(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکابلي والانه ترکابلي پټانه

[14.Dec.2016 - 19:12]

د(کابلي والا) نه تر (کابلي پټانه) پورې 

لیک: ډاکټر لطیف یاد 
دهندوستان خلک په دې اند دي چې پښتانه ( پټهانان) رښتینې ، په دوستۍ کې کلک او وفادار انسانان دي . له همدې کبله دی چې په دوی کې دپښتنو دوفادارۍ او میړانې ډیرې کیسې شته چې په تاریخي کتابونوکې هم شته او ما پخپله هم دهندیانو نه  اوریدلي دي . دوي دافغانانو په تیره بیا دپښتنو په اړوند ډیر فلمونه هم جوړ کړي دي چې لومړنی فلم یې په ۱۹۶۱ زیږدیز/میلادي  کال کې دکابلي والا مشهور فلم و چې دغه فلم دهند دمشهور بینګالي لیکوال او په انګریزي ادبیاتو کې دنوبل دجایزې دګټونکې رابیندرا نات ټیګور دکیسې(کابلي والا) پر بنسټ جوړ شوی و.
کابلي والا په هندوستان کې دپښتنو ( پټهانانو) په اړوند لومړنی فلم و چې ډایرکټر یې هیمن ګوپتا او فلمي ستوري یې بلراج سهني او اوشاکیرن وو.کابلي والا په حقیقت کې دیوه پښتون رحمت خان کیسه ده چې په کلکته کې به یې وچې میوې خرڅولې او هلته دیوې کوچنۍ ماشومې سره یې چې مینې نو میدله ددې له کبله پلرنۍ مینه کوله چې خپله کوچنۍ لوریې چې په افغانستان کې وه ورپه یادیدله .نوموړي بیا وروسته لس کاله زندانی شو او تر زندان وروسته کله چې دمینې لیدلو ته ورغله دهغې دواده ورځ وه.ده ته هم خپله لور ورپه یاد شوه خو دده سره دلارې خرڅ نه و او په پای کې دمینې پلار ورته دلارې خرڅ ورکړاودی بیرته افغانستان ته ستون شو .
همداراز هندیانو تل په خپلو نورو ډیرو فلمونو کې هم دپښتنو دمیړانې او غیرت په اړوند دپښتنو ستاینې کړې دي چې ښې بیلګې یې مشهور هندي فلمونه ( زنځیر )او (خدا ګواه )دي . چې هندی مشهورو فلمي ایکټرانو پران او امیتا بچهن پکې دپښتنو رولونه لوبولي دي .
او دکابلي پټهان اوسنی فلم 
-----------------
دکابلي پټهان فلم په دې وروستیو وختونو کې په هندوستان کې جوړشوي دي . ددې کیسې لیکوال فضل حکیمي دی چې په لندن کې اوسیږي او ټکسي چلوي . دا په اصل کې دمشهور پښتون کریم خان لالا کیسه ده چې په بمبئي کې اوسیده او دهند دپښتون جرګې مشرو او ما دده ژوند لیک څو څو ځلې دفیسبوک له لارې تاسو ته وړاندې کړي دي .
ښاغلي حکیمي وایی: ‌"معمولاً د بالیووډ فلمونه له رنګ،‌ ډرامو، سندرواو عاطفي صحنو نه  ډک وي.‌ زما فلم هم،‌ همدغه ځانګړنه لري چې په هندي سینما کې یې د منل کېدو لامل هم همدا دی."
"کابلي پټهان" د افغانستان او هند ددو کمپنیو مشترک محصول دی،‌ چې په پښتو، فارسي او هندي ژبو چمتو شوی او ترا وسه د هند او کابل په ځینوسینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی..
په دغه فلم کې دنړۍ دهر ګوټ نه لوبغاړي شته ، خو زیاتره یې هغه افغانان دي چې له افغانستانه بهر ژوند کوي . دغه فلم دافغانستان د(آشیانه فلم) له خوا دهند وستان سره په ګډه ډک شوی دي او دهندوستان د چتیس ګړ په ایا لت کې یې شو ټینګ شوی دي .ددغه فلم لوبغاړي په لاندې ډول دي :
۱- مارشال ابراهیمي له کابله 
۲- فضل حکیمي چې افغان ټکسي چلوونکی دی او په لندن کې اوسیږي .
۳- لیدا آ ریا په کانا ډا کې استوګنه افغانه ددې فلم ستورې .
۴-وحید فروغي په هالینډ کې میشته افغان .
۵-دهریتي پټیل ددې فلم بله هندي ښځينه لوبغاړې چې دچتیس ګړ اوسیدونکې ده .
۶- وینود کهیماني 
۷- ګو پتا کهیماني 
۸- احسا ن خان 
لکه چې دمخه وویل شو ل دافغانستان لپار ه دکابلي پټهان پروډیوسر مارشال ابراهیمي دي چې دغه فلم دآشیانه فلم پروډکشن دي او دهندوستان لپاره یې پروډیوسر بې اجیت .ایس .کټهیریا دی چې د
DOSTI FILM ENTERTAINMENT
پروډکشن دي . 
ددغه فلم میوزیک ډایرکټران ایوان ، خالد کیهان او وقار شفیع دي . دشعرونو شاعران یې وطندوست ، اندرګیت ، رویا فرحت او قتیل شفاهي دي .
په دغه فلم کې د لاندنیو سندرغاړو سندرې شته : زرولی افغان.، شهزاد عدیل ،غزال عنایت ، لطیف ننګرهاری ، زمان زهیر ، زین او صدیق شباب.
په هرحال موږ دغه فلم چې دلومړي ځل لپاره دافغانستان او دهند دفلمي کارکوونکو له خوا په ګډه سره ډک کړی دي یو مثبت ګام بولو ، خکه دیوې خوا دیو پښتون دزوړتیا اومیړانې کیسه ده او له بلې خوا داسې فرهنګي او هنري هلې ځلې دهند د هیواد سره دافغانستان او افغانانو دو ستۍ لا پیاوړې کوي .

یادوونه: دافلم مې لیدلی دی ، که خینې نیمګړتیاوې لري بیا هم دومره بدنه دی، یوه نیمګرتیا یې داده چې کریم خان لالا یې څنګه چې و هغسې یې نه دی معرفي کړی.

- ډاکټر لطیف یاد
بېرته شاته