(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنۍ ژبه کې تعليم

[18.Oct.2017 - 14:01]

مورنۍ ژبه کې تعليم

لیک: خان عبدالولي خان

 داسې د تعليم وازارت د قاضي عطا الله خان د مشرۍ لاندې کافي ستړې وکړه۔ ډېر نوي سکولونه يې پرانستل۔ کوشش يې دا وو چې کم از کم په هر لوۓ کلي کې دې يو سکول ضرور وي ۔ فيرنګي چې د دې علاقې تعلم کې څومره دلچسپي اغستې ده د هغې اندازه د هغوۍ د خپل رپورټ نه لګي ۔ پېښور ضلع کې ۱۹۰۱ کې ۴ فيصد خلک لوستي وو(   NWFP Gazete Peshawar Distt. 1931 Vol.A Page 283) يانې د فيرنګي حکومت په دېرش کاله کې دومره او نه کړے شو چې د لوستو شمېر يو في صد نور زيات کړي؟ او دا د پېښور ضلع رپورټ دے چې د صوبې د مرکز دا حال دے نو د نورو ضلعو به څه حال وي ؟ او دا د کوم وخت رپورټ چې حکومت ښودلے دے نو دغه ورځو کې انجمن اصلاح الافاغنه د سرپرستۍ لاندې ډېر زيات سکولونه خلکو په خپله هم چلول۔ ولې د سکولونو زيات شمېر هم ضروري دے خو اصل شے د تعليم ورکول دي او دغه طرف ته هم وزارت مخه کړله او دا يې فېصله وکړله چې پښتنو بچو ته به خپله مورنۍ ژبه کې سبق ښودلے شي ۔ سمدستي يې حکم ورکړو چې کم از کم پرائمري پورې تعليم خو دې اوس پښتو کې شي ولې چې تر څو پورې يو بچے په خپله ژبه کې د تعليم جوګه نشي نو هغه ته د يو تعليم نه دوه کړاوه پېښ شي ۔ اول خو دا چې پردۍ ژبه به زده کوي او تشه ژبه خو نه ده کنه په هغه ژبه کې به ټول تعليم هم ورته ورکېدے شي ۔ نو لازمي خبره ده چې دے به د هغه بچي مقابله کې وروستو پاتې کيږي چا ته چې خپله مورنۍ ژبه کې تعليم ورکېدے شي ۔  نو دا يو لوۓ خنډ وو د پښتنو بچو د زده کړې په لاره کې چې دغه هم لرې کړے شو۔ ولې تکليف په دې سلسله کې دا وو چې اګر چې پښتو د زرګونو کلونو زړه ژبه وه خو دلته د هغې د لوستلو ليکلو هيڅ انتظام نه وو۔ د اردو ژبې الف ب خو وو ولې د پښتو قاعده قدرې هم نه وه نو دا بنيادي کار اوشو چې د پښتو د الف ب قاعدې چاپ شوې چې بچي د لاندې نه شورو شي او کال په کال پښتو ژبه کې مخ په وړاندې ځي۔۔۔۔۔۔۔۔ 

دغه کتاب 

دريم ټوک مخونه ۳۹، ۴۰

بله مسله د سرکاري ژبې راپورته شوه ۔ د صوبه سرحد او بلوچستان حکومت دواړو اردو سرکاري ژبه وګرزوله او سنده سندهۍ ژبه چې په دې ډېرې هنګامې اوشوې۔ زمونږ په اردو ژبه ډېر اعتراضونه غرضيانو خلکو وکړل ۔ دلته تکليف دا دے چې د اعتراض شوقيان خپل شوق په اخباري بيان پورا کوي ۔ د دې نه هيڅوک هم انکار نشي کولے چې د پښتو ذريغه تعليم کولو دپاره اولنے قدم د خدائي خدمتګارانو حکومت په خپل اولني وزارت کې کړے وو۔ چې د هغې تفصيل مخکې راغلے دے ۔ د هغې دپاره کميټئ جوړې شوې د ماشومانو دپاره قاعدې او کتابونه چاپ شول ۔ حکومت فېصله کړې وه چې تر لسم جماعته پورې به پښتو لازمي مضمون وي ۔ او چې څنګه څنګه دا واړه مخکې کلاسونو ته پاس کيږي نو هغه شان به ورسره د پښتو سبق هم پورته کيږي*۔ نو دا سلسله د پنځم جومات پورې رسېدلې وه چې پاکستان جوړ شو او د خداي خدمتګارو وزارت مات کړے شو نو د مسلم ليګ او قيوم خان حکومت دغه د پښتو لازمي تعليم د سره په ټپه بند کړو۔ دا ذکر ما مخکې کړے دے چې جناح صېب په خپله ماونټ بېټن ته شکايت کړے وو چې د ډاکټر خان صاحب وزارت په سرحد کې هندي ژبه تعليمي کړېده نو ځکه زمونږ د صوبې د تعليم وزارت د خداي خدمتګارو نه تللے دے۔ وزير تعليم ميا جعفر شاه د پښتو ليک او لوست بند کړو۔ نو اعتراض کونکي په دې سوچ نه کوي نو پښتو به څنګه سرکاري ژبه شي چې په پښتو ليکلو او لوستلو افسران نه پوهيګي۔ نو پښتو ژبه به هله سرکاري ژبه کيږي چې اول د پښتو ژبې تعليم ورکړے شي ۔ نو چې دغه د پښتو ليکونکي او لوستونکي هلکان د سکولونو او کالجونو نه فارغ شي نو هله به پښتو د سرکاري ژبې جوګه شي ۔ او ځکه خو د ۱۹۳۷ په اولني وزارت کې پښتو د تعليم ژبه ګرولې شوې وه۔ او چې کله دا نوے وزارت د مفتي محمود صېب د مشرۍ لاندي جوړ شو نو دې وزارت بيا د پښتو ژبې تعليمي اړخ ته توجه ورکړه او هغه پاتې کړے شوې سلسله بيا شورو کړے شوله ۔ د پښتو مقابله کې سندهي ژبه د ډېرې مودې نه سنده کې رائجه وه او ډېر اخبارونه او رسالې پکې چاپ کېدې۔ 

ولې لکه څنګه چې مخکې ذکر شوے دے د بلوچستان او سرحد دواړه صوبې خو بيخي د مرکزي حکومت په رحم و کرم کې وي دا د تعليم محکمه هم مشترکه فهرست  Concurrent List کې وه يانې هم صوبه کې د تعليم محکمه وه او هم مرکز کې نو د تعليم مسله کې هم د صوبې لاسونه تړلي شوي وو۔ او بيا چې مرکز کې د بهټو غوندې سړے ناست وي۔ مثلآ هغه دلته د صوبې په دوره راغے او د تعليم سلسله کې يې اعلان وکړو چې بهټو صېب درې يونيورسټۍ دې صوبې لا ورکړلې۔ چې يوه به په سيدو شريف سوات کې وي ، بله په هزاره ايبټ اباد کې وي او دريمه يونيورسټي به ډيره اسماعيل خان کې وي ۔ او په دې طريقه يې دوه خبرې غرض وې۔ يو خو دا چې ستاسو صوبائي حکومت بې کاره دے او د تعليم او اوچت تعليم طرف ته توجه نه کوي او دويمه دا چې پاکستان کې صرف او صرف يو بنيادم دے چې هغه د ښېګړې کارونه کوي ۔ مطلب د دې دومره اوږدې کيسې نه دا دے چې بهټو صېب د اولې ورځې نه دا خبره مونږ ته ثابت او څرګنده کړله چې هغه د صوبائي حکومت سره امداد او تعاون خو پرېږده هغه اپوټا لګيا دے د صوبې حکومت ته مشکلات پېدا کوي او کوشش يې دا دے چې دا حکومت بدنام کړي او د خپل زړه ارمان پورا کړي چې هغه د ټول پاکستان ټولواکه او يواګېنے حاکم پاتې شي چې هر خوا ګورې نو بهټو او صرف بهټو به وي ۔ د شحصي حکومت دپاره لاره هوارول د هغه د ژوند يواځينے مقصد وو۔ 

باچا خان او خداي خدمتګاري وړومبے ټوک مخونه ۱۶۷، ۶۸

- ولي خان
بېرته شاته