(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مجذوب د کتاب مطالعه

[08.Aug.2017 - 13:23]

د محترم عبدالرحیم مجذوب د کتاب "د نور مظهرونه" تجزیاتی مطالعه!

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی، ایډورډز کالج پیښور

۱.. د "نور" نه د لیکوال مراد "الله" دی، او د دغه نور د مظهرونو لپاره ئی د مذاهبو (آسمانی اوغیرآسمانی)، سائنس، داستان او تاریخ نه استفاده کړې ده. په دې لړ کښی ئی د انسان، کائنات او د نور د حقیقتونو وضاحت لپاره هغه موضوعات رانیولې دي چی پښتو ژبه ورسره ډیره بلده نه ده. او دا ئی د بیباکه اظهار او اخلاقی جراءت ښکاره دلیل دی.

۲.. په دې کتاب کښی د مضامینو د فهرست، ابواب بندۍ، او د ربط کموت ډیر محسوسیږي.

۳.. د خپلې مدعا د ثابتولو لپاره ئی د ارتقا په نظرئیی خبره کړې ده، او د دې نظرئیی د مرستې لپاره ئی د مولانا روم، اقبال، ډارون او علامه مشرقی نومونه راوړي دي خو په دې سلسله کښی تر ټولو اهم نوم د ابن مسکویه دی، چی د دې نظر خالق ګڼلې کیږي د هغه پکښی ذکر نیشته.

۴.. د تورات او د انجیل حواله پکښی ډیره زیاته ده خو د باب نمبر او آیت نمبر پکښی نیشته دی، نو د ډیر ښه لوستونکي د پاره هم د توثیق په لړ کښی ډیر دقت پیخیوي. 

۵.. د دې کتاب د مجموعی استدلال لپاره اډانه په داستان او اسطورې ده. او هم دغه وجه ده چی اختِتامیه ئی هم اسطورې ته ورته ده. په دې لړ کښی که د اسطورې  معاصر تنقیح پکارولې شوې وو نو د کتاب ارزښت او وقعت به یو په دوه شوی وو. د انسان، روح، جن، دیوی دیوتا، خدائ او کائنات په حقله ئی په اکثر داستانونو څه هیڅ قسمه اخلاقی، منطقی یا سائنسی نیوکه نه ده کړې.

۶.. د مخلوقاتو د عمر په ضمن کښی د زاڼې او د وهیل مهي په باره کښی بار بار لیکلې دي چی د دوې عمر دوه درې زره کاله دی. د دې ماخذ نه لیکوال ذکر کړې دی او نه شارخ. د جدید زوالوجسټانو مطابق د زاڼې زیات نه زیات عمر څلویښت کاله دی، او د وهیل مهي عمر زیات نه زیات لس کم سل کاله دی. 

۷.. د هابیل او قابیل د پیشې نه چی کوم د انسانی تاریخیت د پړاوونو(ښکاری او زرعی) استدلال شوې دی هغه د دې نه وړاندې سعدالله جان برق کړې دی او د هغه په دوه کتابونو "عسکریت اور رعییت" او "وحدت الوجود او بګ بینګ" کښی رقم دی. خو دلته لیکوال دا حواله نه ده ورکړې او نه پرې شارخ څه رائی لیکلې ده. 

۸.. دغه رنګ ځائی په ځائی د وحدت الوجود توضیحات مذکور دي خو د دې نظرئیی نامه بس په آخره کښی یو وړوکی ذکر سره موجود ده. 

۹.. په رسالت او نبوت باندې بیشمیره ځل په آسمانی او غیرآسمانی مذاهبو کښی تبصره شوې ده خو د رسالت/نبوت په حقله په دې مذاهبو کښی د رسول/نبی تعریف او صفات جدا جدا دي. عن تر دې چی د آسمانی مذاهبو په خپلو کښی یو بل سره د زمکې آسمان هومره اختلاف دی. لیکوال دغه افتراق په اشتراک مفروض کړې دی. 

۱۰.. د کائنات او اجرامِ فلکی د تخلیق په ابتدا او ارتقا باره کښی چی لیکوال څه څه لیکلي دي نو د تورات او هندوازم حوالې خو ئی ورکړې دي خو خپل نظر ئی چی ښودلې دی هغه د شاه ولی الله په حجته الله البالغه کښی هم دی، او دې موضوع کښی دغه نظر ډیر معروف ومقبول هم دی، 

په کومه نقطه چی الله خپل نور اچولې وو هغې ته علامه آلوسی "یاقوت الحمرا" ویلې دی. او په دې ضمن کښی مجذوب دې اهم سوال نه فرار کړې دی چی الله کائنات په شپږو ورځو کښی جوړ کړې دی. نو د زمان تخلیق کله شوې دی؟؟ د قرانی او کتاب اقدس تصور مطابق خو داسې ظاهریږي چی دې مخکښی پیدا وو. په دې باب له د علامه رازی او شاه ولی الله نظریاتو هر اړخ باندې کافی شافی توضیحات کړی دي. که لیکوال د دغې حوالو نه استفاده کړې وې نو یقیناََ چی څه وژن به ئی جوړ شوئی وو.

۱۱.. د اجرام فلکی او د ژوند د تخلیق په باب له د سائنس د ټولو نه اپټډیټډ(Update) نظر د ډارک اینرجی (Dark Energy) او ګاډ پارټیکلز( God Particle)متعلق دی. لیکوال د دې نه هم خاموش دی. د دې تهیوری له قبله د مادې او د زمان تخلیق وضاحت کښی سائنسی پرمختګ د یوشتمې پیړۍ تر ټولو غټه واقعه ده.

۱۲.. په دې کتاب کښی نفس کُشۍ ته "نان وائلنس" وئیلې شوې دي. زه په ډیر احترام دې سره اختلاف لرم چی نفس کُشی هم د تشدُد بدترین شکل دی. 

۱۳.. د روح په باره کښی دې کتاب کښی تفصیلی بحث دی خو منتشر اوغیرِمربوط دی. د علامه ابنِ قیم  کتاب الروح تر ډیر حده د روح تمامی احوال و آثار ذکر کړي دي. 

۱۴.. د طوفانِ نوح په باره کښی د لیکوال دا نظر دی چی دا ګلوبل (Global)وو. په دې باره کښی چی دا طوفان لوکل(Local) وو هم بلها محققین (مسلم او غیرمسلم) متفق دي، نو دې پله هم څه اشارات قدرې پکار وو.

۱۵.. د انسانی ارتقا په حقله چی مجذوب سلسله د آدم نه تر محمد علیه السلام را اُرسوله نو د محمد نه پس افضل ئی حضرت علی او بیا حضرت فاطمعه رضی الله عنهما اوګرځول. 

د علی او حسن حیسن نومونو سره "علیه السلام" او د معاویه نامه بغیر د "رضی الله عنه" بیشمیره ځل رقم کول، د علی په باب له تمامی اسطورې تائیدول لکه چی د علی رضی الله عنه یوه پښه د آس په یو رکاب کښی وه، او چی بله پښه به ئی رکاب کښی اړوله نو قران به ئی ختم کړې وو، او داسې نور بلها اسطورې، او معاویه ته د اسلام اولنې غدار وئیل، د مشاجراتِ صحابه نه هغه استدلال کوم چی ظاهری دی او مستشریقینو رواج کړې دی، توثیقول، د اثناعشریه عقیده په شدومد بیانول، د امامت او یوولسو امامانو غیوبتِ کبری او صغری تائیدول او خلافت خو څه چی د خلافتِ راشده نه اعراض کول، د صلاح الدین جرنیلي زباتل او د عمر چی د سکندرآعظم نه ئی زیات قایم دایم ثابت فتوحات دي هغی نه مخ اړول او د معاویه خلاف فتوی بازۍ د مجذوب صیب رائی د شیعیت نه حد درجې متاثره کړې ده. او د تاریخی حقائقو یواړخیز تصویرکشی ده. 

۱۶.. د کتاب په اخره کښی مجذوب د محمد علی باب، بهاءُالله او غلام احمد پرویز باره کښی خپله رائی ورکړې ده او د دې درواړه شخصیاتو باره کی داسې رقمطراز دی " دا درېواړه کسان د مهدیت او د صحیح موعود دعویداران وو او صوفیا منش مسلمانان وو. پیشن ګویئ به ئی کولې او اکثر به درست وې. کله نا کله به ئی ځان سره نبی یا رسول ټکې استعمالولو خو مجاذاََ. د دریواړه کسانو د تعلیم سرچشمه قران او حضور علیه اسلام ئی متشرع پیغمبر وو. 

دا د مجذوب صیب تفرد دی او جمهور علماء امت د دې رائی مخالفت کوي. 

۱۷.. مجذوب وائي چی بهائیت د آفاقیت او عالمګیریت پله پورته شوې آسمانی قدم دی. زما خیال دی چی هغه ته دا رائی قائمولو کښی د بهایت دې آیډیلیزم لوې لاس ورکړې دی چی بهائییت د " وحدتِ ادیان، وحدتِ لسان، وحدتِ اوطان، مساواتِ مردوزن او امن بطریق ترکِ جهاد" آواز دی. د دې آواز د رئلیزم او حقیقی دنیا کښی زمکنې حیثیت څه کیدې شی د دې پله هړو هغه خیال هم نه دې ګوارا کړې. 

۱۸.. د بهائیت په ضمن کښی مجذوب لیکي چی " د اسلام منافی داسې یوه خبره هم نه معلومیږي چی هغه کړې وي" په دې تبصره زما مجذوب صیب ته خواست دی چی د بهائییت په اسرائیل کښی حج کول، د هغوئ عائلی قوانین او د بیت العدل فقه اوګوری نو منافی څیزونه به ورته ښکاره شي.

۱۹.. د غلام احمد پرویز د اسلام باره کښی مجذوب لیکي چی "ما د حمزه بابا نه تپوس اوکړو چی د هغه د مرزا په باره کښی څه رائی ده نو د هغه جواب دا وو چی مرزا صیب عاشق رسول وو، او صوفی وو.

زه خو دا وائم چی که مجذوب دلته د حمزه شینواری په ځائی د ابوالکلام آزاد هغه دوه فتوی کومې چی مولانا عبدالرزاق ملیح آبادی په خپل کتاب کښی نقل کړې دي، هم د خپل موقف د توثیق لپاره راوړې وې نو هم دا موقف د تفرد د کوره نه اوځي. 

۲۰.. بل ځائی کښی د مرزا په باره کښی لیکي چی " د دې زمانې مذهبی فلاسفر او عالم پرویزصاحب بیا هم مدعی دی چی آحادیث د اسلامی قوانین ماخذ نه دی ټاکل پکار او صرف قران او اجماع باندې د اسلامی قانون بنیاد کیښودل پکار دي" زه دا وائم چی انکارِحجیتِ حدیث انکارِ قران او اجماع سره لازم دی. د دواړو د حجیت لاره یو ده. نو یو پرې منل او یو نه منل څنګه عدل کیدې شی؟؟

۲۱.. د دې کتاب مجموعی فهم نه هیڅ یو پوره وژن نه ثابتیږي. د وحدت الادیان او (Esoteric-ism) یو نیمګړې صورت پیش کوي. 

۲۲.. د دې کتاب موضوع حل کولو لپاره زما رائی دا ده چی د عکسی مفتی "تلاش. ماورا کا تعیین، (Measuring the intangible )، د علامه ابن قیم کتاب الروح، د سعدالله جان برق وحدت الوجود او بګ بینګ، د اټامک سائنسدان سلطان بشیرمحمود ماوراء (Beyond Vision ) او د هالی ووډ فلم (Inception) مطالعه اوشی نو د لوستونکې به څه راجح وژن جوړ شي. 

۲۳..  زه سره د دې مذکوره او نور ډیر اختلافاتو محترم مجذوب صیب ته داد ورکوم چی په دومره حساس موضوعاتو ئی کتاب شائع کړو، پښتو ته ئی اعلی مباحث راوړل، د خپلې مشاهدې نچوړ ئی علمی نړۍ ته وړاندې کړو او د خپلې مطالعې زور ئی ور په ګوته کړو.   (پاڅون / مردان)

- ارمان داودزی
بېرته شاته