(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له جګړې کرکه

[06.Jun.2017 - 21:36]

له جګړې کرکه 

لیک:ولي الله ملکزی

Ä

مینه احساس دی، عاطفه ده. مینه اراده ده، ولوله ده. مینه ژوند دی، هڅه ده او سکون دی. مینه ساز دی او آواز دی. مینه هیله ده، ارزو ده. مینه طرب دی او مطرب دی. مینه عزم دی، تکل دی. مینه وفا ده، هم وصال دی. مینه ځان دی، هم جانان دی. مینه قیام دی، هم پیغام دی. مینه ښکلا ده، هم ځلا ده. مینه حق دی، هم حقیقت دی. مینه ډیوه ده، هم رڼا ده. مینه د فطرت غوښتنه او د کائناتو غبرګون دی. د ټټر په پنجره کی چې کوم بندیوان زړه له مینې او سوز خالي وي، نو هغه ته بیا د غوښې ټوټه نه، بلکې توره بکره ویل کیږي. او د شاعر په ژبه، څوک چی له مینې منکر وي، هغه ته بیا د جمال کافر ویل کیږي. او بلاخره مینه عقیده ده او عبادت دی ځکه چې ۷۶ کرته په قرانکریم کې د حب (مینې) یادونه شویده.

 

خو د مینې ستر رقیب او نه پخلا کیدونکی غلیم، بیا کرکه ده. کرکه یو داسی طبیعي او هیجاني احساس دی چی له انسان سره یوځای پیدا او وده کوي. د ارواه پوهانو په عقیده د ژوند په کږلیچونو کی د کرکې درلودل او کارول کله ناکله اړین هم وي. مثلا کله چې خواړه خراب بوئ یا بده مزه ولري، نو مونږ ورڅخه کرکه کوو، لاس نه ور وړو او حتی کوچنیان یی له خولی غورځوي. خو دا فطري حس په ټولو انسانانو کی په یوه پیمانه او یو رنګ نه وي. ډیر کله چی مونږ د لمړي ځل لپاره له یو چا سره مخ شو نو د هغه یا هغې په هکله د زړه په هنداره کی یوه تابلو انځور او د حواسو په مرسته ورسره مینه اوعلاقه پیدا کړو چی بیا په یوه تلپاتی خاطره بدله شي. خو بالعکس کله په هماغه شیبه کی زمونږ په زړه او ذهن کی د کرکې د سونامي داسی یوه څپه را پورته شي چي د درناوي، مرستې او اړیکو ټول تارونه له ځان سره لاهو او تس نس کړي.

د کرکې د پيدا کیدو بنسټیز اسباب د ایمان کمزوري، ظلم، حق تلفي، ځان غوښتنه، په نورو د ځان لوړ ګڼلو روحیه، مادي ګټې، شهواني غریزې، پخپل ځان بی باوري، په نورو بدګماني، د شخصیت او کرکټر پیکه توب او هرچا ته د شک په سترګه کتل دي. دا عوامل د همزولو، خپلوانو،‌ ګاوڼدیانو، هم صنفانو او د کار او دفتر د همکارانو ترمنځ کرکه زیږوي، د واټن سبب ګرځي او انسان ذهني کشمکش ته هڅوي.

ټولنپوهان او روانشناسان باور لري، کوم خلک چی د کرکې دا کرغیړن احساس یی افراطي او له سرو څراغونو تیر شي‌، نو بیا د هغوئ غټه بدمرغي دا وي خپل ځان ته نه متوجه کیږي او په مزه مزه یی دا حس لمړی د انزوا او ګوشه نشنیۍ خوا ته بوزي او وروستی پړاو یی ځان وژنه او انتحار ته مخه کول وي.

 

کله چې رسول الله (ص) خپل دوه تنه نژدی ملګری ابو موسی اشعري او معاذ بن جبل یمن ته د دعوت لپاره استول نو په مخه ښه کی یی ورته وویل: (بّشرا ولا تنفرا، یسرا ولا تعسرا) خلکو ته زیری ورکړئ او پام چې د نفرت او کرکې خبرې او عمل ونکړئ. له خلکو سره آساني وکړئ او له سختۍ ځان وژغورۍ. ددی مبارک نبوي حدیث څرګند مفهوم همدادی چی عقیده مند، هیڅکله عقده مند نه وي. ځکه د ټولنی د افرادو ترمنځ ترټولو خطرناکه او کرغیړنه کرکه هماغه ده چی انګیزه یی د نورو په وړاندی د خپلې ژبې، مذهب، سیمې، قوم، او منصب غوره ګڼل وي. دا ډول کرکه خپلمنځي اړیکی په یو زهرجن چاپیریال بدلوي او د متقابلې همکارۍ او خیرښیګڼی روحیه له زیږدو وړاندی وژني.

هغه څوک چې نن سبا ځمونږ په هیواد او شاوخوا سیمه کی د شهادت او جنت شعارونه زمزمه کوي او د حورو او غلمانو خوبونه ویني، د کرکی درجه یی د جنون هغه حد ته رسیدلی چی د قران پدی سپیڅلې میاشت کې د خپل ځان په وژلو سره، د بیګناه روژه تیانو وینې تویوي او د خپل دین د تقدس سپکاوی کوي. همدا وجه ده چی نه مو جومات په امن دی، نه حجره او نه هم جنازه. د دوئ د کرکې توری لوخړی تر اسمانه رسیدلی او پدغه سره بټئ شوی مځکه، له سلګیو، زګیرویو او ښیرو پرته بل څه نه اوریدل کیږي. نو راځی چی د کمزوري ایمان او برائت په عنوان، لدی کرکجنی جګړی څخه همدومره کرکه وکړو، څومره چي دا تور مخي جګړه ماران له سولی کرکه لري.

 
- ولي الله ملکزی
بېرته شاته