(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شنے شا بدهائى اسټوپه

[08.Jan.2018 - 15:52]

د شنے  شا بدهائى  اسټوپه

عثمان مردانوى ( آرکيالوجسټ)

د سر درو وطن، د ګلدرو  وطن، د ښاپېرو  وطن، د رازونو  او خزانو  وطن  سوات  هر تنګے، هر  لاله زار، هر  غر يې  د خزانو  نه  ډک  دے  نۀ  پوهېږم  چې الله تعالى  په  سوات  ولې  دومره  مهربانه  دے. سوات  يوه  داسې  سيمه  ده  چې  د ډېر څۀ  مالکه  ده  او  هر څۀ پکښې  ډېر څۀ  بسياره  دى، کله  چې  هم  زۀ  د چولستان  صحرا د کيکر د ونې  لاندې ګرمى  راياده  کړم  نو ما ته  د سوات  د نښترو  يخه  هوا  او  سېوري  راياد  شى.

 

سوات  د ګڼ  قامونو، مذهبونو  او کلتورونو  ټاټوبې  پاتے  شوے  دے  خو  دلته د ټولو نه  زيات  بدهائى  مذهب  مختګ  کړے  دےپه  سوات  کښې  په  بدهائى  آثارو کښې يو   نوم  د شنے  شا  دے. د شنے  شا بدهائى کنډرې  د سيدو شريف  نه  په  جنوب  قبليځ  اړخ  5 کلوميټره  لرې په مرغزار روډ  باندې د ترکانه  غرونو  په  غېږه  کښې  پراتۀ  دى. دې کنډرو  ته يوه  لار تلې  ده  د دې  ځائے  وړومبۍ  کنستې   محکمه آثار  قديمه  وفاقى  حکومت 1989ء  کړې وې. او په  دوېم  ځل  کنستې   وفاقى حکومت او شعبه  آثار قديمه  پېښور يونيورسټۍ په  شريکه  په  1990ء کښې  کړې  وېدلته  د  کنستو  په  وخت   يوه  لويه  اسټوپه  ښکاره  شوې وه. د دې   اسټوپې  بنياد  څلور ګوټيزه  دے  او تقريباً  دوه  اويا   فټه  پلن  او  اوږد   دے. د دې  اسټوپې  اوچتوالے  د زمکې   نه  تر سر  پورې  56 فټه  اوچت  دے  د دې  لاندې  برخه څلور ګوټيزه  ده. بيا د دې  د پاسه په  لوئې  ګولا يۍ  دېوال  دے  چې  نۀ  صرف  د دې  اسټوپې مضبوط  والے  دے  بلکه  د دې  عمارت  ښکلا  هم  ده

 

د ګولايۍ دېوالونو د پاسه  غونډ ګنبد دے  چې  ډېره  برخه  يې  ورانه  شوې  ده. ممکنه  ده  چې  د ګنبد  د پاسه  د ګټو  جوړه  شوې  ګول  شکل  چترۍ  هم  وې  خو  اوس  نشته

 

 دے  اسټوپې  ته بره  ختو  دپاره  په  شمالى اړخ  يو څو پوڼۍ   جوړې  کړې  شوې  وې  چې  بره برخه  يو  بل  سره  يو ځائے کوي ، دا ځائے  د بدهانو  د اسټوپې  نه  د طواف  کولو  دپاره  جوړ کړے  شوے  وۀ. يعنې  دلته  به  د بدهانو د  اسټوپې   او  بدهائى  طواف کولودې  اسټوپې  عمارت  کښې  مقامى  ګټې  په  يو  خاص  ترتيب   سره  لګولې  شوى  دى  چې  د هاغه  وخت د هنر مندو  مستريانو د هنر  مندۍ کمال  ښئيد دې  اسټوپې  دېوالونو  د پاسه  ښکلا  او هوارۍ  دپاره  پلاستر  شوے  وۀ  چې  څۀ  نخښې  يې  اوس  هم  شته

 

د اسټوپې  لاندې  برخه   تر څلور ګوټيزه  پشتۍ  پورې  د يونانى  نمونې  استنې  جوړې شوى  دى،  چې  نۀ  صرف  د دې  دېوالونه  مضبوط  دى  بلکه  ښکلا يې هم  ښکارى  د طواف  لار تقريباً  اتۀ  نيم  فټه  پلنه  دهد اسټوپې  نه  ګېر چاپېره  د تورو ګټو نه  جوړ شوؤ څلو فرش  دےد طواف  کولو  لار نه  ګېر  چاپېره  بيل  بيل  ځائے  کښې  سورى  موجود دى  چې  معلومېږى  چې د دې  د پاسه  چت  يا سوري  دپاره  څۀ  لګولې  شوى  وو  چې  زائرين  او عبادت  کونکى  د نمر نه  بچ  ساتى

 

د لوئې اسټوپې  په  نمر  ختيځ  اړخ  کښې  درې  وړې  اسټوپې  هم  راښکاره   شوى دى،  دغه  درې  اسټوپې  هم  څلور ګوټيزه  شکل  کښې   جوړې  شوى  دى  د دې  فرش هم  د تورو ګټو د څلو نه  جوړ کړے  شوے  دےد لوئې  اسټوپې   په  جنوب  قبليځ  ته  يوه څلور ګوټيزه  کوټه  ده  چې  تقريباً  شپږ  فټه  اوږده  او شپږ  فټه  پلنه  ده. دې  ځائے  نه  د ګوتم  بدهــ  او  بدهى  ستوا ګڼ  شمېر بتان  تر  لاسه  شوى  دى.   د لوئې  اسټوپې  قبليځ   اړخ  ته بدهائى  خانقاه  دېوالونه  هم  ښکاره  شوى  دى  چې  ډېر  اوچت  نۀ  دى

 

دې  ځائے  نه  ډېر په  ښه تعداد کښې د ګټو  او چونې بتان  راويستلى  شوي  دى .د دې ځائے  ممکنه  تاريخ  د دوېمه  صدۍ  عيسوۍ نه  تر پنځمه  صدۍ  عيسوۍ  پورې  دےدغه دور  بدهـ  مذهب  او کلتور  په  ټوله  ګندهارا کښې  بام  ته  رسېدلے  وۀ

- عثمان
بېرته شاته