(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کالم څه شی دی؟

[17.Dec.2016 - 11:28]

کالم څه شی دی؟
لیک: نجم الله جلالزی

کالم د پخوانۍ فرانسوۍ ژبې له colomne کلمې او د لاتيني ژبې د columna له کلمې څخه انګرېزي ژبې ته راغلی دی، چې په فارسي کې ورته ستون او په عربي کې عماد وايي او پښتو ژبې ته هم د کالم په نوم راغلې ده.

کالم کوم ځانګړی تعريف نه لري خو ځينې ځانګړتياوې لري چې د هغو په مرسته موږ کولای شو چې کالم له ځينو نورو ادبي او ژورناليستيکې ليکنو، راپورونو او نورو څخه بېل کړو.
له نورو ليکنو سره د کالم ځانګړتياوې دوې دي. لومړی هغه د کالم فزيکې جوړښت دی چې څنګه او څومره وي او چېرته خپرېږي.

دويمه ځانګړنه د کالم ژبه، موضوعات، د موضوعاتو اوډون او داسې نور دي. د کالم توپير له يوې علمې مقالې سره دا دی چې دلته اکثره د ليکوال خپل نظريات او خپلې مشاهدې وي او پر نورو کتابونو، ليکنو او ليکوالو باندې حوالو ته يې اړتيا نه وي.

له راپور سره هم د کالم توپير همدا دی چې په راپور کې موږ سرچېنو او نقل قولونو ته اړتيا لرو خو په کالم کې دې شي ته اړتيا نه پېښېږي.

دغه راز له نورو عامو ليکنو سره يې توپير دا دی چې په کالم کې ليکوال کولای شي بېلابېلو موضوعاتو ته اشاره وکړي او د هغو ټولو په مرسته يوه اصلي موضوع قوي او د لوستونکي او مخاطب په ذهن کې ور ننه باسي، خو په نورو عادي ليکنو کې د موضوع وحدت او يووالی لومړنی شرط دی او ليکوال بايد هڅه وکړي چې له موضوع څخه و نه وځي .

لکه څنګه مو چې وړاندې وويل کالم کوم ځانګړی تعريف نه لري ،خو  هر ليکوال يې دتعريفونو په اړه بېل ، بېل نظريات او خبرې لري :
(ار ای ويلز) په خبره کالم کومه ځانګړې بڼه نلري، د خپلو شخصي افکارو له مخې هم او همداراز د نورو پر افکارو هم کالم ليکل کېدای شي .
همداراز يو اردو ژبی ليکوال ( احمد نديم قاسمي)هم وايي چې د کالم لپاره کوم ځانګړی تعريف نلرو او هر څوک يي له خپله انده تعريفولی شي .
بل پلو ته بيا پاکستانۍ ورځپاڼه کې د (عکس برعکس) د طنزي کالم ليکوال ( ډاکټر محمد يونس بټ )وايي هر څه چې کالم ليکوال ليکي کالم دی نوموړی يې د اسلوب په اړه هم وايي چې هر کالم ليکوال ځانته سبک لري اوهر يو يې له خپله سبکه تعريفوي .
خو يوشمېر نور کالم ليکوالان بيا يواځې خپله ليکنه کالم ګڼي او وايي همدا کالم دی، د پاکستان چاپ په (وحدت) ورځپاڼه کې ( ماته غوږشه)دکالم ليکوال (نورالبشرنويد) وايي زه کلونه کېږي په وحدت کې کالم ليکم خو تر اوسه مې د دغه ژانر په اړه داسې څه ندې تر سترګو شوې چې هغه دې ماته کره ښکاره شي نوموړی دغه ټول تعريفات په ساده ژبه داسې بيانوي : بس هر څه چې دازه يې ليکم کالم دی، خو په ټوله کې کالم ليکوالان ټولي هغه ليکنې کالم ګڼي چې په ورځپاڼه کې د کالم په نامه خپريږي.

   لکه څرنګه يې چې له نامه څرګنده ده د صحافت دبرخې يو تخنيکې نوم دی او په اصل کې په يوه چاپي توکې کې کالم د ډيزاين يوه اصطلاح ده د يوه فريم او چوکاټ په معنی ده .

    کالم په اصل کې دمقالې له کړاو نه دځان بچ کولو لپاره يوه ساده لاره ده خو ډېره بريالۍ په دې ده، چې يو ليکوال په کې بې له دې چې ځانګړي معيارونه په پام کې ولري کولی شي په خلاص مټ دخپلو درکونو او انګېرنو څرګندونه وکړي.

مثلا : که موږ يوه مقاله ليکو نو په يوه ځانګړې موضوع تر پايه خبرې کوو. خو کالم داسې نه دی. دلته ليکوال د کالم اړوند هره موضوع ته سر ورښکاره کوي او بيا بېرته په هنري شکل خپلې موضوع ته راځي او موضوع پای مومې.

په کالمونو کې هر ډول موضوعات را اخيستی شو، لوبې، ټولنه، ژوند ژواک، کاروبار، سياست، ادب او ورته نور. دا ډول د کالم موضوعات کېدلی  شي.
په کالم کې کالم ليکوال ازاد لاس لري، په خپله هم پرېکړه کولی شي ، خپل نظر هم په ډاګه کولی شي او د نورو هم. يانې په ليکوال دا قيد نشته، چې خپل خيال او نظر له ځان سره وساتي بلکې په کار ده، چې لوستونکې ته يې ورسوي. خو د پښتو اوسني کالمونه تر ډېره په دې معيارونو نه دي برابر، يو دليل يې په هېواد کې روانې نا امنۍ کېدای شي .

د کالم ډولونه:
ډېری ليکوالو له بېلابېلو اړخونو، په بېلابېلو ډولونو وېشلی دی، کالم هم د نورو تحليلي ژانرونو په څېر بېلابېل ډولونه لري، موږ  چې کله د کالم په ډولونو خبري کوو او کالم په ډولونو وېشو؛ نو هغه کالمونه به تر څېړني لاندې نيسو چې اوس د نړۍ په کچه ترې ډېر کار اخيستل کېږي. د کالم تر ټولو مفهومي او جامع وېش محمد زابر بدر سعيد په خپل کتاب ( ايم، اې، ابلاغيات) کې چې د ژورناليزم د ماسټري پروګرام د تدريس کتاب دی؛ له لاندې اړخونو وړاندېکړی او دې ښاغلي د نړۍ د ډېرو پر مختللو ورځپاڼو د کالم ليکوونکو سره تر خبرو وروسته دغه وېش وړاندې کړی دی.

۱- د اسلوب( طريقې) له اړخه د کالم ډولونه
۲- د موضوع له اړخه د کالم ډولونه
۳- د ارزونې( کتنې يا مشاهدې) له اړخه د کالم ډولونه

که چېري پورتني وېش ته پام وشي، بايد ووايو چې دا هر يو نور بېلابېل ډولونه لري او موږ به يې هر يوه ته په لاندې توګه کتنه وکړو:
الف- د کالم ډولونه د ليکلو طريقې( اسلوب) له اړخه: په دې برخه کې د کالم د هغو ډولونو يادونه کوو، چې اوس په پښتو ژورناليزم کې ترې کار اخيستل کېږي.

۱- خندونکي( مزاحيه) کالمونه
۲- معياري کالمونه
۳- اقتباسي کالمونه
۴- ترکيبي کالمونه
۵- د راغلو ليکونو کالم
۶- اشاروي يا نښې لرونکې کالمونه

ب- د موضوع له اړخه د کالمونو ډولونه: ليکوالانو له دې اړخه کالمونه  په څو لاندې برخو وېشلي دي.

۱- روغتيايي کالم
۲- قانوني کالم
۳- اقتصادي کالم
۴- ديني کالم
۵- د انساني ژوند د غوښتنو کالم
۶- د لوبو کالم
۷- د ستورو پېژندنې کالم
۸- فېشني کالم

ج- د کتني( مشاهدې) کالمونه: دا هغه کالمونه دي ، چې د ورځې په ترڅ کې د ليدنو او کتنو څخه په لاس ته راغلو موضوعاتو ليکل کېږي، عموماً په لاندې دوو برخو وېشل کېږي.

۱- يونليک يا سيلاني کالم
۲- ښاري يا ډايري ډوله  کالم
الف- د کالم ډولونه د ليکلو طريقې( اسلوب) له اړخه:
د هر کالم ليکوال په برياليتوب کې د هغه اسلوب ډېر رول لري. د تکړه کالم ليکوالو کالم که د هغوی له نوم پرته هم چاپ شي نو لوستونکي يې پېژني، ليکن دا حقيقت هم پر ځای دی چې د کالم موضوع د هغه اسلوب ټاکي.

د اسلوب له پلوه د کالم لاندې ډولونه دي:

خندوونکی( طنزيه) کالم:
طنزي کالمونه ګڼ لوستونکي لري او دا د کالمونو په زړه پوري صنف ګڼل کېږي. اوس هم طنزي کالم په ډېره خوښه لوستل کېږي او د کالم په زړه پوري صنف ګڼل کېږي. د ټوکو يا طنزي کالم عموماً هغه کالم ليکوال ليکي ، چې په ژبه او وينا پوره برلاسي ولري او د بېلابېلو موضوعاتو په زړه پوري خوا وي په ښه توګه بيان کړي. ځينې مهال کالم ليکوال په طنزي انداز ترخه ټولنيز حقايق هم بيانوي. طنزي کالم عموماً د کوم په زړه پوري خبر په اړه ليکل کېږي. د کالم ليکونه د کالم برخه جوړېږي. طنزيه کالمونه زياتره د ټولنيزو ستونزو او ناروا دودونو په برخه کې کارول کېږي. په طنزيه کالمونو کې له ټوکو ټکالو څخه کار اخيستل کېږي او لوستونکو ته د معلوماتو تر څنګ د طبعي، تفريح او خوښۍ فرصت هم ورکوي او همدا ډول د ټولنې  د سمون لپاره خلګو او چارواکو ته  لازمې لارښوونې هم کوي او د ډېرو لويو ستونزو د حل په برخه کې له حکومت او دولت سره پوره مرسته کوي  .

معياري کالم:
دا کالم د معياري موضوعاتو په اړه ليکل کېږي. په دې کې طنز او ټوکي ليږ وي. د خپل انداز او اسلوب له پلوه سرليکنې ته ور نږدې دی، مګر د معياري کالم او سرليکنې توپير دا دی چې په سرليکنه کې وړاندې شوي اندونه د ورځپاڼې نظر ګڼل کېږي او په کالم کې د کالم ليکوال خپل نظر وي او کېدای شي، چې د ورځپاڼې له پالېسي سره هم اړخ ونه لګوي. معياري يا سرليکنې ته ورته کالم ليکوال عموماً داسې ملګري دي چې پراخ علمي يا سياسي شاليد او د چارو د شننې او بيانولو وړتيا لري. لوستونکي د لارښوونې لپاره هغه لولي او د بېلابېلو سياسي او ټولنيزو پېښو په شاليد ځان پوهوي.

اقتباسي کالم:
په کوم کالم کې چې يو خبر، پېښه او نور کټ مټ بيانېږي؛ هغه اقتباسي کالم ګڼل کېږي، خو بيا هم دا کالم لږ ليکل کېږي. په  هغه کې د نړيوال ادب ژباړې، د لويو کسانو ويناوې، د شاعرانو نظمونه او غزلې هم وړاندې کېږي. په ځينو حالاتو کې د هغو اقتباسونو اړوند د کالم ليکوال لنډه تبصره هم د کالم برخه وي.

تر کيبي کالم:
په دې کالمونو کې کالم ليکوال په يوه موضوع د نظر څرګندولو لپاره بېلابېل تر کيبي انداز خپلوي. په هغو کالمونو کې عموماً په يوه مهم ټکي تمرکز کوي او نظر ور کوي. د دغسي کالمونو پيل په يوه ټوکه هم کېږي. د يوه ليکوال په وينا:

ځينې مهال د کالم پيل او پای زورور وي او منځپانګه يې سسته. ځينې مهال د کالمونو پيل او پای زړه راښکونکی نه وي؛ خو منځپانګه يې ډېره غوښنه وي. دا ډول کالم په دوديز انداز نه ليکل کېږي.

د راغلو ليکونو کالم:
په دغه ډول کالمونو کې ليکوال د لوستوونکو ليکونه خپروي او تر شننې او سپړنې لاندې يې نيسي. په ځينو کالمونو کې سر تر پايه ليک تر سترګو کېږي او کالم ليکوال تر دوه دريو جملو زيات څه نه وي ويلي؛ د لوستونکو ليکونه پر ټولنيزو، ملي او سيمه يېزو ستونزو ليکل شوي وي. کالم ليکوال د لوستونکو له سلګونو ليکونو څخه يو څو ليکونه ټاکي او د خپل کالم سکالو يې ګرځوي او پر ځينو ليکونو يې بيا اوږد بحث او خپله تبصره کړې وي .

علامتي يا نښي لرونکي( اشاروي) کالم:
په اشاروي کالم کې استعارې، کنايې او محاورې استعمالېږي، څو په ليکنه د ژورناليستي قوانينو په وسيله منګولي خښي نه شي. دا کالم يوازې هغه کالم ليکوال ليکلی شي چې له حالاتو او د پېښو له شاليد څخه پوره خبراو په ژبه ښه برلاسی وي. دغه ډول کالمونه په بېړنيو حالاتو کې ليکل کېږي؛ خو بيا هم ځينې مهال د کومي ځانګړې مذهبي ډلي يا د ځانګړې سيمې د خلکو د جذبو د ژوبلېدو اندېښنه وي. يا بل داسي څه حالت وي چې له امله يې ټولنيز امن ګډوډېږي، نو په علامتي انداز دا ډول کالمونه ليکل کېږي .

ب- د موضوع له پلوه د کالم ډولونه:
د موضوع له پلوه د کالم څو ډولونه ټاکل شوي دي. په هغو کې د کومې ځانګړې څانګې، دندې، بوختيا يا مضمون اړوند ليکل کېدونکي کالمونه شامل دي. د داسي کالم ليکلو لپاره په اړونده څانګه کې پوهه او مهارت پکار دی. په دغسي کالمونو کې د خيال او نظر ګنجايش نه وي. عموماً د لوستونکو د معلوماتو، لارښوونې او روزنې لپاره ليکل کېږي؛ خو بيا هم د داسي کالم ليکوالو لپاره په ژورنالستيکه ژبه بر لاس اړين دی، ځکه عام لوستونکي په مسلکي چارو نه پوهېږي. ځينې مهال سب ايډيټر دغسي کالمونه د ګټې له پلوه لوستونکو ته اسانه کوي. د دغسي کالمونو مهم ډولونه په لاندې ډول دي:

روغتيايې کالم:
په دغسي کالم کې لوستونکو ته د يوې ناروغي نښې، لاملونه، درملنه او د مخنيوي لارې چارې ور ښودل کېږي. د موسمي تر کاريو او ګلونو د استعمال په اړه هم لارښوونې ورته کېږي. که کومه ناروغي خپره وي او يا يې د خپرېدلو وېره وي، نو د هغې ناروغي په اړه اړين معلومات برابروي. ځينې مهال د کوم لوستونکي پوښتني ته په ځواب کې هم د يوې ناروغي په بېلابېلو خواو رڼا اچوي او د هغه درملنه تجويزوي.

قانوني کالم:
له قانوني کالم څخه موخه، هغه کالمونه دي ، چې پر قانوني مسايلو بحث کوي. ځينې ورځپاڼې داسې کالمونه خپروي، چې لوستونکو ته د قانون او د قانون د ځينو برخو د څرګنداوي په اړه مالومات ور کوي. دغه کالمونه د قانوني کالمونو په نامه يادېږي. له قانون څخه د عامو خلکو خبرتيا اړينه ده. په ورځني ژوند کې ، چې هغوی له کومو پېښو سره مخ کېږي؛ په هغو کې دوی ته د قانوني لارښوونې اړتيا ده. په دې ډول کالمونو کې د ورځنيو پېښو او مسايلو قانوني اړخونه په داسې اندازه روښانه کېږي چې عام فهمه وي. په حکومت او نورو قانوني ارګانونو کې ، چې کوم څه پېښ شوي، په اړه يې  اړين مالومات برابروي. د لوستونکو د مسايلو د حل لپاره هغوی ته قانوني مشورې هم ورکوي. په ټوله کې دغه کالم په قانوني مسايلو را څرخي.

اقتصادي کالم:
دغه کالمونه زياتره د اقتصادي څانګو د خبريالانو له لوري ليکل کېږي. لېږد را لېږد، د پيسو تبادله، د بيو ټيټ والی او لوړوالی، د نړيوالو پيسو بيې، بوديجه، تنخواوي، د کمپنيو تړونونه، اقتصادي تړونونه، د بهرنيو پيسو په وړاندې د خپلو پيسو ارزښت، ګمرکونه او د دولت اقتصادي پراختيايي ګامونه، د دغه کالمونو اصلي موضوعګاني( سکالوګاني) جوړوي.

ديني کالم:
په دې ډول کالمونو کې د مهمو ديني چارو په اړه عام فهمه اړين مالومات وړاندې کېږي. کالم ليکوال د بېلابېلو مذهبي مراسمو په تاريخي شاليد او ارزښت رڼا اچوي. پر ديني مسايلو خبري کېږي او د قران او حديثو په رڼا کې لارښووني کېږي. يعني دا چې د ټولو اړينو اسلامي( ديني) چارو په اړه لازم مالومات پکې وړاندې کېږي. مهم ديني اشخاص، د هغوی کارنامې او لاسته راوړنوته هم پکې ځاي ورکول کېږي. په ديني چارو د عمل کولو ګټې هم پکې روښانه کېږي او همدارنګه مذهبي ځايونه او د هغوی ارزښت هم پکې په ډاګه شوی وي….

د انساني ژوند د غوښتنو( نفسياتي) کالم:
په دې ډول کالمونو کې بيا په انساني نفسياتو بحث کېږي. د بېلابېلو نفسياتي مسايلو د حل لپاره ښې سلاوي ور کول کېږي. دا ډول کالمونه لوستونکي په مينه لولي او د دې په رڼا کې د خپلو ورځنيو ستونزو ته د حل لارې لټوي. دا ډول کالمونه هغه څوک ليکلای شي، چې د نفسياتي مسايلو پوهان وي او پر وينا او ليکنه برلاسي وي.

د لوبو( ورزش) کالم:
د لوبو او ورزشي چارو په اړه ليکل کېدوونکي کالمونه، د ورزشي کالمونو په نوم يادېږي. دغه کالمونه پر اوونيزو ورزشي خبرونو سربېره، پر ورځنيو ورزشي مخونو کې هم خپرېږي. دا ډول کالمونه ورزشپوه خبريالان ليکي. په دغه کالمونو کې د بېلابېلو لوبو او لوبغاړو بوختياوي، ملي او نړيوالي سيالۍ، نړيوال جام، د لوبو په اړه د دولتي ادارو ګامونه او نور مسايل څېړل کېږي. کالم ليکوال د لوبو پر نيمګړتياوو رڼا اچوي او د لوبو د پراختيا او پرمختګ په اړه لارښوونې او وړاندېزونه کوي.

د ستورو پېژندنې کالم:
له راتلونکو حالاتو نه خبرتيا د هر انسان اروايې کمزوري ده. هر کس غواړي پر خپله راتلونکې و پوهېږي. ستورپوه، لاسپوه، فال کتونکي، کوډګر او نور د انسان له دغو کمزوريو ګټه اخلي او بېلابېلي وړاندويني کوي. ډېری ورځپاڼې په ( نن  ورځ به څنګه تېرېږي؟) ستاسو فال او نورو سرليکونو بېلابېل کالمونه خپروي او ليکوالان يې زياتره ستورپوهان او د ستور پوهنې نور کارپوهان وي. کله کله په دغو کالمونو کې د لوستوالو ليکونو ته ځوابونه هم ور کول کېږي.

فېشني کالم:
دا کالم هم د مېرمنو لپاره او عموماً مېرمني يې ليکي. په دې کالم کې د جامو، سينګار، ډول او نورو په اړه مالومات خپرېږي. په دې ډول کالم کې شعر او طنز  زيات استعمالېږي؛ ځکه د شعر او طنز له لارې ليکوال کولای شي پر لوستونکو اغېز وکړي.

ج- د مشاهدې( کتني) له نظره د کالم ډولونه:
 مشاهداتي کالم ګڼ شمېر مينه وال لري، د زياتو خلکو د خوښي وړ دی، چې ډولونه يې په لاندې ډول دي:

يونليک يا سيلاني کالم:
په دې کالم کې د کوم سفر، بوختيا يا پېښي بيانېږي. بهرني، کورني او ان د ښار دننه سفر باندې هم کالم ليکل کېږي. ځينې مهال کوم سيمينار، مذاکرې او ورکشاپ ته هم په دې کالم کې ځای ور کول کېږي. لکه د موضوع د پراخوالي له امله تر څو ورځو پورې په يوه پېښه يا سفر کالم ليکل کېږي.

ښاري کالم:
کالم ليکوال په دې کالم کې د ښار د بېلابېلو مسايلو او پېښو اړوند خپله مشاهده وړاندې کوي. دا په ادبي، ټولنيزو، کلتوري، سياسي او نورو چارو ليکل کېږي. کالم ليکوال د يوه رپورټر په څېر د ښار په بېلابېلو برخو کې ګرځي، له خپلو تاثراتو سره د بېلابېلو پېښو تصوير وړاندې کوي. ځينې مهال کالم ليکوال په معياري موضوعاتو هم ليکل کوي او په دې ډول د لوستونکو د خوښې د پاللو کوښښ کوي.

د کالم مخينه او تاريخ
په نړۍ کې په اوسنۍ بڼه کالم له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته پيل شوی دی. هغه مهال خپروونکو او ايډيټرانو دا احساس کړه چې ، له جګړې وروسته چاپېريال بېخي پېچلی شوی دی او د نظرياتو پر بنسټ څېړنيز ژورناليزم او شننو ته اړتيا لري، کالم تر ۱۹۲۰ کال مخکې موجود وو،خو په ټوليزه توګه يې موضوعات له طنز او خندوونکو مسايلو، ادبياتو او نورو سيمه ييزو  موضوعاتو سره تړلي ول او لامل يې هم دا و چې تر لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې ورځپاڼې او اخبارونه ټول د سياسي ګوندونو له لورې کنټرولېدل.

د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۵۱ مېلادي کې د جنوري په ۱۲مه نېټه مارک ليمن(Mark Lemon ) په (Punch or the London Charivari )ورځپاڼه کې رامنځته شو، په دې ورځپاڼه کې سياسي، ټولنيز، طنز او مزاح او د ادبي کره کتنې موضوعاتو باندې کالمونه ليکل کېدل.

          د ۱۹ پېړۍ په اوږدو او د ۲۰ په لومړيو وختونو کې ايډيټرانو ته استول کېدونکې ليکونه د درواغجنو کالمونو په توګه پېژندل کېدل.

تاريخپوه سام ريلي پخپل کتاب ((امريکايي کالم ليکونکې)) کې وايي چې پخوا اکثره کالمونه د ليکونو په شکل ليکل کېدل.
د ۱۸۰۰ په وروستيو کې ځينو اخبارونو د کالمونو په بدل کې پيسې ورکولې او ددغو کالمونو اکثره ليکونکې مېرمنې وې، لکه ( فني فيرن ) چې په باقاعده توګه به په نيويارک ليګر ورځپاڼه کې راڅرګندېده او يا هم(  مېري کليمر امېز ) ، چې د ((له واشينګټن څخه د يوې ښځې ليک)) کالم يې نيويارک اينډ‌يپينډنټ ورځپاڼه کې له ۱۸۶۶ تر ۱۸۸۴ مېلادي کال پورې خپرېده.
            په ۱۹۳۰ کال کې نظرياتي کالم شهرت وموند او بيا ورو ورو يې پراختيا وموندله چې اوس پر بېلا بېلو موضوعاتو باندې هره ورځ د نړۍ په اکثره ورځپاڼو او اونيزو کې خپرېږي.

پښتو ژبې ته کالمونه څه وخت راغلل؟
په پښتو کې د صحافت په عملي توګه د فخر افغان باچا خان په وخت کې پيل شوی ۱۸۹۰ مېلادي او همدا هغه وخت و، چې په اردو ژبه کې کالم ښه په جوش او خروش سره د ارتقا ګامونه اخيستل.

له دې نږدې څو کاله وروسته د هغه وخت پښتنو ليکوالو هم کوشش شروع کړ، چې په پښتو ژبه هم کالمونه وليکې. په پيل کې پښتون ، بانګ حرم ، شهباز او هېواد اخبارونو کې مسلسل کالمونه پيل شول. سره له دې، چې هغه وخت په پاکستان کې پښتو اخبارونه ډېر مقيد و او له همدې کبله ډېر ځله بند شوي هم دي، په پښتو کې لکه څنګه مو چې وويل ډېرو ليکوالو د کالم په ليکلو زور ازمايي وکړه.

             لومړی کالم غني خان د ( ګډو وډو )  په نوم په پښتون اخبار کې پيل کړ. دلته دا خبره ډېره اړينه ده، چې د لومړي کالم ليکوال په توګه د غني خان او ماسټر کريم تر منځ د نظر اختلاف موجود دی، ځکه په همدې وخت کې ماسټر کريم هم ښه او ډېر کالمونه ليکلي دي، خو اغلب نظر دادی، چې غني خان د پښتو ژبې لومړی کالم ليکونکی دی ،  ددې تر څنګ په هغه وخت کې نور مشهور کالمونه، چې پيل شو او تر ډېره يې سلسله روانه وه، د اجمل خټک، قلندر مومند، سعدالله جان برق، ايوب صابر او سلطان محمد صابر کالمونه وو.

          له دې را وروسته په نورو پښتو ورځپاڼو کې هم کالمونه پيل شو او تر ډېره لوستونکو خوښ هم کړل، پښتو وحدت ورځپاڼې هم د کالمونو لړۍ لرله، چې فېروض خان صادق (ګنګوسې) په نامه د سليم راز د( قلم) په نامه کالمونه او همداراز ، د ارواښاد اجمل خټک کالمونه په کې تر نږدې شپږ اووه کاله وړاندې پورې خپرېدل. همدا ډول د رحيم الله يوسفزي کالمونه  هم تر ډېره په دې ورځپاڼه کې خپاره  شوي دي. سره له دې، چې د کاکاجي حسين صنوبر او خان شهيد په وخت کې هم کالمونه خپرېدل، خو د اجمل خټک ، قلندر مومند او ايوب صابر کالمونه په مسلسل توګه تر ډېره وخته خپرېدل.

           په کوزه پښتونخوا کې که څه هم په سياسي حواله د نور البشر نويد کالم (ماته غوږ شه)، چې تر اوسه خپرېږي، ډېر مشهور دی، چې اوس کله کله په ويب پاڼو کې هم خپرېږي، خو ددې سره د سعدالله جان برق کالم (برېښنا) هم په ادبي حواله د ډېر اهمېت وړ کالم دی. همدا ډول د سليم راز، فيروز خان صادق، ياقوت شينواري کالمونه هم مشهور دي، چې په ادبي حواله ډېر د اهميت وړ دي. دلته په بره پښتونخوا کې هم کالم ليکوال شته او کالمونه يې په ورځپاڼو او ويب پاڼو کې خپرېږي، خو تر ډېره يې د کالم حق په دې نه دی ادا کړی، چې يا دومره عاطفي شوي، چې لوستونکي هم عاطفي کړي او يا دومره آيډيالوژيک کالم وليکي، چې ډېر لوستونکې يې د هم هغه فکري او آيډيالوژيکې خلاف نظر له کبله هېڅ نه لولي.

دپښتو ژبې مشهور کالم ليکونکي
            که څه هم په پښتو ژبه کې چاپي خپرونې ډېرې نشته او که وي هم په هغو کې د کالم برخه کمزورې ده ،خو په انلاين يا پر ليکه رسنيو کې دا مهال ډېر کالمونه ليکل کېږي. دغه کالمونه د موضوعاتو له مخې متفاوت دي د بېلګې په ډول يو شمېر ليکوالان يې يوازې پر سياسي ورځني موضوعاتو او تودو مسايلو باندې ليکي، ځينې د سپورټ او لوبو په اړه ليکې، ځينې يې پر ادبياتو او ټولنيزو مسايلو او ځينې نور يې پر مذهبي موضوعاتو باندې ليکي. دغه کالمونه هره ورځ نه خو په څو ورځو کې ليکل کېږي او د بېلګې په ډول په تاند، خبريال، روهي او ځينو نورو ويبپاڼو کې خپرېږي ، چې هره برخه يې بېل بېل لوستونکې لري .

             لکه وړاندې چې مې وويل کالمونه  له ښه مرغه اوس په هره برخه کې زيات ليکوالان لري همدا ډول دهرې برخې لوستونکې يې هم ډېر دي او دخپلې شخصي تجربې په اساس ويلای شم چې زياتره لوستونکې يې ځوانان او محصلين دي او د محصلينو په علمي لوړتيا يې ښه اغېزه درلودلې.

         د پښتو ژبې اوسني کالم ليکونکې زيات دي خو هغه کسان چې په دغه ډګر کې پېژندل شوي  او په چاپي او انلاين خپرونو کې يې زيات کالمونه خپاره شوي او لا خپرېږي په لاندې ډول دي

          اسدالله غضنفر، ايمل پسرلی، نجيب منلی ، اجمل پسرلی،اجمل خټک، احمدفرزان،  شهرت ننګيال، عصمت قانع، زبير شفيقي، ليلاخرم، صديق الله بدر، نذير احــــمد ســـــــــهار، عبدالاحمد محمديار، همېم جلالزی، مطېع الله عابد، نورالبشرنويد، سعدالدين شپون، اجمل ښکلی، عبدالغفور لېوال، مجيدالله قرار، طائر ځلاند، محب زغم، نورالباري مل، سليم راز، فيروز خان صادق، ياقوت شينواری، ګل رحمان رحماني، سعيد زابلی، اجمل اند، سيدشاه سقيم، ارشاد رغاند، عنايت الله کاکړ، سيدرحمن فقيرزی، سعيد شينواری، اجمل تورمان او ځينې نور راځي.

- نجم الله جلالزی
بېرته شاته