(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حکمتیار او راتلونکې ټاکنې

[27.Apr.2017 - 17:01]

حکمتیار او راتلونکې ټاکنې

 لیک:عزت الله شمسزی

اوسمهال لویه پوښتنه داده چې بیا د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او کنه‌؟ له نښو او نښانو دا معلومېږي‌ چې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ حکومت نه د ټاکنو د ترسره کولو اراده لري او نه یې وړتیا، ځکه د ملي‌ شورا ټاکنې پر وخت ونه شوې او موده یې په ناقانونه توګه تمدید شوه، ویره داده چې د ولسمشرۍ ټاکنې به هم په یوه پلمه وځنډول شي‌ او د د ډاکټر غني موده به وغځول شي. که چېرته نړیوال د سمبولیکې ډموکراسۍ د تمثیل لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړي، نو دا ځل به انجنیر ګلبدین حکمتیار په ټاکنو کې مهم رول ولري او د شمال ټلوالې د امتیاز غوښتنې، ګواښونو او نازولتوب کچه به را ټیټه شي.‌

 

د انجنیر گلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي‌ ګوند پر ۱۳۴۸ لمریز کال د ظاهرشاه پاچا پر وخت تاسیس شو. د روس پر خلاف جهاد کې یې پوره ونډه واخیسته او د طالبانو تر راتګه پورې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې دیوه ځواکمن ګوند په توګه پاتې شو.‌ د طالبانو تر امارت وروسته یې افغانستان ته د امریکایانو راتګ اشغال وګڼه، له امریکایي‌ ځواکونو او د حامدکرزي‌ په مشرۍ حکومت سره یې خپلو وسله والو نښتو او مخالفت ته دوام ورکړ. سره له دې چې له څو کلونو راهیسې د اسلامي‌ ګوند یوه څانګه په کابل کې دننه فعاله وه او یو شمېر حزبیان یې پر ځان راټول کړې وو، خو نه دا څانګه د حزب پوره استازیتوب وکړای شوه او نه د افغانستان په دولت کې دومره غوښنه ونډه چا ور کړه. تېر کال د ډاکټر اشرف غني‌ په مشرۍ حکومت په دې بریالی شو چې له حکمتیار سره سوله وکړي او دی په قدرت کې ګډون کولو ته وهڅوي.‌

 

د افغانستان له دولت سره تر سولې وروسته کابل ته د حکمتیار د راتګ په اړه تبلیغات پیل شوي خو لا هم د افغانستان په کوم ولایت کې لیدل شوی نه دی. دده تر راتګ دمخه په ګڼو ولایتونو کې چېرته چې د حزب هستې له پخوا راهیسې موجودې وې ګوندي‌ غړو حرکتونه پیل کړې، د ځوانانو ټولنې یې جوړې کړي، په دولت کې دننه حزبیان او مامورین یې سره منظم کړل، په ملي‌ شورا او کابینه کې یې خپلې پخوانیو غړو سره منظمې غونډې پیل کړې او په یو شمېر ولایتونو کې یې د دفترونو او استوګنې لپاره کورونه په کرایه کړل.

 

له دې ټولو فعالیتونو داسې ښکاري چې د اسلامي‌ حزب ګوند غواړي‌ په راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني‌ ټاکنو کې په قوت سره ګډون وکړي‌ او د قدرت په بېلانس کې مهم او تصمیم نیوونکی رول ولري.‌ دا چې ولسمشرۍ ته به په خپله حکمتیار کاندید شي او له بل چا سره به جوړ جاړی وکړي دا لا معلومه نه ده، خو زیات احتمال لري چې له جمیعت اسلامی او ټلوالې سره به په سیاسي رقابت کې پاتې شي او ښایي تر جمیعت یې وزن زیات وي او په دولت کې یې ونډه غوښنه وي.‌ دا چې د اسلامي‌ حزب ګوند او شخصاً‌ حکمتیار به ولې تر نورو سیاسي‌ ډلو او شخصیتونو ځواکمن وي ددې څو لاملونه دي چې لاندې به یې وړاندې کړم:

 

طالبان:‌ دا لا ښکاره نه ده چې طالبان به تر راتلونکو ټولټاکنو له دولت سره سوله وکړي‌ او کنه، که چېرې سولې ته هم غاړه کېږدي، د تېرو کلونو پېښو زیات شمېر افغانان ترې خپه کړې دي، په جګړو کې یې د کورنیو غړي وژل شوي، دوی بې کوره شوي، کړاوونه یې لیدلي چې دا ټول به ددې سبب شي چې اکثریت خلک د طالبانو د کاندیدانو ملاتړ ونه کړي. پر دې سربېره طالبان په ولس کې د پاکستان په ملاتړ تورن دي‌ او اوسمهال د پاکستان پر ضد د افغانانو کرکه اوج ته رسېدلې ده.‌

 

جمیعت اسلامي او ټلواله:  د جمیعت اسلامي‌ ګوند دا څو کاله په دولت کې دننه دیوه ځواکمن ګوند په توګه ونډه لرله، خو له کارونو او جنجالونو یې نور د افغانستان خلک ستړې دي. سره له دې چې د حامد کرزي‌ په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو تر اوسه دې ګوند او مهمو شخصیتونو ته یې په حکومت او ملي‌ شورا کې پوره ونډه ورکړل شوه، خو د ګوند رهبران یوازې د ځان لپاره د قدرت په انحصار کې مشغول پاتې شول، اوسمهال خبره دې حد ته رسېدلې چې ګوند څو ټوټی شوی او ښایي‌ په راتلونکو ټاکنو کې بېلابېلې څېرې دیوه او بل مقابل ته ودرېږي. په ولس کې دا ګوند د امریکایانو په ګټه څرخېدونکی او د ملیوني‌ پروژو حیف و میل کوونکی پېژندل شوی چې دا کار به هم ددوی د نفوذ او اغیز په کم رنګه کولو کې مهم رول ولوبوي. پر دې سربېره ددې ګوند یوه لویه ستونزه داده چې د نورو قومونو د حساب وړ ملاتړ له ځانه سره نه لري، په ګوند کې د غیر تاجکو شمېر د ګوتو په شمار دی. هغه هزاره ګان او ازبکان چې وخت نا وخته ورسره د ګټو په خاطر ملګري‌ شوې دي، امکان لري‌ د ګډو ګټو په خاطر له نورو سره ملګري شي.

 

تکنوکراټان او له غربه راغلي شخصیتونه: دې ډله کسانو په دا تېرو څو کلونو کې امتحان ورکړ چې د شواهدو له مخې موثریت یې ډېر کم و، اکثره وخت د جنګسالارانو تر اغېز لاندې راغلل،‌ د ولس ملاتړ ته یې ارزښت ورنه کړ او زیاترو یې هڅه کوله د دولت له مالي‌ امکاناتو نه په استفادې سره په غرب کې ځان ته ژوند برابر کړي. زیاتره هغه کسان چې له غربه راغلل، په حکومت کې یې لوړ مقامونه ترلاسه کړل، له بده مرغه د دندو تر پای ته رسېدلو وروسته بېرته غرب ته ستانه شول او په ډېرو مواردو کې په مالي خیانت او فساد هم متهم شول. په دې ډله کسانو کې لویه ستونزه داده چې د افغانستان پر جوړېدا له زړه باور نه لري، ځکه خو نه خپل روابط له جنګسالارانو سره خرابوي او نه په هېواد کې د پاتې کېدو اراده لري.‌ دوی حالاتو ته ګوري که چېرته ښه منصبونه او امکانات ولري، د سر خطر یې نه وي‌ نو افغانستان کې دنده اخلي‌ او پاتې کېږي، خو که چېرته یې لږ هم ژوند او سرمایې ته خطر ولیدل شو په هماغه ورځ الوځي. د حامدکرزي‌ د موقت حکومت په پیل او بیا په لومړۍ دوره کې پر ټکنوکراټانو د افغانستان ولس پوخ باور درلود او ډېره تمه یې وه چې دا ډله خلک به د ولس غوښتنو ته غوږ ونیسي او له خپلو تجربو نه په استفادې سره به ولس سره نږدې اړیکې وساتي او خدمت به یې وکړي، خو ولیدل شول چې د سر او مال د خطر له ویرې دوی د لویو جنګسالارانو په لمنو کې ولوېدل او ولس ته یې شا کړه. ددوی بله غټه ستونزه داده چې مذهبي او کلتوري‌ ځانګړتیاوې یې له ولس سره توپیر لري او دا ټول کارونه به ددې سبب شي چې ولس پرې بیا بیا اعتماد ونه کړي.

 

د اسلامي‌ حزب ګوند-حکمتیار: د اسلامي ګوند ډله سره له دې چې دا څو کاله له دولت نه د باندې پاتې شوه، امکانات یې نه درلودل، خو سره ونه پاشل شوه او لا هم حکمتیار په خپل ګوندي غړو کې هغومره نفوذ لري چې په یوه غږ په ملیونونو کسان راټول کړای شي. له یوه ډیموکراټ دولت سره به د اسلامي ګوند ګډ کار کول یوه نوې تجربه وي او د افغانستان خلک نویو پدیدو سره زیاته علاقه لري. لکه دمخه چې مې وویل په راتلونکو ټاکنو کې به ددې ګوند رول مهم وي، ځکه چې ددې ګوند غړي له ولس سره په مذهبي‌ او کلتوري‌ مناسباتو کې نږدې پاتې شوي، د حکومت کولو ازموینه یې لا نه ده ورکړې او ښایي د هغو کسانو رایه هم واخلي چې له طالبانو سره خواخوږي لري، منځلاري دي او یا په نورو اسلامي‌ ډلو پورې تړلې دي. پر دې سربېره اسلامي‌ ګوند او په ځانګړي ډول په خپله د حکمتیار شخصیت پر پښتنو سربېره په نورو قومونو کې هم زیات پلویان لري. هغومره نفوذ چې دغه ګوند په شمال او جنوب کې لري، جمیعت اسلامي‌ یې په شرق او غرب کې نه لري. له ټولو نورو خبرو ور هاخوا حزبیان ګوندي خاصیت لري، د خلکو په راخپلولو، ټولنو او سازمانونو په جوړولو کې اوږده تجربه لري. دوی پوهېږي چې څنګه د ټاکنو، زورښودنو په مظاهره کې تر جمیعت اسلامي‌ او نورو پخوانیو تنظیمونو شاته پاتې نه شي.‌ د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د اسلامي‌ ګوند د وسله والو، متنفذو وکیلانو او قومي‌ مشرانو شتون هم ددې سبب کېدلی شي چې دا ګوند ټاکنې د ځان په ګټه وڅرخوي. په کابل ښار کې دا څو کاله پرله پسې د احمدشاه مسعود د تلین لمانځلو په پلمه د شمال ټلوالې په ځانګړي ډول پنجشیریانو زورښودنو او ځورونو هم پښتانه دې ته مجبوره کړي‌ چې ددوی په مقابل کې یو ځواک پیدا کړي، پښتنو ته دا څرګنده ده چې له حکمتیار پرته بل څوک دا کار نه شي کولی نو ځکه خو ښایي ډېرې ګیلې شاته پرېږدي‌ او د حکمتیار ملاتړ وکړي.

 

ایا حکمتیار جنګی جنایتکار دی؟: له ډېرو لوستونکو سره ښایي‌ دا پوښتنه پیدا شي چې حکمتیار د کورنیو جګړو یو طرف دی او په کورنیو جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي ایا د افغانستان خلک به یوه داسې رهبر ته رایه ورکړي چې د قدرت لپاره یې له جمیعت اسلامي‌ سره کلونه جګړه وکړه او کابل ښار په دې جګړه کې لوټې لوټې شو. ددې پوښتنې ځواب دادی چې دا څو کاله ولیدل شول چې د جګړې ټول اړخونه په قدرت کې دخیل شول او د نوي دور له ګڼو مزایاو نه مستفید شول.‌ که چېرته په هېواد کې اجتماعي عدالت ته لاره پرانیستل کېږي او ټول هغه رهبران او قوماندانان محاکمه کېږي‌ چې په تنظیمي‌ جګړو کې یې برخه اخیستې نو هغه مهال به حکمتیار هم له دې امره مستثنی نه وي.  دا به نا انصافي وي چې د جګړې ټول اړخونه په قدرت کې شامل وي او یوازې حکمتیار د جنګي‌ مجرم په نوم په انزوا کې پاتې شي.‌

 

اوسمهال خلک له یوه ویروونکي‌ راتلونکې سره مخ دي چې ښایي تر پرونیو جګړو یې پایلې خرابې وي، په داسې وخت کې هر هغه څوک چې ولس ته یوه هیله ورکولی شي او د هېواد ابادۍ ته مټې را ونغاړي خلک به یې هر کلی وکړي. حکمتیار ته له تبلیغاتو او ده ته له برابر شویو امکاناتو داسې څرګندېږي چې د افغانستان په دولت کې د یو شمېر لوړپوړو کسانو، نړیوالو هېوادونو او دده د ګوندي‌ کسانو په مټ به یو ځل بیا صحنې ته په قوت سره دا خل شي.‌ لکه څنګه چې په سیاست کې دوست او دښمن نه شته، ددې فورمول له مخې اټکل کېدای شي چې امریکا به یې هم مخالفت ونه کړي، ځکه د امریکایانو ستراتیژۍ هم وخت په وخت بدلېږي. له ولس سره نږدېوالی، د لوستو غړو تحرک او دده د رهبرۍ ځانګړنې ښایي ددې سبب شي‌ چې راتلونکو ټاکنو کې حکمتیار حیاتي‌ رول ولري.‌ ډېری خلک په دې باور دي‌ چې د افغانستان د نظام د کمزورۍ یو لامل د شمال ټلوالې ناغېړۍ دي چې د حکمتیار په راتګ به ددوی د قوت او چنو وهلو کچه راټیټه شي او د بیلانس په رامنځته کېدو به لږ تر لږه راتلونکی حکومت له داخلي‌ کشمکشونو خلاص وي. یو شمېر هغه هېوادوال چې ځان په حکومت کې نه ویني‌ هغوی به خپل استازی پیدا کړي او په دې توګه به د هېواد حالات تر یوه حده مثبت لوري‌ ته لاړ شي.‌

 
- عزت الله شمسزی
بېرته شاته