(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امریکا سیاستونه؛ د افغانستان او

[17.Jun.2017 - 12:30]

د امریکا سیاستونه؛ د افغانستان او سیمې برخلیک

لیک: غلام جيلاني ځواک 

کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد، له چين نه نيولې تر روسيې او بيا له اروپا نه تر افغانستانه د نړۍ د مشرانو په ذهن کې مهم سوال دا و، چې له نړۍ سره به په اړيکو کې د امريکا د نوي حکومت پاليسي څه وي؟ هغه څه چې ټرمپ د انتخاباتي کمپاينونو پرمهال ويل او که هغه څه چې په اصطلاح د امريکا ملي ګټې (يا په حقيقت کې د امريکا د حاکم پوړ ګټې) يې ايجابوي؟

سره له دې چې د افغانستان په اړه د امريکا د پوځي قومندانانو له ويناوو څخه دا څرګندېده چې امريکا دلته د خپلو پوځونو زياتول غواړي، له هماغه پيله د داعش په اړه د امريکا د پوځ مشرانو دا ويل چې افغانستان به د داعش پر  وړاندې د مبارزې مرکز وي، ورته څرګندونې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم کولې. يو مهال اشرف غني وويل چې افغانستان به د ترهګرو پر هديره بدل کړو، افغان حکومت او امريکايي چارواکي وايي چې اوس په افغانستان کې تقريباً ٢٢ ترهګرې ډلې فعاليت کوي او که دلته ٢٢ ترهګرې ډلې هم وي، نو پر وړاندې به یې جګړه هم روانه وي. د داعش ګواښ، د ترهګرو ډلو شتون او د عسکرو زياتول؛ دا ټولې خبرې یوازې يو پيغام لري چې هغه د جګړې دوام دی. خو د رياض له کنفرانس او تر هغه وروسته چې کومې پېښې رامنځ ته شوي دي، د سيمې په اړه د امريکا پاليسي ورو- ورو رابرسېره کوي. داسې برېښي چې نړۍ او بيا په ځانګړي توګه منځنی ختيځ، افغانستان او منځنۍ اسيا د کړکېچ يوه نوي پړاو ته ورننوځي. د رياض په کنفرانس کې چې د ترهګرۍ پرضد جوړ شوى و، د ډونالډ ټرمپ ټول تمرکز پر ايران و. خو د پاکستان چې د اسامه په ګډون د القاعدې ګڼ شمېر غړي پکې يا وژل شوي او يا نيول شوي، د افغان طالبانو مرکزونه په کې فعال دي او هغه هېواد چې د تروريزم ملاتړ کوي او ترهګري د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کاروي، نوم هم وانخستل شو. قطر چې د امريکا ترټولو ستره يوځي اډه په کې پرته ده، ناڅاپه د ترهګرۍ ملاتړی وبلل شو او د سعودي عربستان په ګډون څو مهمو عربي هېوادونو ورسره اړيکې پرې کړې. تېره اونۍ د ايران په سياسي او روحاني مرکزونو يانې د ايت الله خميني مزار او پارلمان د داعش له خوا بريدونو څرګنده کړه چې دا يواځې عراق، سوريه او افغانستان نه دي چې د جګړو په اور کې سوځي؛ بلکې په ټوله سيمه کې د جګړې لمبې بلېداى شي. ډېری شنونکي اوس په دې متفق دي چې دا جګړې د هغه ستر رقابت برخه ده چې امريکا يې نن د ايران، چين او روسيې او احياناً سبا ته له هند سره پرمخ وړي. له بده مرغه افغانستان د دغو سياليو په محراق کې واقع دى. روسيه، چين او ايران د افغانستان ګاونډيان دي او امريکا چې له دغو هېوادونو سره پر سيالۍ اخته ده، په افغانستان کې حضور لري. امریکا دلته پوځي اډې لري او داعش هم چې دوه کاله د مخه يې ايله نوم دلته اورېدل کېده، اوس له ننګرهار او کونړه نيولې تربدخشان او سرپل پورې منظم تشکيلات او روزنځايونه لري، نه يواځې په ولايتونو کې خوندي مرکزونه لري بلکې په پلازمېنه کابل کې لوی بریدونه کوي. د شهید داوود خان پر روغتون بريد او د وزير اکبر خان د زنبق په څلور لارې کې موټر بم برید مسولیت داعش منلی، خو په افغانستان کې سياسي کړۍ بيا په دواړو بريدونو کې د افغانستان امنيتي ارګانونه هم مسئول ګڼي او داسې انګېري چې  که ترهګرو سره د ننه د امنيتي ارګانونو همکاري موجوده نه وي، داسې بريدونه ترسره کول ممکن نه دي. له دې مخکې هم د افغانستان حکومت کې دننه ځینې کړۍ او بيا د ملي امنيت شورا داعش سره په همکارۍ تورنه شوې. د داعش او طالبانو په سيمه کې د ناپېژانده الوتکو کښېناستو ادعا ته لا تراوسه د حکومت له خوا د قناعت وړ ځواب نه دى ويل شوى. د وزير محمد اکبر خان له پېښې وروسته دا شک او ګومان لا پياړی شوى چې حکومت کې ځینې کړۍ ترهګرو سره همکاري لري او که حکومت په ټوله کې او يا د حکومت يوه برخه د ترهګرو سره همکاري لري، ښکاره ده چې دا کار د امريکا له همغږۍ او همکارۍ پرته ممکن نه دی.

که پورتني ټول موارد په نظر کې  ونيسو، نو بيا د افغانستان په اړه د امريکا پاليسي په ډېر واضح ډول څرګندېږي. د انګلستان صدارعظمي تیريزا مې کله چې په لومړي ځل له ټرمپ سره وليدل، نو د روسيې باغيانه سياستونه، د چين چټک اقتصادي پرمختګ او ترهګري يې هغه ګواښونه وبلل چې امريکا او انګلستان ورسره مخ دي او بايد په ګډه ورسره مبارزه وکړي. برژنسکي چې د جيمي کارتر د ملي امنيت مشاور  و، د پخواني شوروي اتحاد ګرد چاپېره د بحران د کړيو د ايجاد ستراتيژي یې اوس هم ادامه لري. امريکا او متحدين يې اوس هم غواړي د چين او روسيې ګردچاپېره د بحران کړۍ رامنځته کړي او بالاخره چين او روسيه او سبا هند په کې ونښلوي. پرون دا کړۍ د مجاهدينو په نامه جوړې شوې او نن له طالب او داعش څخه همدا ګټه اخیستل کيږي. په افغانستان کې بايد جګړه دوام پيدا کړي، دلته بايد طالب او داعش پياوړي شي ترڅو د اور لمبې د سيمې هغو هېوادونو ته هم ورسېږي چې امريکا ورسره سيالۍ لري.

د امريکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډانيل کواټس وايي چې د امریکايي سرتېرو له زياتولو سره سره به ٢٠١٧ په افغانستان کې يو خونړی کال وي او طالبان به په اطرافو کې ځینې سيمي لاندې کړي. جېمز ماټيس د امريکا د دفاع وزير استراليا کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې طالب د سياسي حل برخه نه شي کېداى. کله چې طالب د سیاسي حل برخه نه شي کېدای، نو ښکاره ده چې داعش خو بالکل نه شي کېدای، يانې سياسي حل ممکن نه دی او بايد له طالب او داعش سره جګړه وشي، خو امريکا څرنګه چې لازمه ده د طالب او داعش پر وړاندې جګړه هم نه کوي، که يواځې پوځي حل لاره ممکنه وي، نو بيا خو بايد پاکستان په هر قېمت چې وي مجبور کړای شي چې د طالب او داعش ملاتړ پرېږدي، د دوی مراکز هلته له منځه لاړ شي، د افغانستان ملي اردو پياوړې او پر وسلوسمبال شي. امريکا په افغانستان کې د اوږد مهال لپاره د پاتې کېدو او درې زره يا شپږ زره عسکرو د زياتولو خبره کوي، په دې خو جګړه نه ګټل کېږي. يعنې امريکا نه سوله کوي او نه جګړه ګټل غواړي، نو د افغانستان په اړه د ټرمپ پاليسي هم په حقيقت کې د امريکا د پخوانيو پاليسيو تسلسل دى. امريکا دلته منځنۍ اسيا، روسيې او چين ته د بحران د لېږد په خاطر په افغانستان کې د جګړې ادامه غواړي. افغانستان بايد په وزيرستان واړول شي، ترڅو جګړه د روسيې او چين پولو ته ورسېږي، د روسيې او چين چار چاپېره بايد د اور لمبې بلې شي. په افغانستان، عراق او سوريه کې اور بل دى. عربي هېوادونه هم په خپل منځ کې سره نښتي او ايران سره تضادونو ته لمن وهل کېږي ترڅو دا ټوله سيمه اور واخلي. د  دې اور لومړني بڅرکي د ايران په پارلمان او د امام خميني په زيارت په بريد کې ليدل کېداى شي، دا بڅرکي سبا کېدای په سوزونکو لمبو بدل شي. روهرا باکر د امريکا کانګرس ته په وينا کې ویلي چې امريکا بايد د ايران او حزب الله پر وړاندې له سنې ډلو (داعش) ملاتړ وکړي. دی پر ايران د داعش وروستي بريد ته په اشارې وايي چې دا کار پر ايران د فشار ښه وسيله کېدای شي. د رياض په کنفرانس کې شيعه او سني تفريق ته لمن وهل او په کابل د خلکو هغه اعتراض چې د وزيراکبر خان له چاودنې وروسته د امريکا پرضد پيل شوی و، پر قومي او ژبني شخړو بدلېدل يوه سناريو ښکاري چې هدف يې  له منځنې ختيځ نه نيولې تر منځنۍ اسيا د اور بلول دي. حقيقت دا دی چې افغانستان له يوه ډېر خطرناک وضعيت سره مخ دى. د امريکا د سياستونو پايله افغانستان ته دا ده چې دلته به د داعش په ګډون ترهګرې ډلې فعالې وي او افغانستان به د دې ډلو د جګړو ډګر وي. دا ۲۰ ترهګرې ډلې به د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو کې عمليات کوي، هلته به جګړه لېږدوي او ترهګريز بريدونه به کېږي، يعنې افغانستان به پر يوه داسې هېواد اوړي چې د سيمې نورو هېوادونو ته به د ګواښ يو مرکز وي، نو بيا ښکاره ده چې افغانستان به نه يوازې د دې ډلو د جګړو مرکز وي، بلکې د هغو هېوادونو د جګړې مرکز به هم وي چې دا ډلې ورته ګواښ پېښوي. روسيه او ايران هغه هېوادونه دي چې لا دمخه په دې اړه اندېښنه لري. طالبانو سره د روسيې اړيکې په همدې خاطر دي چې وکولاى شي په افغانستان کې د داعش مخه ونيسي. ضروري نه ده دا جګړې دې تر نيابتي جګړو پورې محدودې پاتې شي، د داعش په نوم که امريکا په افغانستان کې د نړۍ د “بمونومور” استعمالولاى شي، ښايي روسيه هم ځان ته دا حق ورکړي چې له داعش سره د مبازرې په نوم په افغانستان کې د” بمونو پلار” استعمال کړي.

دا مکلفيت د افغان حکومت دى چې افغانستان وژغوري او پرې نه ږدي چې افغانستان سيمې ته د يوه ګواښ او د جګړې او ترهګرۍ د لېږد پر مرکز بدل شي، د يوې داسې جګړې پر ډګر چې وژل کېږي به په کې افغانان او ګټه به يې د امريکا يو څو لويو پانګه والو ته رسېږي. دا خو د منلو نه ده چې د ملي وحدت حکومت مشران دې پر دې پوه نه شي چې د روانې لوبې او د امريکا د سياستونو پايله به افغانستان ته څه وي؟ ښکاري داسې چې دوی ته د خپلو شخصي ګټو او اقتدار په مقابل کې چې دوی یې د امريکا په مطلق اطاعت کې ويني، د ملت ګټې او راتلونکى کوم ارزښت نه لري.

اشرف غني اوس يو ځل بيا وايي چې موږ بايد له طالبانو وړاندې له پاکستان سره سوله وکړو؛ پاکستان سره سوله څه چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د ملي وحدت حکومت له پاکستان سره د استخباراتي همکاريو او د (اېس. او پي) په شان شرمناک سندونه امضا کړل، د پاکستان استخباراتو ته يې اجازه ورکړه چې زموږ د ملي امنيت په زندانونو کې له بنديانو تحقيق وکړي، د دوی په فرمايش عمليات وشول او خلک ونيول شول او دوی ته وسپارل شول، مګر د پاکستان ځواب د افغانستان پر خاوره تېرى، د ډيورنډ کرښې دېخوا سيمو نيول او شاه شهيد، سردار داود خان، شاهين قول اردو او وزيراکبر خان پېښې وې. که دا لوبه د پاکستان په لاس کې نه ده، نو د پاکستان په پښو کې لوېدل هم موږ نه شي ژغورلى، لومړی پاکستان سره سوله کول د هېڅ په وړاندې پاکستان ته امتيازات ورکول اوپاکستان ته تسليمېدل دي. د ژغورنې لار دا ده چې افغانستان د امريکا د هغو سياستونو مخه ونيسي چې افغانستان د جګړې د لېږد پر مرکز بدلوي. افغانستان بايد امريکا سره خبره سپينه کړي، امريکا که په رښتيا هم غواړي چې دلته له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، نو يواځینۍ لار يې په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ له منځه وړل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کول او د افغانستان د ملي اردو او امنيتي سکتور پياوړي کول دي. هغه څه چې اوس روان دي، هغه پر يوه جهنم د افغانستان د بدلولو لار ده، د دې لارې مخه بايد ونيول شي او د دې پوښتنې ځواب بايد وموندل شي، چې هغه الوتکې چې زموږ سرتېرو ته اکمالات کوي، هماغه الوتکې هغوی ته هم اکمالات کوي چې زموږ سرتېري وژني، دغې پاليسۍ ته بايد د پاى ټکي کېښودل شي چې زموږ سرتېري او زموږ د سرتېرو قاتلان له يوه مرکزه رهبري او اکمالېږي.

 
- ځواک
بېرته شاته