(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نهه ګامه مزل

[03.Apr.2017 - 15:49]

نهه ګامه مزل

لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند

 

مبارزه د انساني ژوند سره تړلی کوښښ، جد و جهد دی چې د سوکالۍ او پرمختگ په لورې د یون په مانا هم یادیږي. په نړۍ کې پرته له مبارزې خوشالي، سوکالي او بریالیتوب ناشونی دی. مبارزه دوامداره حرکت مخ په پورته، خوځښت مخ په وړاندې او کوښښ د خنډونو د لري کولو ته وايي. مبارزه د خنډونو، دیوالونو او گړنگونو له مخې لري کول دي.

 

د بشري ژوند ټول پرمختگونه، سوکالي او رڼايي د انساني مبارزې او کوښښ سره نښتي تکلونه دي. دا چې څنگه کولی شو پر ځای او سمه مبارزه وکړو، په لنډه توگه یې په لاندې نهو گامونو کې را نغاړو:

 

لومړی گام: پرمختگ او بدلون

د پرمختگ او بدلون د پاره لومړی گام له اوسنې خراب، ناوړه او بد حالت څخه د خفگان او ناخوښې اظهار دی، تاسو باید له بیکاره، ناوړه او بې گټې ژوند څخه نا خوښي ښکاره کړي، د خپل ژوند چې بې کیفیته او بې گټه دی د بدلون هوډ وکړئ، تاسو باید د نوې لار د ټاکلو په لټه کې شئ، پرته له دې امکان نه لري چې روښانه او سوکاله منزل ته ورسي. تاسو باید مخ په وړاندې بدلونونه تعریف کړئ او د دې بدلونونو د منلو د پاره ځان چمتو کړئ.

 

هله پرمختگ کولی شي، چې کله پرمختگ د ځان دپاره تعریف کړي، خوشالې هدف نه دی، بریالی ژوند خپله د خوشالۍ د رامنځته کیدو سبب گرځي. پوښتنه دا ده چې تاسو څنگه غواړئ ژوند کړئ؟ د دې سوال د ځوابولو د پاره ځانته هدف وټاکئ، د هدف د ترلاسه کولو دپاره ولوله، انگېزه او شوق وروزئ، د بدلونونو هیله او انرژي ځان کې را وټوکوي.

 

دویم گام: ستونزې او فرصتونه

د فرصت او ستونزې ترمنځ توپیر زموږ د سلوک او رفتار دی، هره ستونزه یو فرصت دی او هر فرصت له ځانه سره ستونزې لري. تاسو باید فرصتونه ځانته ایجاد کړئ، دا کار باید پخپله وینه، مینه، اوښکو او خولو ترسره کړئ. کله چې تاسو د غرونو هومره ستونزې تر سترگو کوئ، دا په اصل کې د غرونو هومره لوړ او ډیر فرصتونه دي، هر غر په سر لار لري، بس لږ همت او هوډ ته اړتیا لري، چې د لوړ غره څوکې ته وخیژئ، او بیرته ترې هوارۍ ته را کوز شئ. کله چې ستونزې په مخ کې وینې، هغو ته د فرصتونو په سترگه وگورئ، په دې توگه خپل خفگان په خوښۍ بدلولی شئ.

 

درېيم گام: سخت کار او لاسته راوړنې

کله چې مو ستونزې لويې په نظر درځي، تاسو اړ یاست چې خپله حوصله او هوډ له ستونزو لوړ کړئ، خپل هوډ کلک کړئ او د مخ په وړاندې ستونزو د حل په لورې په ځغرده او قوت سره حرکت وکړئ. د سترو بریالیتوبونو د ترلاسه کولو د پاره کله هم لنډه لار موجوده نه وي، له سختو گړنگونو، لوړو ژورو باید تیر شئ، تر څو لوړو ته ورسئ.

 

د کار په ترسره کولو کې کوښښ وکړئ گټورې او معقولي لارې د کار د ترسره کیدا را پیدا کړي، تاسو باید په دې پوه شئ چې د ښه شي د جوړولو دپاره ظریف او له مینې ډک کار ته اړتیا ده. هر سهار باید خپل کارونه پلان کړئ، او پلان شوي کارونه باید په منظمه توگه ترسره کړئ.

 

څلورم گام: تمرکز

کله هم چې غواړئ کوم کار ترسره کړئ، خپلې سترگې باید پرانیستي وساتئ، فکري تمرکز باید ولرئ، ځان ډاډمن کړئ چې پوه یاست په هغه څه چې تاسو یې غواړئ تر لاسه کړئ، خپل هدف په سمه توگه وپیژنئ. هیڅوک په پټو سترگو نښه نشي ویشتلی.

 

د گڼو خلکو ستونزه د توانایېو یا وړتیاوو له کمبود یا کمزورۍ څخه نه را پیدا کیږي، بلکې د فکري تمرکز له نه شتون څخه ستونزې را ولاړیږي، موږ ټول څلورویشت ساعته ورځ او اووه ورځې اوونۍ لرو، که تاسو د کارونو په ترسره کولو کې پاتې راځئ، باید د خپل فکري تمرکز د سمولو په اړه فکر وکړئ، ستاسو فکري تمرکز ستاسو د کارونو په سمه ترسره کولو کې لویه مرسته کولی شي. د سم فکري تمرکز له لارې تاسو له خپلو هلو ځلو او مبارزې هغه څه تر لاسه کولی شئ، د کومو په اړه چې تاسو خوبونه وینئ، د کومو چې تاسو غوښتنه او هیله لرئ، پرته له دې په غلطه روان یاست.

 

پنځم گام: مثبت فکر

زموږ فکري قوه زموږ د شتون په اړه پریکړه کوي، خپل فکر د ځان په اړه سم کړئ، تر څو د سمو کارونو په ترسره کولو کې بریالي شئ. تاسو هغه ډول ژوند کوئ، څنگه چې فکر کوئ، کوم څه چې تاسو نن تجربه کوئ، هغه ستاسو د فکر او سوچ پایله ده، کوم چې تاسو پرون د نن په اړه کړي دي. که غواړئ دې تریخ حقیقت ته بدلون ورکړئ، یوازنۍ لار یې د خپل فکر د بدلون لار ده. کوم وخت چې تاسو په اندیښنه، ویره او اظطراب کې تیروئ، که د هغه نیمايي هم د مثبت فکر په ترسره کولو تیر کړئ، کله به هم په ژوند کې اندیښنه ونلرئ.

 

شپږم گام: غلطي

گاندي وايي چې خپلواکي خپله مانا هغه وخت له لاسه ورکوي کله چې تاسو د غلطیو د کولو خپلواکي ونه لرئ. کله هم چې تاسو کار ترسره کوئ، له غلطۍ سره به مخ کیږئ. خو ښه خبره دا ده چې کله هم تاسو له فکر او زړه نه د کار په ترسره کولو کې کار اخلئ، ستاسو کړې غلطیانې به هم تاسو سمې لارې او هدف ته د رسیدو په لورې سموي. ژوند هغه دی، کوم چې تاسو غواړئ ویې لرئ. د پرون غلطیاني هیرې کړئ، د هغو د نه تکرار هوډ وکړئ، نن ژوند وکړئ او د سبا دپاره روښانه او ښکلي هیلې له ځان سره خوندي وساتئ. همدا ښکلی ژوند دی.

 

اووم گام: منل

د باران د وریدو په وخت کې یوازنی کار چې تاسو یې کولی شئ، هغه دا چې باران پریږدئ چې ووریږي، تاسو د ژوند د ښکلي کولو او ښه کولو د پاره نور وخت ته اړتیا نه لرئ، ژوند همدا یو ځل دی، په همدې ځل یې باید ښکلي کړئ، ژوند وکړئ او له ژونده خوند واخلئ. تاسو که هغه څه چې غواړئ نه لرئ، دا په دې مانا نه ده چې تاسو هیڅ هم نه لرئ، څه چې تاسو لرئ، هغه زښت ډیر دي، یوازې د هغو پیژندل او له هغو د خوند اخیستلو پام ته اړتیا ده. په څه چې پوهیږئ هغه ارزښتناک دي، په څه چې نه پوهیږئ هغه لا ډیر ارزښتناک دي، ځکه هغه ستاسو د پرمختگ او ودې زیری له ځان سره لري. ژوند به مو تل نیمگړي وي، له ژورو او لوړو به جوړ وي، په دې باید له زړه ځان پوه کړي، په همدې پوهه کې خوند دی. په یو وخت کې هم خوښ او خفه واوسئ، لوږه تیره کړئ او مننه وکړئ، وارخطا، اندیښمن او هیله لرونکی اووسئ، په دې ټولو رواني حالاتو ځان پوه کړئ، او خوند ترې واخلئ.

 

اتم گام: باور او ډاډ

کله کله خوشالي له داسې لورې راشي چې تاسو یې هیڅ فکر نه شئ کولی، موږ د خوښیو په ډول او سرچینو تل نه پوهیږو، خو موږ باید په دې باور ولرو چې خوښي به راځي. دا سمه خبره ده چې د هرڅه په اړه پوښتنه وکړو، خو کله کله په ځینو شیانو باور په کار دی، نه پوښتنه. په دې باور وکړئ چې ډیر کم خلک قصدا نورو ته د زیان رسولو په تکل کې وي. په دې باور وکړئ چې هدف ته د رسیدو ډیرې لارې دي، پخپله پریکړه باور وکړئ کله چې تاسو د دوه انتخابونو په اړه ترسره کوئ. د ځوابونو او حل لارو په اړه باور ولرئ، په دې باور ولرئ چې ژوند کې به تاسو ډیرې حیرانوونکې خوښۍ بار بار ولرئ. باور ولرئ چې سفر خپله ستاسو موخه ده، دا باور هم ولرئ چې دا هر څه په ژوند کولو ارزي. له همدې باورونو سره ژوند بریالی دی.

 

نهم گام: اوسنۍ شېبه

پرون ورځ تیره شوه. سبا ورځ لا هم نه ده را رسیدلي، موږ یوازې نن ورځ لرو، راځئ چې همدا نن، همدا شېبه خپل کار ‎، ژوند پیل کړو. له دې پرته چې اندیښنه وکړو چې پرون څه وشول، سبا څه کیږي، موږ باید هر نوی پیل همدا شېبه وکړو، موږ د پرون په اړه فکر کولی شو، زده کړه ترې کولی شو، خو پرون سمولی نشو، موږ د سبا په اړه فکر کولی شو، اندیښنه کولی شو، خو دا چې سبا به کله راځي، نه پوهیږو.

 

همدا شېبه، همدا شېبه چې تاسو دا مضمون لولئ، ستاسو ژوند دی، همدا شېبه مو ژوند ارزښتمن دی، همدې لحظې ته هو! ووايئ. خپل ټول پام همدې شېبې ته متمرکز کړئ.

 

پورته ذکر شوي نهه گامونه د بریالۍ مبارزې، جد او جهد په لورې حرکت دی. مبارزه په دا وروستیو کې له غوسې، کرکې، زور او تاوتریخوالي څخه ډکه شوي ده، زموږ هیواد او گڼ نور هیوادونه په داسې حالت کې د پردیو د موخو، دسیسو او اهدافو ښکار کیږي، چې د افغان انسان په واک کې ډير کم څه پاتې دي، له دې امله، افغان انسان ته په کار ده چې د مبارزې واگې په لاس کې واخلي، د خپلو ارزښتونو، اړتیاوو او راتلونکې د پاره لاس په کار شي، ځکه مبارزه باید په انساني ارزښتونو، ویاړنو او معیارونو ولاړه وي. مبارزه باید د ژوند د پایښت د پاره وي، نه د ژوند د اخیستو په موخه. مبارزه باید له تاوتریخوالي خالي وي، لکه د فخر افغان باچا خان رح مبارزه. زموږ د ستونزو په وړاندې بریالي مبارزه د فخر افغان د لارې مزل دی، د همدې لارې پالل دي، په همدې لارې کلک او هوډمن گامونه اخیستل دي.

 

یا ربه توفیق!

- ډاکټر فیض محمد ځلاند
بېرته شاته