(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاله یوسفزۍ دسولې استازې

[10.Apr.2017 - 14:30]

ملاله یوسفزۍ 

 

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې پښتنه پېغله ملاله یوسفزۍ د ملګروملتو د سرمنشي  انتونیو ګوتیرس له خواپه نړۍ کې د سولې د استازې په توګه ونومول شوه.

ملاله یوسفزۍ به په  نړۍ کې د ماشومانو د زده کړو په برخه کې هلې ځلې کوي او د ۲۰۱۷ ع کال د پریل دمیاشتې په لسمه نېټه د دوه نۍ ( دوشنبې ) په ورځ به کار پیل کړي.

ملاله یوسفزۍ ۱۹ کلنه ده او  د ملګروملتو د سولې تر ټولو کم عمره استازې به وي.

ملالې یوسفزۍ ته به نن ۱۰-۴-۲۰۱۷ نېټه  نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې د سولې د استازیتوب زمه واري ورکړل شي.

د ملګروملتو سرمنشی د ملالې یوسفزۍ د غوره کولو د علت په اړه وویل چې دې د سختو خطرونو د منلو په ترڅ کې د ښځو، نجونو او نورو انسانانو د حقونو لپاره په کلکه اراده هلې ځلې کړي او هیڅ شي د دې اراده بدله نه کړه.    

 
- وټاکل شوه
بېرته شاته