(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پراګ قلعه، شنې سترګې

[21.Feb.2017 - 22:09]

د پراګ قلعه، شنې سترګې او مورنۍ ژبه! 

لیک: شاهین بونېری
تیر کال چې سپرلې ښه په جوبن کې وو ، د پراګ لارې کوڅې د رنګارنګ ګلونو په خوشبویو معطره وو او د والټاوا دریاب په غاړه ډلې ډلې خلک چې زیات تر په کې د هلکانو او جینکو ټولي وو ـــ ناست وو چا د فطرت ښایستونه ستایل او چا د یو بل په سترګو کې د مینې نوي جهانونه لټول.

زه د ښایستونو په دغه خمار کې د پراګ د باچایانو د لوې قلعه ؛پراګ کیسل؛ ته په مزل اوم. په لاره راسره یوه چیک جینۍ ملګرې شوه. د خیر پخیر نه وروستو يي راته اویل چې په چارلس پوهنتون کې د اورپايي تاریخ ذده کړې کوي.

ما هم ځان وروپیژنده ، نه پوهیږم چې د موسم خمار وو او که زما په یوازیوالي يي زړه خوږ شو خو په تاریخ ، ادب او افغانستان پاکستان کې په روانو سیاسي حالاتو مو خبرې پیل کړې او چې په ځان پوهیدو نو د پراګ د قلعه په ویخ کې د انګورو د بوټو په مینځ کې یو ښایسته کیفۍ ته رسیدلي وو.

ما ویل تاسو خو ټول لس ملینه خلک يۍ ـــ هغه هم د اروپا په زړه کې اوسۍ او ګیرچاپیره درنه د جرمني ، اسټریا او روسیې په شان لوي لوي طاقتونه دي. دا څنګه اوشو چې تاسو وخت په وخت ددغه لویو طاقتونو د واک لاندې پاتې شوۍ بیا مو هم خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ ساتلې ده؟ د سرکار ژبه ده، د کار ژبه ده، د اقتصاد ژبه ده او د ابلاغ ژبه ده؟

د هغې په سپین مخ شنې سترګې نورې هم اوځلیدې ــ لکه چې په خپل قام، ژبه او تاریخ يي ډیر ویاړ احساس کړي وي. ویل يي دې پوښتنې ته به د تاریخ په هینداره کې اوګورو. هغې ډیر په قرار د کافي نه وړومبې ګوټ اوکړو ، ماته يي په سترګو کې سترګې راواچولې ویل يي ګوره مونږ دا خپله ژبه ډیره په شواخوان ژوندۍ ساتلې ده. په کال ۱۶۲۰ م کې د سپین غره د جګړې نه وروستو په مونږ د هیبسبرګ باچا زورور شو او زمونږ د کلتور او ژبې پرځآي يي هر څه جرمن ژبې ته اړول پیل کړه. یوازې دا نه چې هغوي زمونږ ژبه له مینځه وړل غوښتل بلکه د مذهب په نوم يي هم په خلکو ظلم زور کولو. او بیا په راروانو دوو پیړیو کې داسې اوشو چې زمونږ مورنۍ ژبه د ریاستي نظام، ادب اوپوهنځو نه ورکه شوه.  په چیک ژبه کې لیکل شوي کتابونه اوسوزل شو. او بیا داسې اوشو چې زمونږ ژبه یوازې په کلو بانډو کې د کرونده ګرو پورې محدود پاتې شوه.

ما د کیفۍ د کړکۍ نه وړومبې د پراګ د باچایانو لوې قلعه ته او بیا د هغې په سترګو کې د تاریخ د جبر پر ضد د هغې د اولس د مبارزې نه راولاړ شوي باور ته اوکتل ـــ دا جینۍ چې عمر يي د ۲۲ کالو نه ډیر نه وو د خپل تاریخ او کلتور نه دومره خبر وه لکه څومره چې د نوي دور د ساینسي ، سیاسي او اقتصادي حالاتو نه.

ما ویل دا خو ډیر لوې تاوان وو خو بیا په دومره خرابو حالاتو کې مو ژبه ژوندۍ څنګه کړه؟

ویل يي داسې اوشو چې یو خو په کلیو بانډو کې خلکو خپل متلونه، اولسي سندرې او لرغوني توري راټول کړل ، خوندي يي کړل او خپلو بچو ته يي وریاد کړل ، بل دا چې بیا زمونږ ځني لیکوالانو دغه متلونه ، قیصۍ او سندرې اولیکلې . په کال ۱۸۰۹ م کې د یوزیف ډوبرویسکي په نوم یو لیکوال د چیک ژبې ګرامر اولیکلو، د کال ۱۸۳۴ م او کال ۱۸۳۹ م په مینځ کې یو بل ژبپوهه یوزیف ينګمین په پینځو جلدونو کې د چیک او جرمن ژبې ډکشنري اولیکله، او ځني ساینسي توري او اصطلاحات يي جوړ کړل چې بیا وړاندې يي ساینسي څیړنې ته لار هواره کړه. دغه شان څه موده وړاندې د فن او هنر په میدان کې تحریکونه پیل شو او چیک ژبه چې په کلیو کې راژوندې شوې وه رورو ښارونو ته راوغزیده او یو ځل بیا ژوندۍ شوه. نن دا په ټول هیواد کې ویل کیږي، لیکل کیږي او هره ورځ د نړۍ د مهمو کتابونه ترجمې په کې کیږي. نن دا د فلم او تهیټر ژبه ده، د سکول د نصاب ژبه ده او د اقتصاد ژبه ده.
مخکې ددې نه چا ما بله پوښتنه کړې وی هغه رامخکې شوه ویل يي تاسو څومره خلک يۍ؟
ما ویل مودې اوشوې زمونږ خو چا سرشمیرنه نه ده کړې خو د اندازې تر مخه په ټوله نړۍ کې اویا ملینه خلک خو به یو.
ویل يي اویا ملینه خلک خو ډیر زیات دي ستاسو ژبه خو به ډیره پرمخ تللي وي. ما ویل بخښنه غواړم خو زمونږ ډیر خلک په خپله ژبه لیک لوست نه شي کولې ، او زمونږ د بره طبقې خلکو ته پرې ځان بد ښکاري.

ویل يي وطن مو شته ما ویل هو خو خپل واک نه لرو.

هغه چې لکه زما دې خبرو د خپل تاریخ په تیرو وختونو کې ورکه کړې وه، د یوې اوږدې خاموشۍ نه وروستو يي اوویل ــ یو خبره درته اوکړم؟

ما ویل څه خبره؟ ویل يي د واک خبره. ما ویل اوکړه خو مونږ خو د مورنیو ژبو خبره کوله. ویل يي او خو بغیر د ژبې ژوندۍ کولو تاسو خپل واک نه شۍ ترلاسه کولې.

نن یو کال وروستو چې په خپل وطن کې په لکهونو بیکوره شوي خلکو ته ګورم، په بمي چاودنو کې د وژل شوي پښتنو مړي شمارم، د نصاب په کتابونو کې د نورو قامونو د اتلانو قیصې ګورم نو د مورنۍ ژبې او واک ترمینځ د اړیکې په اړه ددغه چیکۍ جینۍ خبره رایاده شي. خو پوهیږم نه چې تاسو ته يي څنګه روښانه کړم؟

- شاهین بونېری
بېرته شاته