(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اقبال د خوشال تر سيوري لاندې

[03.Aug.2017 - 18:45]

اقبال د خوشال تر سيوري لاندې

لیک: اجمل اټک یوسفزی

د خنيځ د لوی مفکر او د اسلامي نړۍ د ياد شاعر او مبلغ علامه اقبال لاهوري په هکله ډېره مطالعه او لوست نه لرم او نه مې لوستی دی له کوچنيوالي مې کله کله يو نيم بيت يا شعر په لره پښتونخوا کې له پاکستاني دولتي ټلويزيوني چينلومو نه اورېدلي او بس .

هغه وخت ماشوم وم او علامه اقبال مې يوازې د يوه عادي شاعر په بڼه ذهن کې ځان درلود مګر د وخت په تېرېدو پو شوم چې علامه اقبال د پاکستان قامي او ملي شاعر دی اشعار يې پاخه د نبوغ خاوند دی او د اسلامي نړۍ مفکر دی .

له بده مرغه ما تر ننه اقبال ونه لوست خو کله کله يې شعرونه مخې ته تصادفي راشي او يو څرک مې له سترګو تېر شي نن سبا چې نړۍ ، نړۍ والو او ټکنالوجۍ پرمختګ کړی دی نو ډېرو خبرو ، نکلونو ، نظرونو او واقيعتونو هم ورسره بدلون او تغيير وکړ مطبعات عام شول او د ورځ خبر په يوه سترګو رپ کې د نړۍ ټولو انسانانو ته ورسيږي پنځوس کاله دمخه يوازې يو نيم ورځپاڼه ، اونيزه او يا مياشتنيزه به په يوه هېواد کې چاپېدله او هغه به هم ډېرو خاصو او ځانګړو خلکو او چارواکو ته ور رسېدله او تر پنځوسو کالو هم دمخه يعنې سل يا دوه سوه کاله پخوا خو خير او خيريت و او د اخبار چاپ خو څه چې ان د کتاب چاپ هم بېخي په نشته شمار و

او دا هغه وخت او پېړۍ وي چې په سميه کې ځای ځای ستر ستر ليکوال ، فيلسوفان ، صوفيان ، عارفان او شاعران موجود وو

زموږ د پښتو ادب ستره هستي خوشال خان بابا هم په همداسې وخت کې نړۍ ته راغلو چې ښايي ډېر اثار او اشعار يې خاورې شوي هم وي

له اوږدې سريزې تېرېږم دا خبره مې په دې پورې اوږده کړه چې يو څه وخت مخکې مې په فيسبوک کې د ځينو ملګرو ليکنې وليدلې چې ويل يې علامه اقبال ډېر څه د خوشال بابا نه راغلا کړي دي او .... د همدې خبرو په ترڅ کې يوه ورځ دلته په اروپا کې د جمعې د ورځې لمونځ د ادا په پاره يوه پاکستاني جومات ته وربرابر شوم د جومات امام يو زلمي پنجابی و چې تازه د لاهور نه دلته امامت ته راغلی و امام د جمعې د واعظ په خبرو کې د علامه اقبال په شخصيت خبرې وکړې او د خبرو په منځ منځ کې يې د علامه ځينې بيتونه او شعرونه هم د موضوع په تړاو ويل زه د علامه اقبال د نوم سره د امام خبرو ته ډېر ځير شوم او غوښتل مې چې د علامه د ژوند ، فن او شخصيت په هکله د امام د خبرو نه څه نوي زده کړم مولانا د يو څو بيتونه وويل چې ما ته کټ مټ د خوشال خان بابا بيتونه په عينې مانا ذهن ته راغلل د لمونځ نه وروسته ګڼه ګونه ډېره وه او زما هم بيړه وه د امام سره د خبرو او د علامه ددغو شعرونو د ليکلو او ياداشت کولو بې برخې شوم خو يوازې دوه بيتونه چې امام دوه درې ځل بيا بيا وويل هغه مې په ذهن کې پاتې شول ضبط او ثبت مې کړل 

د علامه شعر شعر و :

" دستار کی هر بيج کی تحقيق هی ضروری 

هر صاحبی دستار معزز نه هی هوتا "

ددې بيتونو د اورېدو سره سم ما ته د خان بابا دا مشهور بيتونه راياد شول چې :

" چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي بې شمار دي " 

لومړی خو بايد دا ووايم چې له بده مرغه ما خپل خوشال بابا هم دومره نه دی لوستی خو اورېدلی مې ډېر دی .

د امام د يوه بل بيت مفهوم مې په ذهن کې و چې 

د هغه بيتونو مانا او مفهوم بېخي کټ مټ د رحمان بابا يو شعر ته ورته و چې وايي :

ځان ژوندې په ځمکه ښخ کړه لکه تخم

که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

د علامه شعر مې بيا وروسته د مفهوم له مخکې راپيدا کړ چې وايي :

" مټا دی اپنی هستی کو اګر کچهه مرتبه چاهی

که دانه خاک مين مل ګل و ګلزار هوتا هی "

دلته نو بېخي پو شوم چې دغه لوی نړۍ وال مفکر علامه اقبال رح زموږ د ادب او زموږ د باباګانو له فيضه رنګ اخيستی دی او له افکارو يې څرګنده ښکاري که څه هم ما مخکې وويل چې پخوا مطبوعات د نن عصر په شان نه وو چې يو شعر او يو بيت دې ټولو ژبو او ټولو ولسونو ته نېغ په نېغه يا په يو ډول نه يو ډول ورسيږي دا هم کېدای شي چې د ځينو نورو يادو شاعرانو د شعرونو مفهوم او مضمون تصادف سره ورته والی درلود لکه نازو انا وايي :

سحرګاه وه د نرګس لېمه لانده 

څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده

ما ويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې

دې ويل ژوند مې دی يوه خوله خنديده

علامه اقبال بيا ورته مطلب داسې بيانوي :

شبی زار ناليد ابر بهار

که اين زنده ګی ګريه پيهم است

درخشيد برق سبک سير و ګفت

خطا کرده ای خنده يکدم است.

شيخ سعدي هم ورته مفهوم په يو څو بيتونو کې همداسې رانغاړي :

ميروی و ګريه ميايد مرا 

لحظه نشين که باران بګذرد.

زموږ حضرت حمزه خان بابا هم تقريبا ورته بيتونه لري او په يوه غزله کې وايي :

ګوره سترګې مې چې ډکې ډکې کيږي

نوم د تګ په خوله وانخلې باران راغلو.

دا به نو اوس بېخي د انصاف نه لرې وي چې ووايوو دوی ټولو يو د بل نه الهام او يا فکري رنګ په دغو بيتونو کې اخيستی دی په داسې حال کې چې مطبوعات او خپرونې هم هغه وخت عامې نه وي

خو د علامه اقبال د فکري رنګ او اغيز په اړه بيا ډېر شواهد ، اسناد او خبرې شته چې د خوشال بابا ژور اغيز يې په ليکنو او افکارو کې ځلاليږي 

د خوشال بابا د لوست او مطالعې دپاره علامه اقبال په وار وار ارمان کاوه چې کاشکې يې پښتو زده وای چې خوشال يې د يوه مکتب په څېر لوستی وای خو داسې ښکاري چې علامه اقبال رح خامخا داسې کوم پښتون ملګری يا څوک کس چې پښتو پوهېده په څنګ درلود چې د بابا شعرونه يې ورته ژباړل 

دا هم ويل کيږي چې کله علامه اقبال رح جرمني ته ولاړ او هلته يې د ټيوبنګن په پوهنتون کې داخله وکړه نو د انګريز څېړونکي ميجر راورټي هغه څلويښت شعرونه چې د بابا له اشعارو يې غوره کړي و او په انګريزي يې څېړلي وو علامه ولوستل او پوره يې نر اغيز لاندې شو .

که څه هم علامه اقبال په عقيده وي توګه لا تر خوشال بابا هم دمخه د مولانا جلال الدين ( افغان ) بلخي د افکارو او ښوونځي اغيزمن و او همدا لاملونه وو چې په ټوليز ډول د افغان نوم ، شان ، وقار او شوکت ته سلامي و او په درنه سترګه يې ورته کتل 

علامه اقبال رح  د ستر خوشال په کمال او هنري جمال دومره مين و چې هغه وخت يې د افغان دولت د پوهنې وزير ته ځانګړی پيغام د ټينګار سره وروليږه چې افغان يعنې پښتانه څېړونکي دې د خوشال خان بابا په ژوند او فن ژورې څېړنې وکړي او د خوشال خان ملغلرې او ګوهر دې خاورې کېدو ته نه پرېږدي

په خپله يې هم خان بابا ته نظم وليکلو او خوشال خان بابا يې مرد افغان ونوماوه 

ددې سره سره يې د لومړي ځل دپاره يوه غيرې پښتنه ميرمن خديجه بيګم فيروزالدين وهڅه وله چې د خپلې دوکتورا تېزس په خوشال خان وليکي او ددغه علمي بحر نه لپې رادکې کړي علامه اقبال رح پوهېده چې د خوشال هنر لکه د يخو ، تازه او خوږو اوبو کوهي داسې دی څومره چې ترې لپې راډکوې هغومره يې اوبه تازه کيږي په رښتيا هم د ستر خوشال شخصيت ګڼ اړخيز دی تر اوسه په سيمه کې څه چې دا نړۍ په کجه داسې اديب ، فيلسوف ، صوفي ، طبيب ، اروا پو ، جنګيالی ، مفسر ، انسان شناس او رهبر نشته چې دومره ځانګړتياوې دې په کې وي د خوشال خان بابا فکر راسپړل غواړي په خبرو کې يې داسې خبرې شته چې ښايي کلونه کلونه وروسته پرې د نړۍ نور نسلونه پو شي د خوشال خان بابا فکر زړښت نه لري بلکې پرعکس ورځې تر بلې ځوانيږي خوشال خان په خپل عصر کې شاعري کړې ده خو هر عصر او نسل يې د خپل وخت عکاسي او نقاشي ګڼلای شي هنر يې لکه عطر د انسان ذهن او فکر معطر کوي .

خوشال د بشر او هيومانيزم خوشال و هنر يې د په قومي او مذهبي چوکات کې بند نه دی که څه هم تر هر چا ښه مسلمان او مومن و خو هنر يې د هر انسان د زړه غږ دی ، خوشال نر پښتون او تر هر پښتون غيرتي پښتون و خو پښتونوالې د نورو انسانانو نه ، نه دی بيل کړی بلکې هر انسان يې خپل کړی دی.

همدغه خبرې ددې لامل شوې چې د ختيځ نابغه او لوی مفکر د پښتون خوشال په نوم  يوه له ستاينو ډکه ليکنه وکړه ( khushal Khan khatak afghan  worrior poet ) او د وخت په معتبره خپرونه  حيدراباد اسلامک کلچر کې چاپ شو.

او بل اټکل دا هم کيږي چې علامه اقبال رح جاويد نامه او بال جبريل هم د بابا د باز نامه ، سوات نامه ، دستار نامه ، فضل نامه او نور په تاثر کې ليکلي دي .

د پای خبره مې دا چې علامه اقبال رح د خوشال خان بابا سره ځانګړې مينه درلوده د خوشال فکر او عمل يې خوښ و او زموږ خان بابا يې خپل اتل او ايډيال ګرځولی و .

اټک يوسفزی

#پښتنو_خپل تاريخ ولولئ

 

- اجمل اټک یوسفزی
بېرته شاته