاحب ، دبتخاک حضرت صاحب ، د اسلام پورشیخ صاحب پاچا صـاحب،دترګړو پاچا صاحب، دسرکاڼو میا صاحب ،صوفي صاحب،چکنورملا صاحب اونوروعلماو د تقوا، اعتباراوشهرت قصې کولې ۰

مرحوم مولانا عبدالمجیدپه کال ۱۳۲۰ه ش کې دژمي په شپو اوورځو کې مریض شو او یو څو ورځې  پس له مریضي حق ته ورسید ۰ 

انا لله و انا الیه راجعون

د ده جنازه په ډیراعجاز پورته شوه او په پوره احترام لغمان دولایت دعمرزیودقریې د خیراباد دکلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو۰
دی فانی دنیا ترکه اوحق ته ورسیدخودده دصالحواعمالونقش تراوسه پاتې دی ، اوس مونږ د ده روحي خوښي او ددی دښه اعمالود پیروی اوهغه ته پرته له دوعـا څخه بله چاره نشته ، نوالهی ته مونږته دښې پیروي توفیق راکړې اودده په روح کـې دې دخپل رحمت  فیضان  زیات اودایم وګر ځوې ۰ 

امین یارب العالمین
--------------------
نو ربیا

- څوارلسمه برخه
بېرته شاته