(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي یار محمد خان وزیري

[01.Jun.2017 - 10:46]

د غازي جرنیل یار محمد خان وزیري لنډه پېږندنه 

د څېړندوی حبیب الله رفیع لیکنه دمحمدایاز نوري  رالیڑنه

د تاریخي افغانستان نوم ورکي خو رښتیني خذمتګاران به بلاخره د حقیقت په درشل کښې ډګر ته راوزي. نن سبا په افغاني رسنیو کښې هغه افغانان، چې د انټرنټي جال سره د اړیکو امکان ورته شته تر یوه حده د یوه افغان اتل، جرنیل یار محمد خان وزیري د کتاب « د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ » ، چې د هغه نومیالي د زوی شاغلي فدا محمد خان نومیر په همت او زیار په کال ۱۳۷۹ل کښې چاپ شوی، معرفت حاصل کړ. اوس چې له خیره سره د کتاب دریم چاپ ته نومیر صاحب بیا قدم اوچت کړی دئ، زه به دلته د دې تاریخي کتاب څخه د ګران محقق رفیع صاحب خوږه او تاثیر اچوونکې تبصره چې په کال ۱۳۷۹ ل کښې یې پرې لیکلي ده، خصوصاً هغو هیواد والو ته چې تر اوسه دا کتاب نلري، ستاسو حضور ته تقدیم کړم. د مرحوم جرنیل صاحب سره د شاغلي لیکوال رفیع پېږندنه هم یو عجیبه پېښه ده چې تاسو به یې د « د سر خبرې » تر عنوان لاندې ولولی په ضمن کښې دلته د موضوع په ارتباط په دې کتاب کښې د«  ضروري خبرې » تر عنوان لاندې پخپله غازي یار محمد خان وزیر په تورو نشاني شوي د اتلسم نه تر پنځه ویشتم مخ پورې خپل یو د ژوند داستان توضیح کوي. جرنیل په ۱۳۴۷ل کال د کندهار څخه پلازمینې کابل ته د خپل روغتیايي علاج لپاره راځي. د خپل د یوه سنګر د ملګري فرقه مشر دلباز خان په تاکید د حاکم خاندان له هغې جملې مارشال شاه ولي خان او سردار محمد داود خان سره د هغوی په کورو کې ورسره ګوري. د مازیګر - ماښام تر منځ د دغو جنابانو له حضور څخه رخصت کېږي. د نوي کالو پورته په عمر افغان اتل د خپل زوی سره د کابل ښار د پامیر سینما سیمې د چهلستون د موټرو اډې ته راځي،غواړي شپه د خپل یو زوم د زوی سره په چهلستون کښې تېره کړي. هلته د ماښام د لمانځه د ادا کولو تشویش د خپل زوی سره مطرح کوي، په همدې عین کښې په تصادفي ډول حساس او دقیق لیدونکی عزیز شخصیت حبیب الله رفیع ورته متوجه کېږي، په عالم د نه پېږند توب کښې لیکوال او سیاست وال رفیع پس له سلام او روغبړ دا تاریخي افغان جرنیل د ځان سره خپل دفتر ته بوزي او د اوداسه او لمونځ سهولت ورته برابروي...؟!. اوس زه  ټولواک اعلیحضرت ظاهرشاه، والاحضرت مارشال شاه ولي خان او والاحضرت سردار محمد داود خان دوی ته دا په ګوته کوم، چې تاسو هغه وخت په افغانستان حاکم او حکومت مو کولو. د دولت خزانه او ټول مادي او معنوي امکانات ستاسو په امر او قبضه کښې ول، ستاسو لیدو ته ستاسو کورونو ته یو داسې افغان شخصیت درغلی وه، چې دغه شاهي ارګ یې تاسو ته د خپل سر او د خپلو جنګیالیو د وینو په بدل کښې درته نیولی وه، آیا تاسو دغو دریو حکومتي کسانو دومره نشو کولای، چې جرنیل یار محمد خان ته به یو دولتي مېلمستون کې یوه کوټه مناسبه ډوډی یو دولتي موټر او یو چلوونکی مو توظیف کړی وای او حتی جرنیل ته به مو ویلي وای چې دغه موټر به دلته کابل کې او بیا به تا کندهار ته خپل کور ته رسوي او بېرته به درڅخه راځي...؟!. نو زه لیکونکی د دغو کرښو لکه یو افغان وګړی تاسو ته د بې مروته، قدر نه پېږندونکي  او د احسان هېردونکو کسانو خطاب کوم. رښتیا چې هغه زما ګران مرحوم پلار به مې ماته ویل: « ایازه بچیه! ښه سړی په دې نادري خاندان کښې نه وه...؟!. زه همدلته بسنه کوم، د اماني ویاړمنې درګاه یو اخلاص من سپاهي محقق، لیکوال او شاعر حبیب الله رفیع صاحب زمونږ د ګران افغانستان هغه یوه ملي ویاړمنه شتمني ده، چې ښایي په دغه ژوندانه یې قدر وشي. دا هم تاسو او دا هم د ګران رفیع ارزښتناکه لیکنه:

د سر خبرې

زړه خاطره ده، د زړو وختونو، زما د ځوانۍ د وختونو او د ګران هېواد د آرامۍ د وختونو، د ۱۳۴۷ ل کال خبره ده، زما د ځوانۍ ځوښ وُ خو خپله د ځوانۍ مستي مې د نفس د هوس د آس ته نه وه سپارلې بلکه یوې پاکې او یوې سپېڅلې مینې ته مې وقف کړې وه، د وطن مینې ته، د وطن د ترقۍ موخې ته او په دې لاره کښې مې ځان هرې قربانۍ ته چمتو کړی وُ. دا پر افغانستان باندې د بېګانه ایډیالوژیو د هجوم او یرغل دوره وه چې بیا وروسته همدا د پردیو ایډیالوژیو د پردیو وسله والو د یرغل پیلامه هم شوه. موږ غوښتل چې افغانستان د پردیو ایډیالوژیو له یرغل څخه وژغورل شي څو د پردیو د یرغل څځه وژغورل شو. ما د ځان لپاره همداسې یوه سیاسي لاره خوښه کړې وه او په ملي لاره کښې هرې پېښې ته تیار وم او ویل به مې:

 

مــــــه کړه ګومان چې په کرار ناست یم

ناست یــــــم د پېښې انــــــتظار ناست یم

چې وخت یې راشي د وطن په لار کښې

د ســـــــر ښــــندلو ته تیار ناســـت یــــم

 

زه یوه ورځ په لاره روان وم، یو بوډا په لکړه روان سپین ږیری مې ولید چې ورو ورو یې لاره وهله او یو ځوان یې تر څنګ څنګ روان وُ. یو په یو نا څاپه د یوه برښناییز ټکان او د مقناطیسي کشش غوندې ورته متوجه شوم ورجلب شوم، ورته ودرېدم، د یوه شاړ واړ کلیوال سپین ږیري موزونه ونه مې نظر ته د ویاړ او افتخار د یوه دنګ څلي غوندې ښکاره شو. زړه مې پرې باغ باغ شو. خبرو ته مې غوږ ونیو، دوی ناستې او استراحت ته اړه درلوده، ما دفتر ته د تلو ست ورته وکړ، راسره ولاړل او هلته پوښتنې او ګروېږنې وښوده چې دې ویاړمن سپین ګیري خپله د ځواني ټوله مایه او هستي، ځوښ او مستي د یوې پاکې او سپېڅلې مینې په لاره کې قرباني ته ایښي وو. د وطن د مینې په لاره کښې، د وطن د آزادۍ په لاره کښې د وطن د آرامۍ په لاره کښې او د وطن د آبادۍ په لاره کښې. زما پوښتنو وښوده چې زه له یوه عادي او کلیوال سپین ږیري سره مخامخ نه یم بلکه د هېواد د یوه لوی اتل او قهرمان د ملاقات ویاړ مې په برخه شوی دئ.

هو! دا دروند سپین ګیری جرنیل غازي یار محمد خان وزیری وه چې د هېواد د خپلواکۍ په جهاد او غزا کښې یې هم برخه درلوده او د هېواد د نجات په مبارزه او جد او جهد کښې هم تشه برخه نه بلکه ټاکونکې او قاطعه برخه، ( او تاسو چې دا کتاب ولولئ باور به مو راشي که دا مدبر غازي او مبارز نه وای د خپلواکۍ د جهاد کامیابي او بری هم په شک کښې وه او د نجات د مبارزې هم ) د دوی د دې لویې مبارزې او مجاهدې اهمیت وه چې ما هیله او غوښتنه ترې وکړه چې یوه مرکه راسره وکړي او زه په دې برخه کښې د ده نوي معلومات خپلو هیواد والو ته ورسوم، راسره یې ومنله. په سبا یې بیا په زهیر ځان له خپل زوی سره دفتر ته راغی اوږده مرکه مې ورسره وکړه، نوي حقایق یې راته وویل د خپلواکئ په جګړه کښې د جنوبي محاذ په اړه او د هېواد د نجات د جګړې په اړه ما له ده سره دا مرکه د ۱۳۴۷ل کال د وږي په ۱۹ نېټه په "افغان ملت" [ هغه وخت د افغان ملت  د ګوند اړوند خپرونه ] کښې خپره کړه او لومړی ځل خلکو ته د خپلواکۍ په جګړه کښې د ټل د فتحې او د نجات په مبارزه کې [ د سقاوي حکومت پر ضد ] د کابل د فتحې په باب نوي حقایق او دقایق ورسېدل او هم دا ویاړ زما په برخه شو چې د هېواد یو پیاوړی مجاهد، بریالی غازي او نامتو جنرال او د خپل خواږه وطن یو بې لوثه خدمتګار او فدا کار لومړی ځل خپلو هیواد والو ته وروپېږنم. ما چې له دې لوی ملي شخصیت سره مرکه کوله هغه وخت د ده سن د پنځه نوي ( ۹۵ ) کلو په شا او خوا کښې وه، سترګې یې کمزورې او غوږونه یې درانه وو خو حافظه یې ډېره قوي، همت یې ډېر ځوان او له څېرې نه یې د غیرت او شهامت نخښې له ورایه ښکارېدې. کله یې چې د خپلواکۍ د مجاهدې په لار کښې د ملي مجاهدینو کیسه راته کوله چې د افغاني غیرت او شهامت کارنامې یې د سړي مخې ته په ژوندي ډول تمثیلولې او د وقایعو بیان یې په داسې ډول کاوه لکه د نن ورځې خبره چې وي او کله به چې د غازیانو د بري صحنې راغلې، غږ به یې جګ شو او همهغه احساسات به پرې راغلل چې د جګړې په مورچو کښې یې درلودل. ده هغه وخت یوازې د خپلواکۍ د جګړې په برخه کښې یو څه معلومات راکړل چې ما وخت په وخت او بیا- بیا نشر کړل او هغه وخت ډېر غنیمت او ډېر زیات او نوي معلومات وو. زه چې په داسې معلوماتو پسې په کتابونو کښې ګرځېدم او نه مې موندل خدای په داسې چا پېښ کړم چې پخپله ژوندی کتاب او ژوندی تاریخ وه. ماته چې د ده د معلوماتو ارزښت معلوم شو، نو له ده او له زوی نه مې عاجزانه غوښتنه وکړه چې دا یاداښتونه او خاطرې یا په خپله ولیکي او یا یې زامن ترې ولیکي. ما له دوی نه د مرکې له پاره یو عکس هم وغوښټ چې سبا یې د خپل زوی په لاس راولېږه او له مرکې سره خپور شو. له جرنیل صاحب سره ما بیا ونه لیدل ځکه دئ سپین ږیری وه، کابل ته راتلل ورته سخت وه او ما دومره همت نه درلود چې کندهار ته پسې ورشم. جرنیل صاحب د ۱۳۵۱ ل کال په وږي کښې وفات شو او ما یې د وفات د خبر په اورېدو سره د «لمر» مجله کښې د دوی په یاد یوه لیکنه خپره کړه او دا ارتباط همدلته ختم شو. د ارواښاد جرنیل یار محمد خان د مخلصانه خدمتونو او د هېواد په لاره کښې د سر ښندونو له اورېدو او مطالعې سره ماته زموږ په تاریخ کښې یو بل بریالی سالار او جنرال رایادېږي چې هغه هم د افغانستان په تاریخ کښې همداسې بې شایبې او مخلصانه خدمت کړی دئ، هغه سپه سالار سیدال خان ناصري وه چې د هوتکي غورځنګ په دېرش کلنه دوره کښې یې توره په تیکی کښې کښېښوده او بې له دې چې د هوتکو د واکمنې کورنۍ په کورنیو مخالفتونو کښې ښکېل شي د وطن دفاع او حیثیت ساتلو لپاره تل تیار او چمتو وه. د میرویس نیکه مبارزه یې کامیابه کړه، له شاه محمود سره اصفهان ته ولاړ، د شاه اشرف په امر یې له روسانو سره جګړه وکړه او د ایران د خاورو پرېښودلو ته یې اړ کړل او بیا یې له شاه حسین سره د کندهار په محاصره کښې د ښار دفاع وکړه. د کندهار تر سقوط وروسته یې د کلات جنګي کلا ټینګه کړه. څرنګه چې دا د مقاومت وروستی سنګر وه نو ځکه د نادر د قواوو لاسو ته ولوېد او کله چې نادر ته وړاندې کړای شو هغه په دې وینا سره چې زه د ده له سترګو څخه وېرېږم، سترګې یې پرې وباسئ، د سترګو د نعمت څخه محروم کړ او پاتې ژوند یې د شمالي په شکر دره کښې تېر کړ. جرنیل صاحب یار محمد خان هم همداسې وطن ته مخلص مجاهد، غازي او مبارز وه چې هر وخت به د هېواد خدمت ته تیار وه. ډېر کلونه وتلي وو چې پښتو ټولنې ته ماته یو ځوان راغی، خپل شعرونه ورسره وو او ماته یې وویل: زه فدا محمد نومیر نومېږم او د جرنیل یار محمد خان وزیري زوی یم! زما د غازي صاحب مینه پرې ماته شوه، شعرونه مې یې ولوستل، مشورې مې ورکړې او بیا به مو کله نا کله لیدل. د ۱۳۵۷ل کال د غویي غمیزې د هېواد هر څه ګډوډ او افغانان خواره واره کړل چې د میلیونونو عامو افغانانو له مهاجرت سره زموږ فرهنګیان هم خواره واره د ملکونو  آواره او سرګردان شول او د نړی ګوټ- ګوټ ته ورسېدل چې ځینو یې د دنیا په ګوټ- ګوټ کښې قلمي فعالیتونه هم پیل کړل او خپرونې یې وایستلې. یوه ورځ له دې ډول خپرونو نه د ( مجاهد پیغام ) په نامه یوه خپرونه زما لاس ته راغله چې چلوونکی یې فدا محمد نومیر وه خو رابطه مې ورسره ونه شوه او بیا وروسته د ده له مشر ورور سید جان کارواني سره چې په لندن کښې اوسېږي زما اړیکي ټینګ شول او د جرنیل صاحب هغه عکس مې ورواستاوه چې ماته یې د مرکې له پاره راکړی وه، ځکه د دوی د کور په تلاشي کښې له نورور اسنادو سره د جنرال صاحب عکسونه هم تللي وو او همدا یو قطعه عکس یې پاتې وه. زه تېر کال کاناډا ته ولاړم، یوه ورځ کورته تیلیفون راغی ویې ویل زه فدا محمد نومیر یم! خوشاله شوم. په تیلیفون کښې مو د مینې خواله سره وکړل او د خبرو په ترڅ کښې یې زېری راباندې وکړ، چې د جنرال صاحب د خاطراتو کتاب یې ترتیب او تنظیم کړی او د چاپ له پاره یې آماده کړی دئ. دا ماته د زوی د زېری وه، ځکه د جرنیل صاحب خاطرات د افغانستان د معاصر تاریخ له پاره ډېر ارزښتمن وو. ما ورته وویل: ډېر ښه کار شوی، سمبال یې کړه، زه څو میاشتې وروسته له خیره پېښور ته ته ځم پر تا به درشم وابه یې خلم او په پېښور کښې به یې له خیره چاپ کړم. همداسې مې وکړل. په تېره جنوري کښې امریکې ته ولاړم، کتاب مې ترې واخیست، رامې ووړ او دا دئ اوس ستاسو لاسونو کښې دئ. دا کتاب دومره ارزښتمن کتاب دئ څوک چې د خپلواکي او نجات د جګړو تاریخ لیکي نو که له دې کتاب نه استفاده په کښې ونه کړي کار یې یقیناً چې نیمګړی او په عربی اصطلاح ( اقطع، اجزم او ابتر ) دئ. د خپلواکۍ او نجات د جګړو پر تاریخ ډېر لږ کار شوی دئ، ځکه خانداني حکومت اجازه نه ورکوله چې د نژدې پېښو ملي تاریخ ولیکل شي. شاه ولي خان چې کوم یاداښتونه لیکلي د قدرت له مسند نه یې لیکلي او هغه وخت یې هېر کړی چې په جنوبي کښې یې شپې او ورځې د جرنیل یار محمد خان وزیري د څلور نیم زر کسیز لښکر په رحم او کرم وې او د دوی په وینو او مېړانه  یې ارګ، تاج او تخت تر لاسه کړل خو دومره بی انصافي یې کړې چې په خپلو یادښتونو کښې یې د دې قهرمان یوه تشه یادونه هم نه ده کړې او د شاه محمود خان کوم یاداشتونه چې ما اته دېرش کاله وړاندې په عرفان مجله کښې لوستي وو هغه هم د ده د مېړانې له یاده څخه تش دي. زه په دې خوښ یم چې زما عاجزانه هیلې چې له جرنیل صاحب او زوی نه مې یې د ده د خاطراتو د لیکلو په اړه کړې وه، دوی هڅولي او دا لوی کار یې تر سره کړی دئ. ما چې له نومیر صاحب نه پوښتنه وکړه ثابته شوه چې جرنیل صاحب د کابل له هغه سفر نه کور ته تر رسېدو وروسته خپل یاداشتونه په دري ژبه لیکلي او په ځینې برخو کښې دوی پوښتنې ترې کړې دي. د جرنیل صاحب حافظه ډېره قوي وه او یاداشتونه یې دومره دقیق لیکلي چې حتی کله- کله د وخت ساعتونه او دقیقې او نېټه ټول لیکي، د ټولو حاضرینو نومونه یې یاد دي او د ټولو خبرې یې د حافظې محفظې ته سپارلې دي. نومیر صاحب وویل چې یاداشتونه ډېر دقیق وه په ځینې ځایو کښې له مانه سر سري شوي دي. نومیر صاحب هم کمال کړی چې د جرنیل صاحب دري یاداشتونه یې په ډېره روانه او آسانه پښتو کښې په داسې ډول لیکلي چې د دري زیات اثر پرې نشته او په ښه او خوږه پښتو یې راوړي چې کله- کله د کندهار ګړدود څرګندویي هم پکښې شوې ده. جرنیل صاحب په عربي کښې زده کړه کړې وه، پښتو یې مورنی ژبه وه، دري یې هم له محیط نه زده کړې او په اردو او انګرېزي هم پوهېده. زه په پای کښې یو ځل بیا د ارواښاد جرنیل یار محمد خان وزیري اروا ښاده غواړم. د ښاغلي فدا محمد نومیر زیار ستایم په دې چې د خاطراتو د لیکلو په باب زما هیله تر سره شوې، خوښ یم او له تاسو درنو لوستونکو نه یې په دقت او عبرت د نظر، د لوستلو هیله کوم.

په درنښټ

حبیب الله رفیع

پېښور، پښتونخوا

۲۴/۳/۱۳۷۹

اخځلیک: د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ کتاب، په تورو له یوه تر لسم مخ پورې

پای

- حبیب الله رفیع
بېرته شاته