(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسلطانپور بڼ او چینې

[01.Mar.2017 - 12:53]

دننګرهار دسلطانپور بڼ او چینې

لیک: ډاکټر لطیف یاد 

سلطا نپور د ننګر هار ولايت د سره رود ر دولسوالۍ چې سرخرود يې هم بو لي مرکز دی چې د جلال اباد د ښار په لو يد يز اته کيلو مترۍ کې پروت دی٠
د سره رود ولسوالي يوه شنه او ښيرازه سيمه ده چې د کر نې زر خيزه ځمکې لري او ښه شنه فصلونه او با غو نه لري او د کرنې حا صلات يې غنم، جوار، ګني او شو لې دي٠ 
سره رود په خپله غيږ کې ډير پو هان او نا متو شخصيتو نه روزلي دي چې کو لای شو د ارواښاد دکتور عبد الر حمن پژواک چې د افغا نستان يو وتلی ديپلو مات او ښه ليکو ال او شا عرو، اروا ښاد بر کت الله کمين او استاد عبد الله خد متګار بختاني نو مو نه وا خلو چې هر يوه د پښتو اادب په ډګر کې د ستا ينې وړ خد متو نه کړي دي٠
دسلطانپور دنوم نه په ډیرو زړو او پخوانیو تاریخونو کې یادونه شوې ده چې په دغو تاریخونو کې دحدودالعالم الی المشرق والمغرب ، دګردیزي په زین الا خبار ، په تاریخ بیهقي، شاه جهان نامه، عا لمګير نا مه ، فتو حات عا لمګيري او دعلامه ابوریحان البیرونی دکتاب الهند نومونه اخیستلی شو.
په سلطا نپور کې چې د سره رود مر کز ګڼل کيږي يو لر غو نی بڼ شته چې په دغه بڼ کې ډول ډول ونې لکه پيپل، سر وې ،نا جو ګان او نا رنجان ولاړ دي، سر بيره پر دې هلته يوه چينه هم شته چې د لمبلو له پاره پکې ځا نګړی بندو بست شو ی دی٠ ويل کيږي چې ددې بڼ ا هميت هغه و خت لا زيات شو چې سر ا ج الملة و الدين امير شهيد امير حبيب الله خان دغه بڼ ته ځا نګړې پا ملرنه وکړه٠ ده دغه بڼ د جلال اباد دنورو بڼو ڼو په څير په زينتي بو ټو او ګلانو ښا يسته کړ، چار چا پيره يې ور نه ديو الو نه تاو کړل او د چينې په سا حه کې يې د غسل او لمبلو له پاره مخصوص او ځا نګړي ځا يو نه جوړ کړل٠ ددغې چينې اوبه ډيرې رڼې او صا فې دي٠ چينې ته څير مه د خا ورو يوه غو نډۍ هم مو جو ده ده چې مخر وطې بڼه لري او که چيرې څوک ددغې خا ورينې مصنو عي غو نډۍ پر سر و خيژي نو د سلطا نپور او د هغه د شا او خو ا نږ دې کليو ښه ننداره کو لای شي٠
داسي رو ا يتونه هم شته چې د سکها نو د مذ هب بنسټ ا يښو دونکي او لو مړ نی لا رښود ګورو نا نک ديو(١٤٦٩- ١٥٣٨ ميلادي) چې په افغا نا نو کې د با با نانک په نا مه سره شهرت لري د خپل څلورم سفر په تر څ کې چې د افغا نستان له لا رې يې مکې مکر مې ته کاوه نو لو مړی جلال اباد ته راغی او له هغه ځا يه سلطانپور ته راغی او داسي ويل کيږي چې نو مو ړي د سلطا نپور په چينه کې لمبلي هم دي٠ دا هغه زما نه وه چې پر هند با ندې پښتون واکمن سلطان ابر ا هيم لودي پا چا هي کو له٠
سلطانپور او د بيسا ک( ويسا ک )دودیزه او تا ريخي میله :
بيساک هغه ميله ده چې ز موږ سکهان هيوادوال يې هر کال د اپرېل د ميا شتې په ديا ر لسمه نيټه چې دوري(حمل) د ٢٣ نيټې سر ه سمو ن خوري لما نځي٠ دا ځکه په همدې ورځ با ندې په کال ١٦٩٩ ميلادي کې د سکهانو لسم مذ هبي لار ښود ګورو ګو بيند سنګ د خا لصه( د سکهانو دورو ر ولۍ) بنسټ کيښود٠ څر نګه چې دغه ميله د بيسا ک په ميا شت کې لما نځله کيږي نو ځکه د بيسا ک په نا مه يا ديږي٠ له بلې خوا دغه ورځ د هند په پنجاب کې د نوي کال ورځ ده٠ په دې ورځ سکهان خپل مذ هبي عبا دتځای ته چې ګورو دواره يې بو لي ځي او مذ هبي سندرو يا کر تانز ته غو ږ نيسي او د خپل مذ هبي کتاب ګورو ګر نت ته چې په ګور مو کهي ليکدود( رسم الخط) ليکل شوی دی د درنا وي سر ونه ټيټوي٠ تر د غو مر اسمو ورو سته په ر اغلو خلکو د سو جې اوړو نه پخې شوې خوږې حلوا ګا نې ويشل کيږي او همد ا راز خلکو ته د لنګر له خوا په وړيا تو ګه غر منۍ ور کول کيږي٠
په دغه ورځ سکهان نوې جا مې جوړوي او دغه ورځ په ډيره خو شا لۍ او دبنګړا په نڅا وو سره لما نځي٠
په سلطا نپور کې د ويساک ميله ډيره لر غونې وه او تقر يبا د څو سوو کلو نو را په ديخوا دغه ميله په ډيرو شا ندارو مر اسمو سره لما نځل کيد له٠ ويل کيږي چې دغې ميلې هغه وخت ښه رونق و مو ند چې امير شهيد حبيب الله خان د سلطا نپور بڼ په ښکلي او ښا يسته بڼه جوړ کړ٠ تر امير حبيب الله خان ورو سته د افغا نستان د خپلو اکۍ د ستر اتل غازي امان الله خان دواکمنۍ په زمانه کې د بيساک ميلې ښه رو نق در لود٠داعليحضرت محمد نادر شاه او تر هغه ورو سته د اعليحضرت محمد ظا هر شاه په دوره کې ددغې ميلې رو نق مخ پر زيا تيدو شو چې ان دو لتي لوړ پوړي چا رو اکي به هم په دغو ميلو کې ګډون کاوه٠ دمحمد د اؤد د جمهو ريت په دوره کې دغه ميله ښه په جم او جو ش سره روانه وه٠ د شهيد د اؤد خان ورو سته دغه ميله تر دوو نورو کلو نو پورې و لما نځل شوه ، خو ورو سته دا منيتي ستو نزو له کبله دغه ميله يوازې په جلال ابادکې د سکهانو په ګو رودوا ره کې لما نځل کيد له.
هغه وخت چې دغه تا ريخي ميله په سلطا نپور کې لما نځل کيدله زموږ د ځا يي هندوانو او سکهانو هيوا دوالو چې د ننګر هار،لغمان،غزني، کندز، پروان، پکتيا، خو ست، کند هار او هيلمند نه ور تلل، دپښتو نخوا ،هند، پا کستان اواير ان سکهانو هم په دغه ميله کې د ګډون له پاره سلطا نپور ته تلل او په دغه ميله کې به يې ګډون کاوه٠
دمبلي ګډون کوونکو ته به د بيساک د ميلې د مرا سمو نه يوه اونۍ د مخه د سلطا نپو ر په بڼ کې خيمې دريدلې او امنيت به يې د ګورو دو ا ر ې د رضا کارې ډلې او هم د سره رود ولسو الۍ د پو ليسو له خوا نيول کيده٠
د ويساک دميلې مر ا سم د جلال اباد د ښار د سکها نو د ګو رو دوارې نه په دا سې حال کې د ګهيځ له خوا پيل کيدل چې په يوه ځا نګړي مو ټر کې به د سکها نو مذهبي کتاب يعني ګورو ګر انت صا حب ايښودل شوی و او د نا نک سر ودونه به ويل کيدل٠ يو شمير تنکي ځو انان چې ښا يسته جا مې به يې په تن وي ددغه مو ټر شا ته په بل مو ټر کې ناست وو او ددې مو ټر تر شا به نور په زرګو نو مو ټر ونه روان وو او د سلطا نپو ر خو اته به رهي شول٠ د واټ په دواړو غاړو به ګڼ شمير نندار چيا نود دوی ننداره کو له٠ د لارې په اوږدو کې به ټينګ امنيتي تد ابير نيول شوي وو٠ کله به چې ددغې ميلې ګډون کوونکي سلطا نپور ته ور سيدل د سره رود د و لسوال او ځايي چا ر واکو له خوا به ورته هر کلی ويل کيده٠ د ميلي د مر اسمو په پيل کې به د ننګر هار والي، د امنيې قو ماندان، دسره رود ولسوال او نورو دو لتي جګپوړو چار واکو ګډون کاوه٠ سر بيره پر دې به د سره رود قو مي مشرانو په دغه ميله کې بر خه اخيستله او زموږ هند ونو او سکها نو هيود والو ته يې ددغه اختر مبا ر کي ور کوله٠
د ميلي په تر څ کې به ټو لو خلکو ته چې په ميله کې به يې ګډون کاوه د لنګر له خوا دوړيا ډوډۍ بندوبست شوی و٠ د سلطا نپور د بيساک د ميلې په تر څ کې به بڼ دننه ښکلي دو کا نونه په با رو نقه تو ګه جوړ شوي وو چې په دغو دو کا نو نو کې به ډول ډول ټو کران، بنګړي او دښا يست او سينګار وسايل خر څيدل٠ په بله خوا کې به خواږه ميټا يان،جلبۍ،ګلاب جا من، رسکو لا،لډواو ليوړۍ پخيدلې. د همدې ميلې په تر څ کې به دسکهانو ډيرو کو رنيو ځو انا نو او پيغلو ودونه کول او دويساک د ميلې نه به يې خو ندونه ا خيستل٠
په سلطانپور کې ميشته او سيدونکي هند وان او سکهان او مسلمانانو به خپلو هندو انو او سکهانو هيوادوالوته مبا رکۍ ور کولې٠ دغه ميله چې يوه اونۍ يا لس ور ځې به يې دوام کاوه په ر ښتيا هم يوه مشهوره او تا ريخي ميله وه٠
له بده مر غه اوس په تيرو دريو لسيزو کې دغه ميله د امنيتي ستو نزو له کبله په سلطا نپور کې نه لما نځله کيږي او يوازې د بيسا ک ميله د جلال اباد ښار د سکهانو په ګورو دواره کې لما نځله کيږي٠

- ډاکټر لطیف یاد
بېرته شاته