(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر او په

[19.Nov.2016 - 15:38]

دتاند او ځوان پښتو پال پیاوړي پښتون ځلمي ښاغلي کامران منګل هڅې د قدر وړ دي

 

په کې / پکې

په.. کې:
" په کې " يو سربل (preposition) دی، چې يو ځای څرګندوي، چې د " چېرته" پوښتنې ځواب وايي. دغه ویی د انګرېزي له in او د دري له " در" سره سمون خوري.
بېلګه:  
+ زه په کور کې یم.
+ احمد په ښوونځي کې دی. 
+ ننګيال په ښار کې ژؤند کوي.
پکې: 
پکې يو کړؤل (قید)  دی، چې درې بېلابېلو حالتونو کې راځي: 
۱(  يو ځای څرګندوي او له يو ځای سره د اړیکې په توګه کارول کېږي. دغه ویی د انګرېزي له inside سره سمون خوري. 
بېلګې:
+ ماته هفه کلی خوند راکوي، ځکه چې جانان پــکـــې اوسېږي
+ هغه کوټه، چې زه پکې ناست وم، ډېره لویه وه.

۲( " پکې" يوې کړنې ته د نغوتې (اشارې) کړؤل په توګه کارول کېږي.
بېلګې:
+ احمد په انګرېزي کې تکړه دی، خو  ورور یې پکې ستونزې لري
+ هغه څۀ، چې زه پکې کمزوری یم، سوکوهنه ده.
۳) " پکې " کله نا کله د * په اړه* مانا ورکوي.
بېلګې:
+ زما خو دغه خبره خوښه شوه. تاسو پکې څه وایاست.  

یادونه : 
سربلونه په دوو ډولو وي: 
يو خپلواکي وي لکه په، پر، له... . بل ناخپلواک وي، چې یواځې نه کارول کېږي لکه څخه،  سره،  کې ...
ليکوال:  کامران

پر او په

دا دواړه سربلونه (prepositions - خرف پیشین) دي، چې بېلو ځايونو کې له بېلو مانو سره کارول کېږي.
پر:
لومړی حالت: 
د انګليسي on او د پارسي " بالای " سره سمون خوري.
بېلګې:  
۱( زما کتاب پر مېز (باندې) پروت دی.
۲) هغۀ خپل شخولی (بکس) د توڼۍ پر سر اېښی دی. 
دویم حالت: 
د نېټو څرګندؤلو لپاره راځي.
بېلګې:
۱) هغه د کب میاشتې پر ۱۸مه زیږېدلی دی. درېیم حالت: 
لاملونو څرګندؤلو لپاره راځي.
بېلګې:  
۱) احمد یې پر څه وواهه؟ 
څلورم حالت:
تړاو یا اړوندتوب څرګندوي.
بېلګې:
۱) زه د پښتو پر پنځه یې ګانو یوه لیکنه کؤم.
"پر" په ځینو لنډو ویناګیو کې راځي لکه:
د.. پر بنسټ، ورځ پر ورځ، ګام پر ګام، پر چا ویاړل ...

په:
لومړی حالت:  
ځای څرګندوي.
بېلګې:
۱) زه په کور کې یم. 
۲) ننګيال په ښار کې اوسېږي.
دویم حالت:
مهال یا وخت څرګندوي.
بېلګې:
۱) زه په ۲۰۰۲ کال کې کابل ته راغلم. 
۲) په تېره میاشت کې هغه کور ته لاړ.

"په" په ځینو لنډو ویناګیو کې راځي لکه:  
پۀ دې اړه، په دې ډؤل ...

پۀ خوا / پخوا تؤپیر

"پۀ خوا"  يؤ ځایي کړؤل (قید) دی، چې يؤ لوری یا ځای څرګندوي.
بېلګې:  
۱) زۀ د خپل ملګري پۀ خوا کې ناست یم.
۲) که پۀ دې خوا راغلې، نو ښه به وي.

"پخوا" يؤ مهالیز کړؤل (قید وقتی)  دی، چې تېر شؤی وخت څرګندوي او د انګرېزي له in the back days او د پارسي له "قبل" سره سمون خوري.
بېلګې:
۱) پخوا به خلکو دغه کار نۀ کاوۀ.
۲) د پخوا پۀ څېر ښۀ کار نۀ کوي

هغه نومونه، چې پۀ لکۍ واله ۍ پای ته رسېږي، د هغوی یؤګړی (مفرد) او ډېرګړی (جمع) دواړه پۀ ۍ پای ته رسېږي.

یؤګړی ......... ډېرګړی

جینۍ .......... جینۍ
نړۍ ............. نړۍ
کېږدۍ  ......... کېږدۍ
او داسې نور ...


نوم:  اند
ستاینوم:  اندیز
کړ : اندل (فکر کؤل) 

کړ اوړون (ګردان) :
زۀ اندم (م)
تۀ اندې (ې)
هغه/دی/دا اندي (ي)
موږ اندو (و)
تاسو اندئ  (ئ)
هعوی /دوی اندي (ي)

سم:  هغه ښیي
ناسم:  هغه ښایي

ښايي د ښودلو مانا نۀ ورکوي. دا يؤ کړؤل ( قید) دی، چې د " شاید " یا " کېدای شي" مانا ورکوي.
بېلګه:
ښايي دا خبره همداسې وي،  خو مالومؤل یې اړین دي.


هغو مصدرونو کې، چې تر (ل) مخکې یې واو راغلی وي، مغیره یا د نسبتي فعل بڼه یې پۀ غبرګو واوونو لیکل کېږي، لکه: ټکول=ټکوونکی، ښودل=ښوونکی، کول=کوونکی، ماتول=ماتوونکی.
هغه مصدرونه،  چې تر ل مخکې واو ونۀ لري؛ مغیره بڼه یې په یوه واو لیکل کېږي، لکه: څښل=څښونکی، کتل=کتونکی، اغږل=اغږونکی، خوړل=خوړونکی.
( Zalmai Kakarr )

نرمه ی - ay 
۱) ځینو یوګړیز (واحد) نرينه نومونو لپاره لکه: سړی، سپرلی، منګی، زمری، اوړی، لرګی 
۲) هغه ستاينومونو( صفتونو)  لپاره چې یوګړیز (واحد) نرینه نومونو لپاره کارول کیږي لکه: 
بریالی (احمد بریالی دی) ، ننګیالی (خوشال بابا ننګیالی و)، ښکلی (یو ښکلی منګی)، نری (دا سړی نری دی) ....
۳) هغه یوګړیز (واحد) نرینه نومونو لپاره چې له کړونو (فعلونو)  څخه منځ ته راشي لکه:
زده کوونکی (له زده کولو څخه)، کارکوونکی (له کار کولو څخه)، څېړونکی (له څېړلو څخه)، خرڅوونکی (له خرڅولو څخه)

اوږده ې e
۱) دغه ې د ځینو ښځینه نومونو ډېر ګړی (جمع) لپاره چې په ه پای ته رسېدلي وي لکه: ښځه - ښځې،  مڼه - مڼې، کیله - کیلې،
غوښه - غوښې، بېلګه - بېلګې، شېبه - شېبې ..

۲) د ښځینه نومونو دويم اکر (حالت) لپاره چې له *د* او *...ته* سربلونو سره وکارول شي لکه:  د بـېـلګې په توګه، د دغې ونــې شاخونه، د مڼې اوبه ګټورې دي --- هـغې ښځـې تـه مې څه وویل، دې ونـې ته اوبه ورکړه، ..

۳) هغه ستاينومونو (صفتونو)  لپاره چې د ښځینه نومونو ډېر ګړی (جمع) لپاره کارول کیږي لکه: ښکلې ښځې، خوږې مڼې، ژېړې کيلې، سرې غوښې، ښې بېلګې، خوندورې شېبې ...

۴) هغه ښځینه نومونو لپاره چې د کړنې کړونو (فعلونو) نه مینځ ته راشي لکه: یوه زده کونوکې،  یوه څېړونکې، یوه شینونکې، يوه خرڅوونکې،  یوه ګاډی چلوونکې ....

۵) هغو کړونو(فعلونو)  لپاره چې له *ته* نومځري (ضمیر)  سره وکارول شي لــکه: (ته) څنګه یـې؟، ته څه کـوې؟، ته ډوډۍ خــورې، ته ما ګـورې، ته... اوسې (ژوندی/ښاد.. اوسې)

۶) یې (د *دریم تن* په اړوند) ، دې (د *ته* تن په اړوند)  او مې (د *زه* په اړوند) لــکه:  دا کار یې وکړ، نه یې اوري ، نه شي یې کولی، نه یې کوم 
دا دې ولې وکړ، زه دې خوږ کړم، دا مې خوښ دی، ومې کړ، خبر مې کړ، دا مې نه دي ویلي

او په نورو ځایونو کې چېرته چې *دې* راځي لکه: ژوندی دې وي، دې ته په پښتو کې څه وايي،  د دې په پار (پار=خاطر)

۷) د ځینو  سربولونو په پای کې د غږ له مخې لکه: په.. کې، تر..لاندې، پر..باندې، 
۸) په ځینو نومونو کې د غږ له مخې : هېواد، ډېر، داسې،  ولې، پکې، کېناستل، پرېښودل،  لېږل، کېدل، کېدای شي 

ي : څرګنده ي i
دغه یې په بېلابېلو اکرونو (حالتونو)  کې کارول کېږي:
۱) د کړونو (فعلونو) په اوړون کې،  چې په اوسمهال کې وي او کړند (فاعل) یې درېیم کس یو/ډېر ګړی (هغه او هغوی) وي، لکه: هغه  کار کوي؛ هغوی کار کوي؛ احمد دلته نه راځي؛ د هغه پلار چای څښي

۲) د ځینو نرينه نومونو ډېرګړی (جمع)  په پای کې راځي، چې یوګړی (واحد) یې په نرمه ی پای ته رسېدلی وي:
یو ګړی ................. ډېرګړی
ملګری ..................... ملګري
سپرلی ................... سپرلي
 
۳) د نرینه ستاینومنو (صفتونو) ډېرګړی په پای کې: 
زموږ ملګري تل بريالي راځي (بريالی دلته ستاینوم دی او دا چې ملګري ډېر او نرينه دي، نو بريالي لیکلی کېږي)؛
زموږ هېوادوال مېړني خلک دي  (مېړنی دلته ستاینوم دی او دا چې هېوادوال ډېر او نرينه دي، نو مېړني لیکلی کېږي)

۴) د نرینه یوګړیز نومونو اوښتي اکر (مفهوم حالت) کې یا تېرمهال کې راځي،  لکه: 
اصلي اکر:  .................. اوښتی اکر
ننګیالی ........................ ننګیالي ته / د ننګيالي
د مفهوم حالت نښې "د" او "ته " دي
اوسمهال ......................... تېرمهال 
توریالی هغه وژني ............. توريالي هغه وواژه
زمری غرڅنۍ خوري ............ زمري غرڅنۍ وخوړه

۵) د ستیانومونو څخه منځته راوړل شویو نومونو په پای کې:
ستاینوم .................. نوم
خوشال ................... خوشالي
خوښ ..................... خوښي
ناروغ ...................... ناروغي

ۍ : لکۍ واله یې əy

۱) د ځینو ښځينه نومونو یوګړي په پای کې: ډوډۍ / خولګۍ / نړۍ / لړۍ (سلسله)
۲) د هغو نومونو ډېرګړي په پای کې، چې یوګړی یې یا په ي یا په ۍ پای ته رسېدلی وي:
یوګړی ..................... ډېرګړی
خوشالي .................. خوشالۍ
ناروغي .................... ناروغۍ
زاري ......................... زارۍ
نړۍ .......................... نړۍ
لړۍ ............................  لړۍ
همدارنګه د پورتنیو نومونو په اوږښتي اکر (مفهوم حالت) کې، چې "د" ورسره ملګری وي
اصلي حالت ............... اوښتی حالت 
خوشالي .................... د خوشالۍ شېبې
ناروغي  ......................  د دغې " ناروغۍ لامل څه دی
ئ: دې ته همزواله یې  əy                                       
دا په کړونو (فعلونو)  کې راځي،  چې کړند (فاعل) یې دویم کس ډېرګړی (تاسو) وي او د پوښتنې په بڼه وي، لکه: تاسو څه کوئ؛ هلکانو تاسو کله راغلئ؟ 
همدارنګه همزواله یې  په بولیو (امرونو) کې راځي، چې ډېرو تنو ته وي، لکه: ماشومانو راځئ ډوډۍ وخورئ؛ ملګرو دلته راشئ او کېنئ


د کمپیوټري نړۍ ډېر مهم وییونه:
دا نومونه ډېرو برخو کارؤل شوي.

استوزه ...... messge
ګڼون ......... account
تړونی ........ link
لمېسل ....... copy
تپل ........... past
کارن ......... user (m.)
کارنه ........ user (f.)
کارن نوم .... user name
کاریال ....... app
لګونګر ....... installer
سمونګر ...... editor
سمبالګر ...... manager
لټونګر ........ browser
برېښنالیک .... e-mail
راښکته کؤل .. download
ګډول ............ share
خپرؤل .......... publish /upload
خپرندوی ........ publisher
ړنګؤل ............ delete
لټون .............. search
دوتنه ............. file
نښلون ............ attachment
ټولیز .............. general /public
خوندي ............ saved 
بل ................... on
ګل ................... off
بلؤل ................. turn on /switch on
ګلؤل.................... turn off/ switch off
چالانول ............. activate
ناچلانول ............ deactivate
چالان .................. activated
ناچالان ................ deactivated
ننوتون ................. login /entry
وتون ................. log off /exit
وېبپاڼه ............... website  
ډلګۍ .................. group
ټولۍ ................... category 
بیا هڅه وکړئ ........ retry /try again
باوري ................... valid 
تاییدؤل ................ confirm
تاییدؤنه  ............... confirmation
تېروتنه  ................. error
ډاډه یې کړئ، چې .... make sure that
غؤراوی .................. option 
غؤرنۍ ................... menu
نوملړ ...................... list 
شالید  ..................... background 
پېژنیال .................... profile
پېژند .....................ID
چمتو کېږي  .......... preparing / loading
نښلؤل .................. attach
پټتیا .................... privacy
پټنوم  ................... password
پیوستون ................ connection
پیوستؤل ................ connect
پازوال .................... administrator
پازوالي ................... administration
بیا زېرمل ................. restore
اوسمهالول ................ update
سمسورؤل ................ refresh
لېښل ....................... load
لېښل کېږي.................... loading
کورپاڼه ..................... homepage
غبرګاوی .................... feedback
ښکته رغښتل ............. scroll down
پورته رغښتل .............. scroll up
راتلونکی ګام ............... next step
ناګارل ........................ ignore
ړنګؤل/ردؤل ........................ cancel
غږوونی ....................... player 
غږؤل .......................... play
بیا کتنه ....................... review
ښی ............................ right
کیڼ ............................. left
درؤنه ............................ stop
پیل ................................ start
بهیر ............................... process
تڼۍ  ... ............................ botton

سم ............... ناسم

دوښمن .......... دښمن
موسکا ........... مسکا
کندوز ............. کندز
بلکې  .............. بلکه
تورکيه ............. ترکيه 
لومړی .............. لمړی
اوونۍ  ............. اونۍ
ښوونځی .......... ښونځی
لپاره ................. له پاره /د پاره 
منځ .................. مینځ 
هېواد ................ هیواد
تورخم ................ طورخم 
ډېر.................................. ډیر
هېرول ........................ هیرول
بېرته .......................... بیرته
زلمی .......................... ځلمی
زوی..................................  ځوی
ستونزه ....................... ستونځه
اوس (now)  ................ وس /وړی
وروسته ...................... ورسته /روسته

سم: ښخؤل
ناسم: خښؤل
کالیزه:  سالروز
کلیزه: جنتري

د لومړي ټولګي لپاره  :-) 
په کړ اوړون (فعلي ګردان) کې ځاني نومځرو (شخصی ضميرونو)  پایونه:
زه  ..... م : زه ځم
ته ...... ې : ته ځې
هغه .... ي: هغه ځي
موږ ..... و: موږ ځو
تاسو .... ئ: تاسو ځئ
هغوی .... ي: هغوی ځي

آر = اصل
آره = اصلیت / origin /سرچینه
له آره = اصلاً /actually / originally

د ورځو لپاره پښتو لاندېني نومونه ۱۸ کاله مخکې ټاکل شؤي دي او علومو اکډمۍ هم تایید کړي، نو اوس زموږ او ستاسو دنده جوړېږي، چې ویې کاروو او دود یې کړو.

خالي ... شنبه
یؤنۍ ... يکشنبه
دؤنۍ ... دوشنبه
درېنۍ ... سه شنبه
څلورنۍ ... چهار شنبه
پنځنۍ ..... پنجشنبه
جمعه ....... جمعه

ناسم: زۀ تا سره لیدل غواړم.
ناسم: زۀ د تا سره لیدل غواړم.
سم: زۀ له تا سره لیدل غواړم. 

سره يؤ وستربل (postpreposition) دی، چې بې له دؤیم سربل (preposotion)  نۀ شي کارؤل کېدای. د " سره" بدرګه کوونکی سربل " له" دی. " د" بیا يؤ سربل دی، چې څښتنوالی یا تول څرګندوي.

لیکوال:  کامران منګل 

- کامران منګل
بېرته شاته