(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قلم سترګې

[11.May.2017 - 12:22]

د قلم سترګې

لیک: لایق زاده لایق

ښاغلى بصير ستورى چې د لوى قام پرست شاعر او ليکوال خداى بخښلي کبير ستوري د وينې تسلسل دى ـ يو ويښ او ’’بېدار‘‘ ذهن لري ـ او هم په دغه اساس يې د خپلې پېژندګلو دپاره د ’’بېدار‘‘ تخلص خوښ کړى دى ـ دا ځکه چې هغه د بېدارۍ دغه الهام د خپل پلار د ’’افکارو‘‘ او د هغۀ د هاغه قامي او ملي مبارزې نه اخستى دى کومه چې هغه په خپله ليدلې ده او چې کله ئې بابا د قامي يو والي په تور بندي شوى دى نو ښاغلي بصير بېدار د هغه د ژوند کړاونه نه صرف دا چې په خپله سينه لکه د ’’درد‘‘ محسوس کړي دي بلکې چې کله ئې د کبير ستوري  د بندي خانې د ورځو شپو قيصې اوريدلي دي نو په سترګو کې ئې اوښکو غاړې ورکړي دي ـ خو داسې ډېر کم خوش قسمته وي چې هغه د ’’قامولۍ ‘‘ په تور  بندي شي ـ ځکه چې د ’’بندي خانې‘‘ دغه ورځې شپې بيا ’’اتلان‘‘ د قام سترګې کړي ـ چې قام پرې فخر او وياړ کوي  ـ

                    د ’’پښتو‘‘ په جرم د بندي شوؤ اتلانو لړۍ د خوشحال خان بابا نه شروع کېږي او په دې نژدې کلونو کې تر باچا خان، اجمل خټک بابا ، افضل خان لالا او نورو ډېرو رارسي ـ دې اتلانو د هر قسمه کړاونو او سختو باوجود د خپل مرام او خپل منزل په لور ’’يون‘‘ جاري ساتلے دے ـ ځکه نو د تاريخ په پاڼو کښې ئې ځائے موندلے دے ـ د سياسي مبارزو سره زمونږ قام پرست ليکوالو ’’سائل بابا ‘‘ او نورو هم په دغه ’’تور‘‘ د بندي خانې تورې تمبې ليدلي دي ـ

                    ښاغلے بصير ستورى ددې هر څۀ نه خبر دى ـ او د شعر ليکلو بنياد ئې هم دغه ’’حساس‘‘ فکر دى چې د وخت لمبو وهلى دى ـ حالاتو ژوبل کړى دى ـ د هغه شعري ټولګه ’’ د وينو کرښې ‘‘ په خپله د ښاغلي بصير ستوري د درد او د اظهار هاغه هنداره ده چې هغه ورکښې خپل مخ  بيا بيا ليدلى دى ـ

                    په مجموعي توګه مونږ د ښاغلي بصير بېدار ستوري دغه شعري ټولګه په دريو برخو کښې ويشلى شو ـ اوله او مهمه برخه يې د قام غم دى ـ د اولس درد دى چې ښاغلي ليکوال ته په ميراث کښې پاتې شوى دى ـ دويم د هغه د ځوانۍ د ورځو لېوني او روماني خيالونه دي چې د عمر تېرېدو باوجود په  ښاغلي بېدار پسې لکه د سيوري شاته شاته ګرځي او دريمه برخه هاغه نظمونه چې ښاغلي ليکوال ورکې د چارپېرچل ، د افغانانو د بې کورۍ په حال کښې د کړاونو سره سره دغه ګيلې کړي دي چې تر کومې به د پښتون قام د وينو د خرڅون دغه سلسله دوام لري ـ دغه رنګ په عمومي توګه ورکې د قامي يو والي ارمان هم جوت ښکاري ـ

                    د ښاغلي بصير بېدار د شاعرۍ دغه درې مهمې برخې په خپل خپل ځاى باندې اهميت لري ځکه چې شاعر د قام سترګې وي ـ ځکه نو بايد چې د خپل ځان سره د دوران په ناکړدو ځلنده نظر ولري ـ هم دغه شعرونه وي چې د را روان وخت څېړنکار ترې د څېړنې دپاره د خپلو لارو لټون کوي ـ لکه د مثال په توګه د رحمان بابا غوندې صوفي شاعر چې د هر پښتون په زړۀ ، ذهن کښې ځاى لري ـ د ژوند په  حقله يې تر اوسه څۀ ’’کوټلي‘‘ معلومات نشته البته د ’’بابا‘‘ ددغه يو شعر نه د هغوي د دور او د چاپېرچل اندازه لګولى شي چې :-

په سبب د ظالمانو حاکمانو
ګور او اور او پېښور درې واړه يو دي

دغه رنګ هر شاعر په لا شعوري توګه د خپل دور منظوم تاريخ ليکي ځکه چې د يو شاعر سوچ د هغه فکر او د هغه ليدلي کتلي د خپل چاپېرچل هنداره وي ـ ښاغلے بصير بېدار هم د خپل دور مؤرخ دى ـ

کوم ظلم ياد کړم چې په خاوره دپښتون به نه وي
لر دې که بر دې خو پښتون يې ژړولى دى ‌‌‌‌‌‌ډېر
دشمن مو نه پرېږدي يو والي ته چې امن راشي
دنفاق تخم يې په هره خوا کرلى دى ‌‌‌‌‌‌ډېر

                                                           

دا کوم ظالم دې چې د جنګ اور ته لمنه وهي
نه مو جونګړه ، نه محل ، نه مو خيمه خوندي ده
ټول راله وژني د کار خلک او د سر پښتانه
نه مو سر ښپي او نه لاسونه نه سينه خوندي ده

                                                          

مونږ به نو څنګه د خپل زړۀ خبره چاته اوکړو
په خولۀ کښې ژبه خوزولو باندې هم بندېز دى
قلم لرو فکر لرو او سوچ مو هم ژوندى دى
افسوس په دې چې په ليکلو باندې هم بندېز دى دى

                                                       

دردونه دي فرياد دى هره خوا سُورې نارې دي
د درد دلاسه ژاړي ماشومان په دې وطن کښې
شوې پېغلې په کښې کونډې نوى نسل تباه کېږي
شو ډېر پاتې بې پلاره يتيمان په دې وطن کښې

د لوى افغانستان د ’’تنر‘‘ کلي په خاوره خړپوسې کوونکى عبدالبصير بېدار د خپل ژوند ډېر سپرلي ليدلي دي ـ پرون هاغه بې پروا ځلمى وو او نن يو  باشعوره د ’’پوخ‘‘ ذهن هوښيار انسان دى ـ هغه چې د افغانستان د حالاتو نه پس کله د خپل پلار نيکۀ ټاټوبى په کوم حال کښې پرېښودى دى هاغه ټول کړاونه لکه د نورو افغانانو د ښاغلي بېدار په ذهن کښې هم د ’’فلم‘‘ په څېر هر وخت چورلکونه خوري ـ ځکه چې هاغه د لعل محمدخان نمسى او د ډاکټر کبير ستورى زوى دى ـ هغوي په کونړ کښې د زمانو نه د ’’خانۍ ‘‘ ورځې شپې سبا کړې وې ـ د هاغه مشرانو به کله دا سوچ هم نه وو کړى چې د افغانانو په ’’خاوره‘‘ به داسې داسې ’’ناتار‘‘ ګډ شي چې د هغې لمبې به هر کور ته اورسي ، څومره پښتانۀ بې کوره شول او حالاتو څنګه تالا والا کړه ـ دا ډېره لويه الميه او دردناکه قيصه ده ـ چې د سبا مؤرخين به پرې خپلې څېړنې کوي  ـ

                    د ’’پردو‘‘ په غوبل کښې د افغانستان خاوره ژوبل ژوبل شوه خو د افسوس خبره داده چې پښتانۀ په ’’پښتنو‘‘ اووهلى شو ـ په اتيايمه لسيزه کښې به چې ’’سائل صېب‘‘ وئيل چې :-

 پردى ټوپک دى پردى بورجل دى
هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

 

نو هر چا به وئيل چې ’’سائل ‘‘ لېونى دى ـ دا خو د ’’اسلام‘‘ غزا ده ـ خو وخت ثابته کړه  ـ چې د رحمت شاه سائل غوندې زيرکو ليکوالو او سياستمدارانو چې څۀ وئيلي وو هغه ټکى په ټکى رښتيا شو ـ د پردو غوبل سرته اورسېدو ـ خو د افغانستان په خاوره ئې د نفرتونو داسې نخښې ئې شاته پرېښودې چې اوس ددغه غېرتي قام په يو ټغر راغونډول ګرانه څۀ چې ناممکنه خبره ده ـ او دغه قوتونو تر اوسه د نفرتونو دغه لمبو ته ببوزي وهي ـ ښاغلى بېدار دا هر څۀ ويني او د خپلې شاعرۍ په ذريعه د خپل ژوبل احساس په څلي ساندې وائي ـ

 

پښتانه خپله د پښتون دشمن ته لاس ورکوي
ځان کړي کمزورى خو دشمن يې زورور پاتې شي
هغه وختونه بيرته نه راځي لښکرې نه شته
اوس د پښتون په نوم به څنګه سر لښکر پاتې شي

 

وژاړم که وخاندم دخپل قسمت په حال مې زه
مرمه بيا هم ژوند کړم بدقسمته يم افغان يمه
تير شول ډېر کلونه چې به سوله امن ووينم
زه په ګران هيواد کې تل دامن په ارمان يمه

 

ژوند خوښوم ، ساز خوښوم او مستي هم خوښوم
د ژوند رباب کې دتارونو سور په خپله وژنم

 

ګناه مې داده چې پښتون يمه نو مرګ قبلوم
ددې ګناه تپوس به زه کومې ګناه نه وکړم
چې پيدا شوي يو د جنګ سره ‌‌‌‌‌‌ډغري وهو
اوس زه قيصه شروع د کوم يتيم ژړا نه وکړم

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که هر څو عبدالبصير بېدار د خپل قام په بده ورځ ماتم کړى دى ، ساندې ئې وئيلي دي ـ خو ددې تر څنګه په سينه کښې يو شوخ او ناقراره پښتون زړۀ هم لري ـ هغه چې د خپلې ځوانۍ په ورځو شپو کښې د ’’كوم‘‘ حُسن متاثره کړى دى نو د هاغه حُسن رنګونه د وخت تيرېدو  باوجود نن هم په زړۀ او ذهن کښې ناقراره دي ـ او لکه څنګه چې حالات په پښتني ماحول مينه کول جرم ګڼي دغه رنګ عبدالبصير بېدار هم د خپلو مجبورو قيصې نغمې کړي دي ـ کومې چې د هغه د ځوانۍ د ورځو شپو هندارې دي ـ عبدالبصير بېدار چې کله د پرون په لوري ګوري نو زړۀ ئې خواږۀ خواږۀ دردونه کوي ـ د خپل کلي د ساده باده ماحول ښائستونه ئې سترګو ته سيوري سيوري کېږي او دى لکه د لېونو ددغه سيورو په خاپونو پسې ګرځي ـ

زما سترګو به څارلي دا ستا لارې
خو د کلي په کوڅو کې رانه ورک شوې
چې په قدر دي زه پوه نه شوم جانانه
ښکلى لعل وي په ايرو کې رانه ورک شوې

                          

انتظار دې د کلونو انتظار شو
په دېوال به خامخا کرښې را کاږم
وچو شګو نه کورونه ځانته جوړ کړم
ورانوم يې په ژړا کرښې راکاږم
                                       

ستا خواږه کتل ډک دحيا سره
زه پکې ارمانه خپل ارمان ګورم
ګوره راته ګوره چې بي خوده شم
بس د ليونتوب دغه جهان ګورم

 

حجري به وې ديرې به وې مشران کشران به ناست وو
منګي به وو ،سيتار وواو ربابونه پخواني
هر چا به کوه فخر په رواج ، دوود او دستور
اوس لاړه مونږه پرېښوده دوودونه پخواني

 

 

ستـــرګې مې څـــار د هغې لارې کوي
پـه کــومـه لاره چې نن تللي جـــانان
خداى خبر ولــې مـرور غوندې شـو
بيــــا راتــه چــا دې لمسـولي جــانان

 

د عبدالبصير بېدار د شاعرۍ د رنګونو نه دا خبره څرګندېږي چې هغه چې د څومره ليکوالو مطالعه کوي د هغوي د فکر او د هغوي د خيالونو نه اثر اخلي ـ او بيا دغه خيالونه د خپلو لفظونو په چوکاټ کښې ځاى کېږي ـ ددې نه دا ثابتېږي چې ښاغلى ’’بېدار‘‘ سترګه ور دى ـ د شعر په شعريت او د غزل په تغزل ډېر ښۀ پوهېږي ځکه په هر ګام د ښه سوچ په لټون كې دى  د ښاغلي بېدار د شاعرۍ  بله برخه هاغه ازاد نظمونه دي چې هغه ورکښې په لاشعوري توګه کله د وختونو او کله د قام پرهرونه چيړلي دي ـ دې نظمونو دغه شعري ټولګه درنه کړې او لوستونکو ته ئې د فکر نوې لارې پرانستې دي ـ

ستا مخ کتاب کړم ځانته

پاڼي يې اړه ومه

ستا د خايست رنګونه

په کې زير زير ګورم

زما قلم عاجز شي

ستا دښکلا معيار ته

او دغه رنګ ځنې موضوعاتي رنګونه ښاغلى ’’بېدار‘‘ د وخت په ښۀ شاعرانو کښې اودروي ـ ما د ښاغلي ’’بېدار‘‘ د ژوند د کتاب د هرې پاڼې هر تورى لوستى دى ـ هغه په عملي توګه هم يو سپېځلى پښتون دى ـ د جذبو په صداقت عقيده لري اود پښتون قام د ’’ملي وحدت‘‘ يو ناقراره ارمان په زړۀ کښې لري ـ ښاغلى بېدار په دې پوهه دى چې دغه خوب به حالات په خپله رښتيا کړي ځکه چې تر ننه پښتنو د ’’پښتنو‘‘ د سر سودګانې کړي دي او دغه سلسله به تر هغې روانه وي چې تر څو پښتانۀ قامي شعور اونۀ لري ، چې تر څو پښتانۀ ’’ځان‘‘ اونۀ پېژني ـ خو ددغه شعوري بېدارۍ د سرو سپينو او برګو بېرغونو د وس خبره نۀ ده ځکه چې تر اوسه لا پښتانۀ په ړندو سترګو په دغه جنډو پسې روان او د ’’ زنده باد‘‘ نعرې وهي ـ ښاغلى بېدار په دې هم پوهه دى چې د کله نه د افغانستان حالات کړکيچن شوي دي نو ټول تاوان پښتنو ته رسيدلى دى ـ خو ددې خاورې هاغه پښتنو چې ټول عمر ئې د افغانستان په سرو او سپينو لوبې کړې وې کله هم د تالا والا پښتون د يو کولو شعور ، هڅه نۀ ده کړې ـ صرف په چيغو سيورو ، تشو خبرو ئې نفرتونو ته نوره هم لمن وهلې ده ـ کوم چې زمونږ قامي الميه ده ـ

مونږه د ننګ او د پښتو خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وکړې
مونږ د پښتون د يو کيدو خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وکړې
خو په عمل کې مو يو ګام د يو کيدو وانه خيست
هسې خوږې مو د جرګو خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وکړې

 

                    ښاغلے ’’بېدار‘‘ د خپل بابا د فلسفې د هغه د فکر نمائنده شاعر دى او د ښاغلي نسيم ستوري د شعري مجموعو نه پس د ښاغلي بصير بېدار ستوري دا شعري ټولګه دا خبره پخه وي چې که هر څو وختونه قيد شي د ښاغلي کبير ستوري فکر به لا نور هم ځلا کېږي ـ ځکه چې څوک د قام شي نو قام د هغۀ شي ـ ځکه ښاغلي بېدار ته په دغه شعري مجموعه ’’ د وينو کرښې ‘‘ مبارکي وايم ـ په دې هيله چې په راتلونکي وختونو کښې به د ’’بېدار‘‘ د فکر غوټۍ نور ګلونه سپړي ـ

تل ګوري دروازې ته د زوي لار څاري په سترګو
هغې خوارې بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ته خو ژړا سترګې ړندې کړې
بېداره ټول يې ويني خو څه نه وايې ګونګي شي
د ‌‌‌‌‌‌ډېرې بي حسۍ نه يې بينا سترګې ړندې کړې

                                                                               په وياړ

لايق زاده لايق ( تمغۀ امتياز)

د رېډيو پاکستان پېښور ريجنل ډائرېکټر

مارچ ٢٠١٧

- لایق زاده لایق
بېرته شاته