(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علم او تعليمي ادارې

[20.Nov.2016 - 22:51]

علم او تعليمي ادارې
ليکوال: ډاکټر مبارک علي ژباړه: بارکوال مياخېل
  ______________

د تاريخ په لومړيو پړاوونو کې د انسان د پايښت او وجود تکيه د هغه پر بدني ځواک وه، وروسته بيا وسلو ورته د خپل زور د ساتلو لپاره د جګړې چلونه ور زده کړل. جنګياليو کسانو به نه يواځې د خپلو وړتياوو په خاطر خپل ځانونه تر نورو لوړ ګڼل، بلکې تر ځان د کمزورو خلکو په ژغورلو سره به يې د هغوى په نظر کې هم عزت او لويي په برخه کېده، ځکه نو په تاريخ کې د فاتحينو، بريدګرو او جنګياليو کردار ډېر فعال او ژوندى دى او ټولنې به داسې خلکو ته په درنه سترګه کتل، چې د مېړانې، زړورتيا، همت او بېباکۍ وړتياوې يې لرلې. په دې چاپېريال کې داسې دودونه را و ټوکېدل، چې خلک يې په ځان کې د جنګياليو د وړتياوو پيدا کولو ته اړ کړل. په جګړه کې پر شا نه تمبېدل، پر سينه وار خوړل، مخ نه اړول، له جګړې نه تښتېدل، ډارن او نه کمزورى کېدل دا ټول د جنګي چاپېريال زېږنده خويونه او روايتونه دي.
په داسې يوه چاپېريال کې علم او ذهني وړتياوو خپل حيثيت درلود، که به کوم واکمن د پوځي ځواک په زور واک تر لاسه کړ او حکومت به يې کاوه، نو د ملکي او انتظامي چارو لپاره به يې داسې چا ته اړتيا لرله، چې ليک لوست يې کولاى شواى، ځکه نو د هغو لومړنيو زمانو په تاريخ کې موږ وينو، چې هر واکمن به يو نه يو عالم او د عقل څښتن وزير درلود، چې هغه ته به يې په ملکي او انتظامي چارو کې مشورې ورکولې.
د ايران په تاريخ کې موږ د يوه عالم «بزرګ مهر» ذکر ليدلاى شو، [چې د ساساني کورنۍ د خسرو نوشېروان د واکمنۍ په وخت وزير وو]، په هند کې د موريه واکمنۍ په مهال د «چانکيه يا کوټليه» ذکر موندلاى شو، چې د موريه باچاهۍ په دوام کې يې برخه واخيسته او د «ارت شاستر» په نامه [د سياست، اقتصاد او پوځي تګلارې په اړه] رساله يې وليکله. په عباسي واکمنۍ کې هم د هارون رشيد د وزير «جعفر برمکي» او د مامون رشيد د وزير «فضل بن سهل» په اړه توضيحات موندل کېږي. «نظام الملک طوسي» هم د سلجوقي کورنۍ په واکمنۍ کې وزير وو، چې د هغوى د لارښوونې لپاره يې «سياستنامه» وليکله. د اکبر د ناستې ولاړې او خبرو ملګرى ابوالفضل وو، چې اکبر ته به يې په علمي او مذهبي چارو کې مشورې ورکولې.
د لرغوني هند په تاريخ کې ګورو، چې د آريايانو د راتګ په وخت جنګياليو کسانو زيات ارزښت درلود، ځکه همدا دوى وو چې سيمې يې نيولې وې، خو بيا ډېر ژر برهمنو د علم او پوهې په برکت د کشتريانو يا جنګياليو خلکو طبقې ته دويم حيثيت ورکړ، ځکه دوى عبادتونه او مذهبي رسمونه دومره زيات پېچلي کړل، چې له دوى پرته بل چا نه شواى تر سره کولاى، دا چې دغه رسومات د يو کس له زوکړې تر مړينې پورې لازم وو، بلکې تر مړينې وروسته هم پکارېدل، ځکه نو برهمن د ټولنې لپاره لازم وګڼل شول
په دې توګه نو دوى د خپل واک د دوام لپاره علم په خپله ولکه کې واخيست او د نورو طبقو خلکو، خصوصاً د ټيټ ذات خلکو ته يې علم تر لاسه کول ناممکن کړ. پر علم د اجاره دارۍ او د علم د قوت په اساس برهمنو نه يواځې د خلکو ذهنونه تر خپل تسلط لاندې راوستل، بلکې په سياسي توګه د هېواد او حکومت چارې هم د دوى لاس ته ولوېدې، تر هغه وروسته نو سياست او مذهب په ګډه پر خلکو واکمني پيل کړه.
د دواړو د اشتراک نتيجه دا شوه، چې علم د دوى د ګټو وسيله شو. د واک پر ګدۍ د ناستو کسانو د جوړو کړيو ادارو او دود-دستور په وسيله چې کوم علم تخليق شو، د هغه مقصد دا وو، چې څنګه عام خلک په ذهني توګه وفادار، تابع او د واکمنو طبقو تر لاس لاندې وساتل شي، ځکه نو داسې علم ته د ودې ورکولو هڅه کېده، چې د پر پښو ولاړو ادارو په ګټه وو، د دې برعکس هر هغه فکر، خيال او نظريه به زيات تاواني ګڼل کېده، چې د دغو رواياتو او ادارو تر چوکاټ به وتلي وو.
که به د علم په وسيله مذهبي عقايد چېلنج کړاى شول، نو داسې علم او له هغه را ټوکېدلي افکار او نظريات به سمدستي له شرک او کفر سره برابر ګڼل کېدل يا به د داسې علم پر څښتنانو د ملحد تور پورې شو او سختې سزاوې به ورکول کېدې. که به هغه علم د سياسي نظام په ضد وو، نو د هغه پيروان به د هېواد او خلکو دوښمنان وګڼل شول او د باغيانو په توګه به يا زندان ته واچول شول او يا به د مرګ په سزا محکوم شول.
ځکه نو له پيله راهيسې تر ننه پورې متبادل علم د مذهب او سياست دواړو لپاره تاواني وي، حکومت او مذهبي ادارې دواړه هڅه کوي، چې مخه يې ونيسي او بنديز ورباندې ولګېږي. په منځنيو پېړيو کې کليسا د مخالفو علمي او مذهبي نظرياتو د مخنيوي لپاره د کتابونو د فهرستولو لاره خپله کړې وه، په دې کې به د هغو کتابونو او ليکنو يادونه کېده، چې د کليسا له عقايدو سره به په ټکر کې وو. د کليسا استازيو به په پوهنتونونو او نورو تعليمي ادارو کې ليکچرونه اورېدل او کتل به يې چې چرته له دې لارې خو د مخالفو نظرياتو تبليغ نه کېږي.
دې ته په پام سره ټولواکو او مستبدو حکومتونو او زوړپالو واکمنو د متبادل علم د خپرولو د مخنيوي لپاره سنسرول (څارل) پيل کړل، په دې نيت چې ګواکې داسې ليکنې او کتابونه خپاره نه شي، چې د دوى ګټو ته پکې د تاوان خطر وي. د اسټريا (اتريش) لومړي وزير مېټرنش خو سنسر او څارنه دومره زياته کړه، چې استادانو او زده کوونکيو به له کتابتونه کتابونه را ايستل، پر هغوى به هم نظر ساتل کېده، خو په کوم ځاى کې چې پر علم دا ډول بنديزونه وي، هلته د متبادل علم وړاندې کوونکي د خپلو افکارو د تبليغ او د نه بدلېدونکيو علومو د چېلنجولو لپاره نورې لارې خپلوي، چې په هغوى کې د پټو ډلو جوړول او له پټو لارو د کتابونو او مجلو وېشل شامل دي.
په دې پس منظر کې موږ ډېر ښه دا اټکلولاى شو، چې په کومو ټولنو کې پر علومو بنديز نه شته، د خبرې ازادي ده او پر ليکلو بنديز نه شته، په هغو ټولنو کې علم وده کوي او پسې زياتېږي، هلته نوي خيالات او فکرونه ذهن غوړېدلى او تازه ساتي، ټولنه يې بدلون ژر مني، دودونه او ادارې يې له وخت سره سم بدلون مومي، خو په کومو ټولنو کې چې پر ليک او وينا بنديز وي، داسې ټولنې د جمود ښکار شي او په ذهني لحاظ د کرنګ غوندې پر ځاى و درېږي.
په ښکېلاکي (مستعمراتي) زمانه کې انګرېزان د علم له زور او اغېزه ښه خبر شوي وو، ځکه نو يوې خواته دوى د پوځي ځواک په وسيله هندوستان تر خپل واک لاندې راووست، بلې خواته يې د تعليم په وسيله د خلکو ذهنونه واړول او هغوى يې د انګرېزانو د واکمنۍ منلو ته تيار کړل. تر دې مهاله تعليم د مملکت تر واک لاندې نه وو، خو انګرېز حکومت دا کار پخپل واک کې واخيست او د تعليمي نصاب په وسيله يې د زده کوونکيو ذهنونه داسې جوړ کړل، چې د دوى واک ته ګټور ثابت شي.
د هند تر وېش وروسته پاکستاني مملکت هم تعليم تر خپل واک لاندې راووست او سوکه- سوکه چې پاکستان په يوه نظرياتي هېواد بدلېده، ورسره يې په تعليمي نظام کې هم بدلونونه راتلل. حکومت رسنۍ هم تر خپل واک لاندې راوستې او مالومات يې پخپله ولکه کې واخيستل، کله چې په دې هېواد کې پوځي حکومتونه راغلل، نو سنسرېدل نور سخت شول او د مالوماتو پر تر لاسه کولو نور بنديزونه ولګېدل.
دا مهال په پاکستان کې پر علم دوه ډوله بنديزونه دي: يو د دولتي ادارو له خوا دى، چې له قانوني لارې د خپلو نظرياتي افکارو د چېلنجېدلو مخه نيسي، دويم په ټولنه کې د هغو ډلو او ګوندونو له خوا دى، چې د علم څښتنان ډاروي او فشار ورباندې راوړي چې د دوى د نظرياتو او افکارو په مخالفت کې څه ونه وايي. د دې نتيجه دا ده چې په پاکستان کې د فکر د ازادۍ لارې تړل شوې دي، د مملکت د ادارو او د ټولنې د فشار په نتيجه کې عالمان د سنسرېدلو غوندې پخپله پر خپلو ليکنو بنديزونه لګوي، د ډار له امله فکري مخالفت په روښانه او واضح ټکيو کې نه شي بيانولاى، نتيجه يې دا ده چې په پاکستان کې د علم او پوهې روايات بېخي ختم شوي دي، کله چې د پوهې روايات ختم شي او په ټولنه کې متبادل علم او څېړنه نه وي، په داسې حالت کې نو په هېواد کې د آمرانه او پوځي حکومتونو لپاره لاره هواره شي، ځکه چې بيا نو د دوى د چېلنجولو هيڅوک پاته نه وي.
که کومه ټولنه خپل علمي نظام نه جوړوي، نو هغه له ذهني پلوه پوچه او تشه شي. هغه بيا د خپلې دعوې لپاره د جنګېدلو او د خپلې قضيې (کېس) د وړاندې کولو وړتيا نه لري. په اوسنۍ نړۍ کې که بهرنۍ چارې وي، که تجارت او اقتصاد وي يا د هېواد کورني حالات وي، اړتيا دې ته وي چې خپله خبره بايد د دليل په زور وړاندې شي، که د جذباتو او احساساتو په مرسته خپله قضيه وړاندې کېږي، نو هغه به نه پر چا اغېز وکړي او نه به يې څوک ملاتړ ته تيار شي.
متبادل علم، نوي فکرونه او نظريات له کومې خوا راځي؟ د دې ځاى تعليمي ادارې وي، په ځانګړې توګه د لوړو زدکړو تعليمي ادارې او څېړنيز مرکزونه، چې هلته پوهان او عالمان د تحقيق او تنقيد په وسيله نوي فکرونه پيدا کوي، ځکه نو دا پوښتنه را پورته کېږي، چې آيا زموږ پوهنتونونه دا مقصد تر سره کوي؟ که نه نو ولې؟
په پاکستاني مملکت کې له پيله لا دا ستونځه پېښه شوه، چې د يوه نظرياتي هېواد دعوه يې وکړه، ځکه نو راتلونکيو حکومتونو پيل وکړ، چې د تعليمي ادارو او د هغوى د نصاب اساس پر نظريه کښېږدي، کومې بېلابېلې تعليمي پاليسۍ چې جوړې شوې، په هغوى کې دا خبره مشهوره کړاى شوه، چې د تعليم مقصد ښه مسلمانان او ښه پاکستانيان پيدا کول دي، په دې توګه يې علم تر دغو دوو مقصدونو پورې محدود کړ او د علم وزرونه يې ور پرې کړل. نتيجه دا شوه چې نصاب ورځ په ورځ پسې ستوخېده، کليشيي او ورستې خبرې او خيالات پکې بيا- بيا تکرارېدل. د «اسلاميات» او «مطالعۀ پاکستان» مضامين پکې لازمي او جبري کړاى شول، چې زده کوونکي ورسره هيڅ مينه او دلچسپي نه لري.
د سوچ او فکر لارې چې وتړل شوې او د تخليق ټولې چينې وچې شوې، نو له دې تعليمي نصاب سره د زده کوونکيو هيڅ دلچسپي او تنده پاته نه شوه، تعليمي ادارې د دوى لپاره په زړه پورې ځايونه پاته نه شول، کېداى شي همدا سبب وي، چې زده کوونکيو د مطالعې او څېړنې پر ځاى په امتحان کې په نقل کاميابېدل زيات غوره وګڼل، ځکه څه ډول تعليمي نصاب چې دى، په دې کې د لوستلو او زده کولو امکان ډېر لږ دى. 
په داسې حال کې زموږ تعليمي ادارې يو خو د نصاب د خرابۍ له امله د علم په تر لاسه کولو او تحقيق کولو کې ناکامه دي، بل په کالجونو او پوهنتونونو کې د محصلينو سياسي سازمانونو هم دغه ادارې پخپله ولکه کې اخيستې دي، دغه سازمانونه محصلين پاروي، چې په امتحان کې نقل وکړي، جعلي ډګرۍ واخلي، استادان ووهي او ويې وېروي، د پوهنتون له منتظمينو په زور امتيازات واخلي او دا ډول نور ټول کارونه کوي. عام محصلين د دوى له خبرو سرغړونه نه شي کولاى، ځکه چې همدغه سازمانونه دوى ته په ليليه (هاسټل) کې کوټې ور اخلي، پر استادانو فشار راوړي، چې دوى ته ښه نمبر ورکړي او د پوهنتون په منتظمينو د دوى کارونه کوي. په داسې حالت کې نو حکومت هغه څوک د پوهنتون رئيس ټاکي، چې د محصلينو دغه سازمانونه مهار کړي، ځکه نو نن سبا د محققينو او پوهانو پر ځاى د پوځ جنرالان د پوهنتونونو رئيسان ټاکل کېږي، بيا نو محصلينو ته د علم د ورکولو پر ځاى، د هغوى مهارولو ته اړتيا وي، په دې لحاظ نو د لوړو زدکړو تعليمي ادارو له هره پلوه خپل اغېز او ګټه بايللي دي. دا اوس د دسيسو، اړيکو جوړولو او غوړمالۍ په ادارو بدلې شوې دي، چې بې استعداده استادان پکې بې استعداده محصلينو ته د فراغت ډګرۍ ورکوي.
نتيجه دا ده چې اوس زموږ استادان، زده کوونکي او د ټولنې خلک د خپل ځان او چاپېريال په اړه هيڅ علم نه لري، اوس له امريکې او يورپ څخه پوهان راځي او موږ له خپل تاريخ، ادب، لرغونيو آثارو، اقتصاد او نورو ټولنيزو علومو خبروي، ځکه نو د دوى په نظر کې چې زموږ کوم انځور جوړېږي، موږ هم بيا خپلو ځانونو ته په هماغه هينداره کې ګورو او له خپلو ځانونو يو ډول پردي شوي يو.
په پاکستان کې چې په اردو ژبه کوم کتابونه چاپېږي، هغه يا ادبي وي يا مذهبي، د ټولنيزو او طبعي علومو په اړه کتابونه پکې په نشت حساب دي، همدا حال دلته د نورو سيمه ييزو ژبو دى، ځکه نو په ملي او سيمه ييزو ژبو کې چې څه تحقيق نه کېږي، نو دغه ژبې به د خيال او فکر له پلوه کمزورې وي او د دغو ژبو د ويونکيو او لوستونکيو ذهنونه به هم په دغو کتابونو کې د چاپېدونکيو موادو په اساس جوړېږي.
پاکستاني ټولنه چې دا وخت په څومره شدت سره په نظرياتي کړيو کې را ښکېل ده، له دې د خلاسون لپاره متبادل علم او فکر ته اړتيا ده، چې د مملکت افکار او نظريات او د ټولنې توندوالى چېلنج کړي. که څه هم د متبادل علم د خپرولو او تر خلکو د رسولو په مخ کې ډېرې ستونځې وي، ځکه چې دا علم د خلکو په اقتصادي وده کې مرسته نه کوي، نه د دې علم په وسيله په مملکت کې محبوبيت او نه په ټولنه کې شهرت موندلاى شي، خو د دې علم په وسيله يوه نوې نړۍ ضرور موندلاى شي، نوى ذهن يې په برخه کېږي او ذهن چې کله د عقايدو او نظرياتو کړۍ ماتې کړي، نو ځان په يوه پراخ او روښانه چاپېريال کې احساس کړي. د هغه په اساس ځان ته يوه نوې نړۍ جوړه کړي، يوه نوې ټولنه پيدا کړي او له دې سره ژوند پر يوه ځاى د تم کېدو پر ځاى وده او پرمختګ کوي.

- بارکوال مياخېل
بېرته شاته