(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هډه دګندهارا دتمدن یو ل

[12.Oct.2017 - 06:19]

هډه دګندهارا دتمدن یو ستر فرهنګي مرکز

  لیک: ډاکټر لطیف یاد

ماتاسو ته دګندهارا په اړوند په خپلو پخوانیو مقالو کې ډیر څه لیکلي وو.ګندهارا چې په پخوانيو او زړو تاريخي او جغر افيايي متو نو کې یې نوم دو يهند په بڼه هم راغلی دی دمهاجانا پادا دواکمنۍ يوه لو يه او پر اخه سيمه وه چې په دغې لو يې او پر اخې سيمې له کو بها(کابله )راواخله د کوبها(کابل) دسيند دواړه خواوې چې کاپيسا، سروبي، لمپاکا(لغمان)، نونهارا( ننګرهار)،کونړ، پرو شاپور( پيښور)، سوات،تخت بايي، مردان، پشکلاوتي(چارسده)،اټک ،پټوهار او د شمالي پنجاب او دکشمير ځينې بر خې هم پکې راځي ٠ ګند هارا په اصل کې نه يوازې ديوې پراخې سيمې نوم دی ،بلکې ديو لوی تمدن او تهذيب نوم هم دی چې په تاريخ کې ورته دګندهارا تهذيب او تمدن ويل کيږي٠

د ګند هارا يادونه د هندوانو په سپيڅلو متو نودويدي سرودونو دلو مړي ټوک په ١٢٦ او ١٢٧ سرودونو کې شوې ده چې مانا يې درڼا ګانو ځای دی٠

د ګندهارا سيمه په لومړۍ زريزه کې د خپل پر مختګ لو ړو پوړيو ته او چته شوه، په تېره بيا دکنيشکا او کابل شا هانود واکمنۍ په وخت کې دې سيمې دومره پر مختګ کړی وچې بې شمېره ښارونه ،بو دايي معبدونه ،ښوونځي او پو هنتونو نه يې درلودل چې دنورو سيمو نه به خلک او په تېره بيا هندوان او دبو دايي مذهب لارويان دزده کړو لپاره دې سيمې ته راتلل٠ ويل کيږي چې دچاينکيا په څېر سترو عا لمانو همد لته تدريس کاوه ٠ دسو داګرۍ له پلوه هم ګند هارا ډېر پر مختګ کړی و او دمر کزي ايشيا او پخواني فارس سره يې ډيرې زياتې سو داګر يزې راکړې ورکړې درلودلې ٠

دګند هارا خلک سپيڅلي ،زړور ، ميلمه پا لونکي خلک ول ٠ دوی دوديک عصر او پير نه راپديخوا دکابل سين په دواړو غاړو تر ابا سينه او سيدل او دکر کيلې په چارو بو خت ول ٠په دوی کې تکړه معمارانو، نقا شانو ،انځورګرانو، مجسمه جوړوونکو دمو سيقۍ استادانو او د بيلا بيلو ذو قو نو خاوندانو شتون درلود٠

دګندهاراپه فرهنګي مرکزونو کې یوهم دهډې تاریخي سیمه ده چې دګندهارا دتمدن یوه برخه ګڼل کیږي .

هډه دجلال اباد په جنوب اته کیلومټرۍ کې مو قعیت لري چې په پخوانیو تاریخی متونو کې دهیلو په نامه هم یاد ه شوی ده .

لومړنی بهرنی چې له هډې نه یې لیدنه کړې ده هغه چینایی بودایي زایر فاهیان وچې دتاریخ په حواله یې په ۴۲۰ زیدیز/میلادي کال کې له دې ځایه لیدنه کړې ده .ورپسې په ۵۲۰ زیږدیز/میلادی کال کې بل بودایی چینایي زایر سوینګ یون هم هډې ته راغلی دی او په خپلو یادداشتونو کې یې ددغه ځای یادونه کړې ده . دریم مشهور زایربودایی راهب شوان زانګXuanzang و چې دافغانی تاریخپوهانو له خوایې نوم د هیون تسینګ په بڼه لیکل شوی دی چې په ۶۳۰ زیږدیز کا ل دهډې نه لیدنه کړې ده .

ویل کیږي چې نوموړی مشهور چينايي بودايي ګر ځندوی( سياح) هيونتسنګ( ٦٠٢-٦٦٤) زيږديز چې په ٦٢٩ زيړديز کال يې دبودايي معبدونو او ستو پو دليدنې لپاره لو مړ ي د مر کزي اسيا هيوادونو لکه قر غيزستان، اوزبيکستان او له هغه ځايه دا مو يا اوکسوس له سينده پورې وت نو افغا نستان ته راغی او هلته يې په کندز، بلخ، شبر ، باميانو ،کاپيسا ،بګرام،کابل،لوګر،لغمان ، دننګر هار ددرونټې له سمڅو او هډې له سټو پو او معبدونونه ليد نه وکړه٠ هيونتسنګ بيا دخيبر دتاريخي لارې نه تير شو او پروشاپور( اوسني پيښور)ته لاړ او د مردان ،سوات او نورو هغو ځايونو نه يې ليدنه کتنه وکړه او د خپل يو نليک يا سفر نامې بشپړ تفصيل يې په خپل کتا ب کې وليکه چې په هغې کې دګند هارا دهرې سيمې نوم او دهغو بودايي معبدونو او لمانځنتونونو او سټوپو يادونه پکې شوې ده ،

دنولسمې پیړۍ په پیل کې ځینو اروپایي لرغون پوهانوهډې ته رسمي او غیر رسمي سفرونه وکړل چې په هغو کې دمورکرافت،کیمناری ،چارلس ماسون او هونیک برګر نومونه اخیستلی شو.

په هډې کې دبودایی لرغونو اثارو دپلټنې او کیندلو په منظور لومړنی سروې په ۱۹۲۳ زیږدیز کال کې داعلیحضرت امیر امان الله خان غازي په وخت کې دفرانسوي لرغونپوه ګودار او بیا وروسته دفرانسي دلرغونپوهنې دټیم DAFA له خوا ترسره شوه .

وروسته بیا داعلیحضرت ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې ډاکټر شاهي بای مستمندی چې دافغانستان دلرغون پیژندنې دادارې مشر و او میرمن یې چې ایټالوی وه او هغه هم دلرغونپوهنې په چاروماهره وه ددوی دواړو تر څارنې لاندې په هډه کې کیندنې 

پیل شوې چې په پای کې دهډې داوښ په غونډۍ کې یو لوی معبد رابرسیره شو چې څلور و خواوونه په دیوالونو احاطه شوی و.همداراز داوښ دغونډۍ او په هډه کې دنورو نږدې سیمو نه ډیر تاریخي اثار ترلاسه شول او هلته یولوی تاریخي موزیم جوړشواو دهډې دمیوزیم ډیر تاریخی اثار دکابل ملی میوزیم ته ولیږدول شول او هلته دمیوزیم په دویم پوړکې یونندارتون جوړشو چې دهډې تاریخی اثاریې نندارې ته ایښودلي وو او دهډې د تاریخي اثارو نه کورني او بهرني مینه والو او سیلانیانولیدنه کوله .

په ډیر افسو س سره دهډې میوزیم به ۱۹۷۹ زیږدیز کا ل د ټوبکوالو له خوا وران او آثاریې لوټ شول او دهډې دمیوزیم پاتې اثار چې دکابل په ملي میوزیم کې خوندي وو په ۱۹۹۳ کال کې دکابل دتنظیمي جګړو په وخت کې دنوروتاریخي اثارو سره یوځای لوټ شول او دپاکستان ، ایران او نورو هیوادونو, په بازارونو کې هیواد ته دخاینو عناصرو له خوا وپلورل شول.

 
 
- ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته