(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملالۍ هوتي

[08.Aug.2017 - 14:04]

ملالۍ هوتي

 په  قامونو ښې  او بدې  ورځې  راځى ، يعنې  د غلامۍ  او  جدوجهد  موقعۍ  پرې ډېرې راځى  دا بيا  په  هغې  قام  ده  چې  هغه  کومه  لاره  خپلوى ،ازادى  يا ټول  عمرى غلامى .د داسې  معاشرو په  زمکه  کښې  د انقلاب  او  جمهوريت  تخم  موجود  وى  ځکه چې  چا ته د غلامۍ  زنځيرونه  واچلولې   شى  دغه  قامونه  دغې  حالاتو  نه  سبق  واخلى  او  د هغې  سياسى  جدوجهد انحصار  هم  په  دغه  حالاتو او  واقعاتو وى.

 دغسې د پښتون قام  د دغسې  حالاتو  سره  مخ  دی ،د پښتون  وينه  چې  څومره بهېدلې  ده  او بهېږى  دومره  د بل  قام  نۀ  ده  بهېدلې ،د ډيورنډ  لائن  نه  داوړه  اړخ  ته  د انسانيت  سوز واقعاتو  يو نۀ  ختمېدونکې  سلسله  روانه  ده.  

 د ستمبر په مياشت  کښې  په  چارسده  کښې   د زناناؤ  په  يو  سکول  دستى  بم چاؤدنې سره  د سکول  يوه  بې  ګناه  استاذه  په  حق  ورسېده. يوه  ماشومه  پکښې  ژوبل شوه  زمونږ  د پښتنو په  سيمه دا نا اشنا خبره نۀ  ده. ځان  مرګى  چاودنې  دستى  بمونه چاؤدنې  په  جماتونو، حجرو، دېرو  او اديرو  او  مدرسو باندې دغسې  حملې  کول  زمونږ روزمره  ژوند  سره  تړلې  خبرې  دى. 

 د دې  خاورې  زړو ،ځوانانو، نرانو، ښځو  او  ماشومانو د خپلې  وينې  قربانۍ ورکړي دى ،په  دې  خونړى حالاتو کښې  د سوات  يوه  نره  ماشومه  بچۍ  راپاڅى  د امن  او  پوهې  بېرغ  پورته  کوى  او  دا وائى  چې  زمونږ کور  ته  پردى  جنګونه  مۀ  راوړئ، زمونږ  مدرسې او سکولونه  په  بمونو  مۀ  الوځوئ، زمونږ  بچيان  مۀ  قتلوئ ، د علم  د رڼا دښمنان  ددې ماشومې  د وژلو  هڅه  کوى  خو  هغې  له  بيا  خدائی  ژوند  ورکوى.

 د دې  نه  خو دا خبره  لکه  د نمر  ښکاره  ده  چې  د علم  او  د امن  دښمنان  دومره کمزورى  او ويردونکى  دى  چې  د ماشومانو  جينکو  د همت  او نرتوب  نه  هم  ويرېږى ځکه  دوى  دغه د زناناؤ  سکولونه  په  خصوصى  توګه  الوځوى چې  زمونږ  په  قام کښې پوهه  او د علم  رڼا  رانۀ شى.

 په  اکتوبر 2014ء کښې  دغې  ماشومې  چې  د ملالۍ يوسفزۍ  په  نامه  يادېږى هغوى  ته  نوبل  امن  ايوارډ  ورکړې  شو، دا د امن  او  علم  د سوچ  فتح  ده. دا ايوارډ د هندوستان  کېلاش ستيارتهى  ته  هم  ورکړل  شو څوک چې په  خپل  ملک  کښې  د ښځو د حقونو ، د ماشومانو د تعليم  دپاره او د ماشومانو د بيګار نه د خلاصولو دپاره هلې ځلې کوى.

  د ټولې نړۍ  خلقو او حکمرانانو  او زمونږ  د ملک  قومى او صوبائى اسمبلو  امبارکۍ  ورکړې.  خو  زمونږ  ځنى  شر پسندو سره همدردۍ  لرونکى   پښتانۀ  او  د ملک  نور تنګ  نظرى  يې  نۀ  منى  ولې ؟  دا ځکه  چې  مونږ  خپل  دښمن  په  داسې  هنر وجنګولو  چې  دوست  ته  دښمن  او دښمن  ته  دوست  وايو. په  خپل  ښۀ  او  بد  نۀ  پوهېږو، دا کوم  خلق  چې  په  ملالۍ  پسې ملنډې کوى  دا خلق  د ملالۍ غوندې  د ماشومانو سکولونه  په  بمونو  الوځولو  نه  بچ کولې  شى ؟ دوى  په  دې  سيمه  د امن  راوستولو ضمانت  ورکولې  شى .؟

 د نوبل  امن  انعام  نه علاوه  ملالۍ ته  د يو درځن  نه  زيات   ملکى  او  غېر  ملکى  ايورډونه  ورکړې  شوې  دى ،ملالۍ ته  د خدماتو  په  اعتراف  کښې  د امريکې  لبرټى  اېوارډ او د 2014ء  د ماشومانو  عالمى  ايوارډ  هم  ورکړی  شو او د انعام  په  توګه  ورته  يو لاک  امريکن  ډالر  هم  ورکړې  شو، ملالۍ  دا رقم  په  پاکستان کښې  د تعليم  د ودې  دپاره  وقف  کولو  په  وخت  ووئيل  چې "تعليم  د ښې  نه  ښه  وسله  ده  د دې  په  ذريعه  غريبى ،ترهه  ګرى  او  جهالت  وروکېږى  او  د نړۍ ټول  قامونو ته  يې  خواست  وکړو  چې  د وسلې  جوړولو  په  ځائی  په  تعليم  پېسې  خرچ کړئ  چې  په  تعليم  کښې  د ماشومانو  مستقبل  پټ  دی. " 

 ملالى  په  يو  لحاظ  سره  ټولې  نړۍ  ته  دا  وښودل  چې  پښتانۀ  امن  خوښونکى خلق  دى  نو  راځئ  چې  د ملالۍ  مشن  مخکښې  بوځو  او  جهاد  وکړو  د هغې  خلقو خلاف څوک  چې  جنګ  او  جهالت  سره  مينه  او  د امن  او  علم  نه  کرکه  کوى.  خپل  تالا واله  ګلشن  کښې  د ګلونو  کر وکړو  چې  د مينې  محبت  او  د پوهې  او  امن  د ښکلا ګانو نه  ډک  شى . (پاڅون / مردان)

- ملالۍ هوتي
بېرته شاته