(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تحقيق اصول او زما يادښت

[12.Jun.2017 - 19:03]

تحقيق اصول او زما يادښت

 لیک: پوهاند ‌ډاکترمجاوراحمد  زيار

د دغه په زړه پورې پوهنيز- څېړنيز نښيرگران و هڅاند ليکوال ته مې وار له مخه تر غوږه تېره کړه چې د بېخرته بوختياوو له کبله د ارزونې او سريزې پرځای يې پر همدې لنډ تنگ يادښت بس راوړم.

په دې ترڅ کې هم دا غوره وبلله، د خپل اند و ژوند لږکوټې ترخه او خواږه ورسره شريک کړم چې گوندې د پوهې او فرهنگ په ارت و بيرت ډگرکې يې ترې يوه لږکۍ هومره گټه واخېستای شي؛که نور څه نه وي، دېته خو به وهڅېږي چې خپلې منډې ترړې تردې هم پسې توندې او تېزې کاندي.

ما څه له پاسه ۶۰ کاله پخواچې د کابل (ابن سينا) شپېني ښوونځی مې تر نهم ټولگي رسولی وو، اړوندو غونډو(کانفرانسونو) يې دېته هڅولی وم، يو څه د شعر په نامه پکې وړاندې کړم. د زېري اونيزه مې چېرې تر سترگو شوه او ليکلې پتې يې د پښتو کورسونو تر مشر مولانا خادم او چلوونکي مولوي معتمدشينواري ورسولم، يو شعر مې ورکړ،درې څلور ورځې پس راته کترغيوال پښتو ښوونکی (عثمان نژند)په زېري کې د لومړي شعر د چاپ زېری او شابسی راکړ او په دې ډول مې هڅوونکې او لارښوونکی هم شو. هغه مهال شعر و شاعري د ليکوالۍ او څېړنوالۍ بېخ و بنسټ بلل کېده، خو ما ورسره له ايراني سرچينو څخه هممهاله ژباړې ته هم ملا وتړله او په دغه تړاو راته د پوهنې وزارت (عرفان) نوي رامنځته شوي پښتو انډول (پوهنه) يوه په زړه پورې تخته مشق شوه: لومړی يې ژباړن، بيا قلمي همکار او په پای کې يې خبريال هم شوم.

 

بيا مې نورو سرکاري ورځپاڼو او مهالنيو ته هم لار وموندله، او په کال دوه درو کلو کې د تربرې ژبنۍ ټولنې په پرتله د پښتني علمي-فر هنگي سوکړې او ورسره ورسره (قحط الرجالۍ)،د شاعرانو، رسنوالو او ليکوالو په کتار کې ودرولم!

 

پر ۱۳۳۸ کال د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته له رسېدا سره د پلازمېنې پر کچ د يوازېنۍ يومخيزې پښتو ورځپاڼې (هېواد) د کتنپلاوي درېيم پوړي غړي تلياد څرگند ننگلامي راته د اصلاح ورځپاڼې په سيالۍ د خبريالۍ کارت چاپ کړ او له هغې سره يې د هغې خپرنۍ د لومړني خبريال وياړ را په برخه کړ، او تر شپېتمو لمريزو کلو يې وياړلی خبريال پاتې شوم.

 

د پوهنځي پر روستي (څلورم) کال مې د پښتو څانگې (وږمې) مهالنۍ له مرستيالۍ او زدکړيزې سيالۍ سره نورې رسنيزې منډې ترنډې تر سيوري لاندې راوستې او چې لا د کال په روستيو کې د نوميالي استاد مورگنستيرن په مشرۍ د آريانپوهانو له خوا د افغانستان د(( ژبپوهنې اطلس)) سيمېنارونه هم رامنځته شول، د چاخبره لارلودن يې راڅخه ورک کړل، خو ورسره ورسره يې د اند و ژوند برخليک هم راوټاکه.

 

ښايي، د دغه مخ ته پراته گټور نښير ليکوال به زما د ځوانۍ هغه مهالپېر او يادونه څه ناڅه وارماني چې هرڅه سم سهي ول او په هماغه پوهنيزه او فرهنگي سوکړه کې له څرنگيز پلوه هم زدکړيز او هم رسنيز اکر بکر تر اوسني دېو لوړ وو؛ او سرکار هم دومره لوراند وو چې هرې پېيلې او ناپېيلې لپاره يې ټنگه نيمه رالوروله.

 

اوس خو،درته، په دې خبرتيايي- تخنيکي انقلاب کې رسنوال په هر ډول چې خپرندويان او چاپ والا درته يوه پاڼه هم وړيا نه چاپوي، پاتې لا يو تيار اوډلی (کمپوز کړی) کتاب، او هغه هم په دې دک ودليل چې پښتانه پرکتاب پيسه نه ورکوي او په زېرمو کې يې هسې امباروي. دا چې زموږ دغه هڅاند ليکوال، هممهاله خپرنوال هم دی، دغه اکر بکر ورته د لمر په څېر څرگند دی، هم به خپل کتاب وړيا پر وړيا وېشي او هم د بل هر ليکوال هغه!

 

نوکه زه يې د هغه مهال د نادودو بېلگه نيمه هم مخې ته کېږدم، هرو مرو به پر اوسني مهالپېر شکر وکاږي، ځکه:

ـ له هديرې ورته ارامۍسره پر جهاني کچ له روسته پاتې شاهي نظام سره ټولنيز پراختيايي بهير خورا ورو ورو پر مخ ته او فرهنگي هغه ورسره هم زازو، هماغسې پاپۍ پاپۍ کولې.

 

ـ يوخوا اندو ژوند زنځير و زولانه وو او بلخوا له يو گو تشمېر ليکوالو پرته، نورو د يوه پوهنيز- څېړنيز کتاب يا داستاني او شعري ټولگې چاپ او خپراوی د هوسۍ په ښکرکې وو او له موږ يو څو پکوورکو پرته سلگونو او ان زرگونو دغه ارمان له ځان سره گورته وړی او هممهاله ور سره ډېر پټ استعدادونه ناغوړېدلي خاورې شوي دي.

 

تر دې چې په خپلو پيسو هم چا څه چاپولای نه شول. په دې ډول تر غويي انقلابه د چاپو پښتو اثارو شمېرې د ارواښاد موسی شفيق د ليکنې له مخې چې د پښتو ټولنې د لاپو شاپو په غبرگون کې موږ په وږمه کې ورخپره کړې وه، تر سلو ټوکو تېری نه کاوه.

 

ما چې د ښاغلي يون په خبره، له څومره ييز او څرنگيز پلوه د علامه استاد حبيبي تر رېکارډ ور اړولې وه، د غويي تر انقلابه پښتو پښويه (گرامر) هومره چاپ ته سپارلای نه شو. يو خوا د سرکاري او بلخوا د دود يزو استادانو بدنيتيو دېته اړېستلی وم، د لکچرنوټ په بڼه يې پخپل لگښت په چا ټايپ کړم او هله يې پوهنتون راته يو څو ټوکه راگستتنر کاندې، د وييپوهنې او آرپوهنې (اېتېمولوجۍ) ليکنې مې د نصير پښتون په لاسکښنه لومړی په وږمه مهالنۍ کې چاپولې او هله مې ترې د لکچر لپاره هم کار اخېست.

 

مټې پر۱۳۶۰ کال چې له امين – تره کي له زندانه راووتم او د پوهنځي رئيس شوم، وار له مخه مې د گران سيدمحی الدين هاشمي را خطاطي کړې پښويه له چاپه راوکښله او ورپسې پښتو ليکلار، وييپوهنه او نور.

 

له دې کبله د ځوان پښت د سر شمله سيداصغر هاشمي نېکمرغه بولم چې په لنډ مهال کې يې له گردو ټولنيزو ناورينونو سره سره، پوهنيز- څېړنيز، او ادبي- فرهنگي رېکارډ ټين کړی تر بريده رسولي او په دې لړ کې يې د څېړندود دغه اړين نښير چاپ ته چمتو کړی دی.

 

له دې سره سره يې دا مېړانه هم ستايم چې په ټول زغم يې زما د سپين ږيري تخنيکي او ژبنۍ لارښوونې تر وسې وسې په پام کې نيولې دي.

د ځوان، هڅاند او نوښتگر ليکوال او څېړنوال سيد اصغر هاشمي د لا ډېرو بريو او برياوو په هيله!

 

ستاسې د ټولو زيار

اکسفورډ، ۸ مارچ ۲۰۱۷

 
- پوهاند ‌ډاکترمجاوراحمد زيار
بېرته شاته