(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرکزي که فدرالي نظام

[07.Mar.2017 - 12:15]

مرکزي که فدرالي نظام
لیک:ډاکټر فيض محمد ځلاند
هیوادونه د خپلو ملي ګټو، ملي سیاست او ولسي غوښتنو پر اساس د خپلو نظامونو ډول ټاکي. په نړۍ کې هیڅ داسې نظام نشته چې په مطلقه توګه د انسانانو ټولې اړتیاوي پوره کړي، یا ملتونو ته د ځآن بساینې، پرمختګ او سوکالۍ اساسي توکې برابر کړي. موږ په یویشتمه پیړۍ کې، په نړۍ کې د ګڼو نظامونو شاهدان یو ـ چین چې د نړۍ پرمختللی هیواد او په ځان بسیا ملت لري، د کمونیستي نظام لرونکی دی. سعودي عربستان چې مطلق مسلمانان دي، د ال سعود د کورنۍ له لوري اداره کیږي، چې مطلقه شاهي نظام لري. امریکا چې د نړۍ ځبر ځواک هیواد دی، د ولسواک نظام لرونکی دی.

سره له دې چې د نظامونو ډولونه د هیوادونو له پرمختګ او د ولسونو له هوساینې سره نیغ په نیغه اړیکه نه لري، خو بیا هم د نظامونو ډولونه او د ولس د ارادې تمثیل، د ولسي حاکمیت د رامنځته کیدو تومنه او د ملي مشارکت یا ګډون په څیر مسایل دي چې د نظامونو ترمنځ اساسي توپیرونه رامنځته کوي. ملتونه د همدې سترو ارزښتونو پر اساس کوښښ کوي چې داسې نظام ته لار هواره کړي چې ددوی ملي ګټي، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت په ښه توګه خوندي شي. د شلمې پیړۍ په پای کې د ولسواکو نظامونو زیاتوالی د همدې دلیل له مخې بللی کیږي چې ولسونه تر ډیره کوښښ کوي چې ملي اراده او ولسي ګډون په دولتي دندو کې باید زیات شي، ولس باید په ټولو سیاسي پروسو کې ګډون ولري او د ولس د خوښې او نبض سره سم باید دولتونه خپلې چارې په مخ بوځي، په هر ستر او واړه تصمیم کې باید ولس ګډون ولري، نو ځکه د ولسواکو نظامونو ملاتړي ورځ تر بلې زیاتیدونکي دي. په ولسي نظامونو کې د مرکزي او غیري مرکزي بحث یا د فدرالي او مرکزي بحث حتمي دی.

تامس جفرسن چې د امریکا د اساسي قانون او ملي حاکمیت د بنسټ ایښودونکو څخه دی د ولسواک نظام د پاره د غیر مرکزي ادارې شتون لازمي او حتمي ګڼي. چرچل هم د انګستان د پرمختګ او ولسي بساینې اساس د غیر مرکزي نظام سره تړلی ګآنه، ګاندي هندوستان ته د غیر مرکزي ادارې شتون د اقتصادي پرمختګ او په ځان بسیا هندوستان بنسټ ګاڼه، د همدې ارزښتونو له مخي تر ډیره کوښښ کیږي چې په يادو شویو هیوادونو کې د غیر مرکزي فدرالي نظام ستنې غښتلي شي.

خو ددې هیوادونو فدرالي جوړښتونه، ولسي ګډون او په لویه کې د ولسواکۍ پیاوړتیا د پیړيو اصلاحاتو، سیاسي بدلونونو او سترو ستراتیژیو پایله ګڼلی شو، په نړۍ کې هیڅ هیواد له پیله د ولسواکۍ یا کوم بل نظام د خپلولو پریکړه نه ده کړي، په افغانستان کې د ولسواک نظام شاوخوا دولس کاله پوره کیږي، په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان اوسنی اساسي قانون د لويي جرګې له لوري په رسمي توګه ومنل شو، سره له دې چې افغانان د ولسواکو جوړښتونو مخینه لري، د جرګي شتون، په کلتوري لحاظ د ولسي ګډون بحثونه له پخوا څخه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې ثبت دي، خو بیا هم د خلکو په رایه د ولسمشر ټاکل، د کابیني رامنځته کیدل، د مشرانو، ولسي جرګې ټاکنې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هغه څه دي چې په افغانستان کې ولس ته نوي او د تجربي وړ ښکاري، په داسې حالت کې چې افغانستان لا هم په جګړه کې ښکیل دی، د جګړې لورې په قومي، ژبنیو او حتي مذهبي پاړکو ویشلی کیږي، د نړۍ ستر استخباراتي شرکتونه د افغانانو په کور، کلي، کهول کې پراخي ریښې غځولي دي، په دې حالاتو کې د سیاسي مشارکت، د ولسواکۍ د بنسټونو د پیاوړي کیدو، د سیاسي اصلاحاتو د رامنځته کیدو سخته اړتیا لیدلی کیږي. زموږ سیاسیون ددې پر ځای چې د ولسواکۍ د بنسټونو د پیاوړي کیدا بحث ته لار هواره کړي، په لوی لاس د ملي ویش، د واک او سیاسي اقتدار د ویشلو او د انارشۍ د پیاوړي کیدو بحثونه کوي.

د فدرالي افغانستان د رامنځته کیدو تجربه کیدی شي افغانستان د ویتنام، د کوریا، سومالیا، حتی د المان ترخې تجربې تکرار کړي. په کوریا کې سره له دې چې سل سلنه د یوتوکم، یوې ژبې ، یو مور او پلار اولاده په خاوره او تاریخ ګډ و، د فدرالي جوړښتونو، د کاواکه ولسواک نظام او جګړې په پایله کې د نړیوال استخباراتي جال په لومه کې راښکیل او تقسیم شول، ایا افغانستان چې له بیلو توکمونو، ژبو، کلتورونو او حتی مذاهبو څخه جوړ ملت دی، د ویشلو چاره به یې سخته یا ناممکنه وي؟

د فدرالي جوړښتونو تر ټولو سخت ګذار په ملي یووالي یا د ملي یووالي په روحیه وي. په دې مانا چې فدرالي جوړښتونو د هیواد دننه د جلا، جلا کور کیو جوړیدو ته زمینه برابروي، چیرته چې جګړه حاکمه وي، زور زیاتی وي، تاوتریخوالی په کلتور بدل شوي وي، هلته فدرالي جوړښتونه ملي بنسټونه نړوي.

 دویم لوی تاوان یې د اکثریتي استبداد رامنځته کیدل ګڼلی کیږي، په دې مانا چې په فدرالي جوړښتونو کې په سیمو، ولایتونو کې د اکثریت حاکمیت ته لار هواریږي، اقلیتونه له پامه غورځولی کیږي او د بشري ناورین د رامنځته کیدو دلیل ګرځیدلی شي. ددې ترڅنګ فساد ته لار هواروي، ځکه کله چې اکثریتي استبداد رامنځته شي، د اقلیتونو شته او ګټې په خطر کې لویږي او په دې توګه د اداري، اخلاقي او اقتصادي فساد بیلګي په کې ډیریږي.

دریم ډیر ستر تاوان چې د فدرالي جوړښتونو تر سترګو کیږي هغه د بډای او نادار ترمنځ واټن دی، په فدرالي جوړښتونو کې د سیمو ترمنځ اقتصادي توپیر ته لاره هواریږي. کوم ولایتونه چې ستر ګمرکي عواید ولري، پیاوړي کسان او د عوایدو د رامنځته کیدو د پاره زیرمې او شته ولري، له هغو سیمو سره چې د ګمرکي عوایدو کچه یې ټیټه وي، د طبعیي زیرمو، کانونو څخه بې برخه وي، په اقتصادي لحاظ یې واټن ډیریږي، چې دا په ملي کچه د یو هیواد د ملت ترمنځ د اقتصادي واټن د زیاتوالي او د ملي یووالي د ویشلو دلیل ګڼلی کیږي.

د پورته دلایلو پر اساس ګڼ هیوادونه کوښښ کوي چې د فدرالي جوړښتونو د رامنځته کیدو څخه د مخه د اداري چارو، سیاسي کړنو او اقتصادي فعالیتونو او ظرفیتونو د رامنځته کیدو د پاره کار وکړي. غیري مرکزي اداري جوړښتونه کولای شي د سیمو په کچه د ظرفیتونو د لوړیدو دلیل شي، دا رنګه د سیمي په کچه د ولایتي، ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د سیاسي غیري مرکزي د پیاوړي کیدو، د مشارکت د لوړیدو او د مشروعیت د زیاتیدو سره مرسته کوي. دارنګه د بودیجوي پلانونو د غیري مرکزي کیدو سره د اقتصادي زیبینا او بیخبینا و د جوړېدو او په ځان بساینې سره مرسته کوي.

افغان ولس، سیاسیونو او حکومت ته په کار دي چې په پیل کې د ولسي ګډون، سیاسي پوهي، ملي یووالي روحيي او د ولسواکۍ د بنسټونو د غښتلي کیدو فکر وکړي، داسې لارې چارې پیدا کړي چې جګړه ختمه او سوله حتمي شي. ملي یووالی وساتلی شي، د ولس لومړیتوبونه په نظر کې ونیولی شي او له هغه وروسته د نظام د بدلون او فدرالي جوړښتونو د رامنځته کیدو د پاره فکر وکړي. ما ته ښکاري افغان سوله، افغان پرمختګ او ځان بساینه به لسیزي ونیسي تر څو موږ ددې جوګه شو چې ګډ ژوند د یو فدرالي نظام په اډانه کې ترسره کړو.
یا رب توفیق

- ډاکټر ځلاند
 بېرته شاته