(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغني خان شعر ، تنقید

[31.Jul.2017 - 19:57]

د امتزاجی تنقید په رڼا کښی د غني خان د یو شعر تجزیاتي مطالعه!!..

۱.. په سرسري نظر دې شعر کښی که خبر نه ښکاري نو دا ځکه چی دا د نظم شعر دے، خو په دقیق نظر په دې شعر کښی دومره خبرونه دي چی احاطه کول ئے ډیر ګران دي، لکه "ازل او ابد" په جمع سره مستعملول که یو خوا د کوپرنیکس د کائنات په حقله د لامحدود تصور اثبات دے نو بل خوا د (Philosophy of being) په ځائے د (Philosophy of becoming) ترجیح هم ده، چی نتیجه ئے د خدائے یا د مطلق حقیقت د جمود نه انکار دے، شاعر دلته د یونان د فلسفیانه مکتب، کوم چی د مغربی فکر بنیاد دے، نه دومره پورته تللې دے چی د وراءُ الاوری لمن د ابراهیمی روح، هندآریائي او د مشرقی مابعدالطبیعیاتی تفکر په پکارونه رانیسي. یاده دې وي چی فلسفه، الاهیات او منطق نَن په تمامی پرمختللي هیوادونو کښی لازم ملزوم ګڼلې کیږي.

د خپل دې موقف د تائید لپاره د شاه ولی الله تبصره وړاندې کووم، ښاغلې وائي چی افلاطون په خپلو مکاشفاتو کښی ګنګس وو، او هم دغه وجه وه چی هغه د عالمِ مثال نه پورته نه وو رسیدلې او فلسفه ئے په اصلی معنو کښی د مابعد الطبیعیاتی ارتقا نه هم نه وه راتیره شوې، 

مستشرقین (Orientalists) یو اعتراض کوي چی مسلمان د یونانی فکر نه پوره پوره واقف نه وو، خو د دې تاریخی حقیقت داسې دے چی یونانی فکر په دوه ډلو کښی پرمختګ کړې دے، یو اشراقیین وو، چی دور ئے د مسیح علیه السلام نه پینځه پیړئ وړاندې دے، او سر لښکر ئے افلاطون دے،او میشته په یونان کی وو.  بل مشآئین وو، چی دور ئے مسیح علیه السلام نه څو پیړۍ پس ته دے، سر لښکر ئے فلاطینوس وو او دوئي په اسکندریه کښ میشته وو. په مجموعی توګه په مغربی تهذیب د اول الذکر ډلې اثر غالب دے، او په مسلمانانو د موخر الذکر، وجه ئے هم فطري ده چی مشآئین د وحدانیت د روح نه مستفید وو، 

۲.. د ماشي او میږي د ژبې په باب له د تصوف یو نظر وړاندې کووم، د وجود نزولي مراتب داسې دي چی ذرات، جمادات، نباتات، حیوانات او انسان، دغه رنګ د دې اپوټه ترتیب ته د وجود صعودی مراتب وئیلې کیږي. شبِ معراج د صعودی ترتیب او شبِ قدر د نزولي ترتیب اعلی نمونې دي، چی کله یو انسان د عقلی پیمانو نه پرته د رب پیروي کوي نو دې اصلاََ د انسانی درجې نه اوچت حیوانی درجې ته وورسي، او دغه رنګ په بره بره روان وي، غنی خان دلته د دغې درجې ذکر کوي، او د دې نظم په نورو شعرونو کښی د نورو مراتبو، لکه

"دا دریاب د حسن چی په واړه دنیا خور دے"

"څاڅکی د شبنم کښی حافظې دي د سیندونو" 

"کوم خوا ته کاروان د مینې خود مستۍ روان دے" 

دلته ذهن ته یو سوال راځی چی په حیوانی درجه غنی خان د "ماشي او میږي" انتخاب ولې کړې دے؟  د دې لپاره د غنی خان یو بله مصرعه راوړم چی د دې پوره پوره وضاحت کوي

" مچ د زمري سترګې شلوي ماشې د اوښ وینه" 

د ماشی او میږي د انتخاب د سبب لپاره که د غنی خان نظمونه " ماشې" او "میږې" مخې ته کیږدو نو هم خبره سپینیږي. غنی خان په دواړو د پنځوسو پنځوسو شعرونو نظمونه لیکلې دي.

۳.. ماشی او میږې حقیقتاََ خبرې کوې شی؟؟ د قران مجید له مخه د وجود د دغه ټولو مراتبو مظاهر کلام کولې شي. دلائل ئے لاندې کرښو کښی راوړم

(الف) تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ ۚ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَٰكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (۱۷:۴۴)  

(ب) سَبَّحَ لِلَّـهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (۵۷:۱)

(ج) متفق علیه حدیث دے چی کله جنازه په اوږو اوچته کړې شی نو دا مړې کلام کوي، که نیک وي نو وائي ما زر زر ورسوئ او که بدکار وي نو وائي تباه شئ ما چرته وړئ؟ او دا کلام د جن او انس نه علاوه تمامی مخلوق اوري، که انسان واروید نو بیهوشه به شي.( بخاری ۱۳۸۰، مسلم ۱۶۴۷)

(د) د کتابِ مقدس بائبل له رویه هم سلیمان علیه السلام به حشراتو او حیواناتو سره کلام کوو.

۴.. په لسانیاتو کښی د ژبې د پیدائش په باب له دوه معروف نظرونه دي، یو دا چی انسان ارتقاءََ ژبه ذده کړې ده، اول اشارات، بیا صوتیات، بیا توري او بیا جملې، خو بل نظر دا دے چی انسان سره دا صلاحیت د اول نه دے، ( و علم آدم الاسماء کلها) جدید ماهرینِ لسانیات هم دا صلاحیت په انسان کښی (by Default) موجود ګڼي. 

او مذید دا دعوی هم لري چی د بائنري لینګویج (مشینې ژبې) ساخت په انسانی ژبنې صلاحیت قیاس دے، لکه څنګه چی د الوتکې د الوت د مختلف مراحلو تکنیکي رهنمائي د مرغۍ د الوت نه اخستې شوې ده. په دې باب له د واشنګټن په خلائي میوزیم کښی د دغه تصور تصویری لیکچرې خوندي دي.

بعضې سائنسدانان دا دعوی هم لری چی که لکه د مشینې ژبې په رنګ په ځناورو سائنسی خواري اوشی نو ممکن ده چی خبرې اوکړي. خکه چی مشین خو جماداتو کښی راځی او حیوانات یا حشرات خو له دې نه پورته درجه ده او صوتیت ئے هم ثابت دے، 

۵.. ماشې او میږې چی د وجود د کومې مرتبې نه علامت دے د هغې ژبه د انسانی ژبې نه افاقی ده. 

۶.. په دې شعر کښی د انسان سره د حصولِ علم لپاره د سائنسی طریقِ کار نه پرته نورو ډیرو وسائلو ته اشارات دي، لکه کشف، الهام، وجدان، ښائست، نظم، تنوع او فطرت وغیره. دا بیله خبره ده چی فرداََ د دغه وسائلو نه معرفت د استعداد په بنیاد وي.

 

سمیع الدین ارمان داودزے

رائس یونیورسټی هیوسټن ټیکساس

- ارمان داودزی
بېرته شاته