(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور کې د ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین یاد غونډه جوړه شوه

[15.Apr.2007 - 10:15] د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له اړخه په پېښور پریس کلب کې په 13.04.2007 نېټه د جمعی په ورځ د مازيګر په څلورو بجو د هيواد د ملی ، منلی سړيتوب ( شخصیت ) شاعر ، لیکوال ، ژورنالست ، څیړونکی او ساپوه ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلين پرتمينه غونډه او مشاعره جوړه شوه. غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پرانستل شوه . د سټيج چاری ښاغلی ډاکتر عالم يوسفزی اوښاغلی حميد الرحمن « نادان » سرته رسولی . د غونډی مشر ميلمه د ( ANP)مرکزی مشر ښاغلی خان محمد افضل خان ( خان لالا) ؤ د کوربه په کرسۍ د پښتو عالمی کانګرس چيرمین پرفیسر ښاغلی جهانزيب نياز ناست . ښاغلی ډاکتر محمد اعظم اعظم ، ښاغلی ايوب صابر ، ميرمن معراج همايون ، ښاغلی ډاکتر شيرزمان طائزی اوښاغلی بصير بیدار ستوری خصوصی ميلمانه ؤ. د غونډی په پیل کې د اريانا پوهنتون مرستيال پروفسر انور ظفری د ارواښاد ستوری په شخصی ، سیاسی او ادبی ژوند او هلو ځلو پوره رڼا واچوله او د هغه وخت يو څو خاطری هم ګډون والو سره شريکی کړی کومی چې هغه د ارواښاد ستوری سره په جرمنی کې تیری کړی وی همداراز ایډوکيټ ښاغلی قيصر خان ، پروفسر ډاکتر شاجهان سید ، ښاغلی معظم خان معظم ، ښاغلی ډاکتر شیرزمان طائزی ، د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ صوبائی صدر ښاغلی مختار يوسفزی ، پروفیسر جهانزيب نياز او دپښتون قامی وحدت لارښودښاغلی محمد افضل خان ( خان لالا) د ارواښاد ستوری په ژوند ، مبارزه او سړيتوب ( شخصيت ) هر اړخيزه رڼا واچواله او مقالی ئې ولوستلی . د ويناګانو په منځ منځ کې ښاغلی ارشد شاهکار، ښاغلی عرفان اله کوټوال،ښاغلی شبیر درانی، ښاغلی عبدالرحمن لوګی کاکا خيل ، ښاغلی شهاب الدین خټک ، خپل شعرونه حاضرينو ته واورول ورپسی د پښتو ستر ليکوال او شاعر ارواښاد ډاکتر صاحب شاه « صابر » روح ته په ګډه سره دوعا وشوه . او د پښتو عالمی کانګرس له خو د پښتو ژبی او ادب ته د نه هيریدونکو خدمتنو په اعتراف کې پروفیسر جهانزیب نياز ته د « ستوری ايوارډ » ورکړل شو چې همداراز د دانش خپروندويه ټولنی مشر ښاغلی اسدالله دانش ساپی ته د « ستوری ايوارډ » او د وحدت ورځپاڼی جائنټ ايډيټر ښاغلی پیر رحمدل شاه همدارد ته « ستوری ايوارډ » ورکړل شو. د ارواښاد ستوری د لومړی تلين په ياد دانش خپرندويه ټولنی دری کتابونه چاپ کړی ؤ په همدی ورځ د وحدت ورځپاڼی ، خبرونه ورځپاڼی ، او پاکستان ورځپاڼی خپلی خپلی خصوصی ( ځانګړی ) ګڼی نشر کړی وی . د غونډی دوهمه برخه د مشاعری برخه وه چې ګن شمير شاعرانو په کې برخه واخسته ، د سټیج چاری ښاغلی حميد الرحمن نادان تر سره کولی ، ښاغلی ودود اشنغری ، ښاغلی خيال اکبر اپریدی ، ميرمن شګفته ، ښاغلی ګل محمد مسرور اوښاغلی نصير ستوری خصوصی میلمانه او پروفیسر جهانز نياز کوربه و د شاعرانو او ليکوالانو سره سره ښاغلی پیر رحمدل شاه ، ښاغلی ارباب دوست محمد خان خليل ، ښاغلی سراج عارف اسد خان ، ښاغلی فریدون خان ، ښاغلی میا فاروق « فرق »، ښاغلی ډاکتر فضل دین خټک ، ښاغلی هشمت لودهی ، ښاغلی نثار خان ، ښاغلی لایق ذاده لایق، ښاغلی ډاکتر سیدعالم محسود ، او نورو ګن شمير ، پوهانو ، شاعرانو او ژورنالستانو ګډون کړی و . غونډه او مشاره د شپی په نهو بجو پای ته ورسيده.
-
بېرته شاته