(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پام ته دې پکر ده ؟

[07.Mar.2017 - 12:47]

پام ته دې پکر ده ؟

لیک: محمد تنها

د لمړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې عثماني خلافت له آلمانانو، اُترشیانو او مجاریانو سره خپل اتحاد اعلان کړ، د استانبول اعظم مفتي د آلمانانو په ګټه مسلمانان د روسیې، فرانسې او برتانیې پر ضد نړیوال جهاد ته را وبلل، متحدینو د مصر، مراکش، تونس او الجزایر نږدې یو نیم ملیون مسلمانان عثماني خلافت او آلمانانو ته وفادارو تُرکی، سوري، لبناني او عراقي مسلمانانو په ضد جګړې ته ور مخته کړل، مسلمانانو له خپل حماقته په خپل مینځ کې جګړه پیل کړه او دوۍ یې کرار سیل ته کېناستل، په ۱۹۱۵ کې آلمانانو په سلګونه تاتار او عرب مسلمانان اسیران کړل، دوۍ ته یې په لمړي ځل د آلمان په خاوره د بندیانو په کمپ کې جومات جوړ کړ، آلمانانو دوۍ ته د متحدینو په خوا ولاړو مسلمانانو په خلاف د جهاد تبلیغ پیل کړ، دوۍ یې دېته راضی کړل چې له دې وروسته د آلمانانو په ګټه د شمالي آفریقا مسلمانانو په ضد جګړه کې برخه واخلي، آلمانانو خپل دې کار ته "د جهاد تجربه" نوم ورکړ. دا تجربې بیا همداسې انګریزانو، روسانو، آمریکایانو او پکیستانیانو په مونږ پسې تکرار کړې، دا نور بوسلمانان خو ښه سول لږ یې د تېلو پیسو سر ور خلاص کړ، زمونږ اوس هم په څلورو روان دي، پکیستان اوس هم د یوې پېړۍ مخکې "د جهاد تجربه" پرې کوي، دوۍ لا په تجربو ندي ساړه سوي.

- مسلمانه بچېش ! نو چې ته لوده یې او خلک دې جنګوي په دې کې ګُناه د چا ده ؟ د خپلې لودګي پړه ولې په نورو اچوې ؟
محمد تنها

- محمد تنها
بېرته شاته