(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګورګین څوک و؟

[30.Jan.2018 - 07:13]

ګورګین څوک و؟

لیک:ډاکټر لطیف یاد

( یو میرویس په مونږ کې نشته چې ګورګین لارې ته سم کړي یو شیرشاه راپیدانه شو چې مغول ته ودریږي )

زموږ دګران هیواد افغانستان په تاریخونو  کې په تیره بیا د ملي مشر میرویس خان  نیکه(۱۷۰۹-۱۷۳۸ زیږدیز/میلاد ي) په وخت کې زموږ دخاورې ددغه دښمن نوم ذکراو یادونه شوې ده. ګورګین چې په تاریخونو کې دګورګین خان په نوم هم راغلی دی له آره ګورجی یا ګورجستانی و چې د۱۶۵۱ زیږدیز/میلادي  کال د اپریل دمیاشتې په ۲۱ نیټه زیږیدلی و.پلار یې وختنګ نومیده . نوموړی په  ګرجستان  کې دیوې سیمې چې کارتلي نومید واکمن و.دی په اوله کې عیسوي و چې وروسته یې داسلام دین ومانه او د شهنوازخان نو م یې غوره کړ، خو وروسته یې بیا داسلام دین پریښود او درومن کاتولیک عیسوي مذهب پیرو شو .تر هغه  وروسته بیا دصفویانو ددویم واکمن شاه سلیمان صفوي له خوا په ۱۶۸۸زیږدیز/میلادي  کال کې له  دندې ګوښه او مخلوع  کړل شو ، خو کله چې په ایران کې صفوی شاه حسین پاچا شو ده ته دنده ورکړل شوه چې دایران په کرمان کې دبلوچانو د هغه برید  مخه ونیسي  چې دصفويانو  حکومت پر خلاف ترسره شوی و او په دې توګه ګورګین هغو  بلوڅانو ته ماتې ورکړه چې دصفوي شاه حسین پر خلاف یې دبغاوت جنډه رااوچته کړې وه.

کله چې ګورګین په کرمان کې بلوڅانو ته ماتې ورکړه نو دا ځل صفوي حکومت  نوموړی دپښتنو دټکولو لپاره دشلو زرو پوځیانو سره کندهارر ته ولیږه او نوموړي  دایراني صفوي حکومت دبیګلربیګي ( ګورنر جنرال) په توګه په کندهار کې دنده سرته رسوله .

ګورګین او پوځونو یې دکندهار پر بیګناه خلکو ډیر ظلمونه وکړل.ده به دخلکو نه ملا ماتوونکي مالیې ( ټکسونه ) اخیستل .دي ډیر ظالم انسان و او کله به چې دشرابو په نشه کې ډوب شو نو ظلمونه به یې نور هم زیات شول ،  خلک  به یې وهل ټکول او هرډول ظلمونه به یې پرې کول. په دغه وخت کې میرویس نیکه دکندهار دښار مشرو  او میرویس خان هوتک هم څو څو ځلې دصفوي پاچا شاه حسین دربار ته دده دلاسه شکایتونه وکړل او صفوي دربار ته یې څو څو ځلې دده  دظلمونو په اړوند لیکونه واستول ، خو صفوی باچا شاه حسین به ورته ویل چې ګورګین دده نه نه ډاریږي او دده خیال او پروانه ساتي او نوموړی ددې جوګه نه دی چې ګورګین  کنټرول او مهار کړي .کله چې ګورګین دحاجي میرویس خان هوتک ددې کړنواو شکایتونو نه خبرشو نو دي یې دایران  صفوي دربار دښمن وګاڼه او دی یې دکندهار دښار له مشرۍ نه معزول او ګوښه کړ  اومیرویس خان او دده نور هغه ملګري یې ایران ته ولیږل چې دده له لاسه یې صفوي دربار ته شکایتونه کړي ول. حاجي میرویس خان او دده هغه ملګري چې دګورګین له لاسه یې  شکایتونه کړي وو دایران په صفوي دربار کې نظر بند شول، خو تر څه مودې وروسته میرویس خان دخپلې سیا سي  پوهې او لیا قت په وجه په دې وتوانید چې  دصفوي دربار لوړ پوړي چا رواکي او ان پخپله صفوی پاچا په دې قانع کړي چې ګورګین یو نالایقه انسان دی  اودوی یې د ګورګین پر خلاف بدبینه کړل ، خو سره له دې هم صفوي دربار دمیرویس نیکه یوې غوښتنې ته هم چندانې پاملرنه او توجه ونکړه.

کله چې میرویس نیکه دایران دصفوی دربار نه نامیده او ناهیلی شو نودهغو نه یې اجازه تر لاسه کړه او  دبیت الله شریف دحج په نیت روان شو. ده هلته ددیني عا لمانو نه دا فتوا ترلاسه کړه چې ګورګین باید ووژل شي او هغوعالمانو دګورګین دوژلو فتوا صادره کړه او ده هغه فتوا چې دیني عالمانو پرې لاسلیکونه کړي وو له ځانه سره کندهار ته راوړه. . 

کله چې میرویس نیکه دبیت الله شریف دحج نه بیرته کندهار ته ستون شو نو د کوکران په سیمه کې چې ارغنداب ته نږدې پروت دی یوه ملي جرګه راوبلله آوپه هغه جرګه کې یې د اسلامي عالمانو هغه فتوا یې دوی ته ښکاره کړه چې ده له هغو نه ترلاسه کړې وه.باید زیاته کړو چې دا وخت په پښتنو کی له میرویس خان  پرته بل څوک نه و چی پښتانه یی د صفوی حکومت او ګورګین د ظلمونو نه ژغورلي وای.

میرویس نیکه بیا تردې وروسته یوه بله جرګه را وبلله چې هغه جرګه دکندهار په ختیز کې دمانجې به سیمه کې جوړه شوه چې دغه تاریخي جرګه زموږ په تاریخونو کې دما نجې دجرګې په نامه سره مشهوره ده.

دمانجې په جرګه کې چې  دکندهار دبیلابیلو قومونومنلو مشرانو لکه: سیدال خان ناصري ،بابوجان بابي ،بهادرخان ،ملا  پیرمحمد هوتک مشهور په  میا جي ،یوسف خان هوتک ، عزیزخان نورزی، نورخان بړیڅ. ګل خان بابړ،نصروخان الکوزی ، دمیرویس نیکه ورور یحیی خان ، دمیرویس نیکه وراره محمد خان مشهور په حاجي ا  نکو  او یونس خان کاکړ برخه اخیستلې وه .دجرګې ټولوګډون والو پر قرآن شریف سوګندونه وخوړل چې دګورګین پرخلاف به مبارزه کوي او هغه به له مینځه وړي او کندهار او ګران هیواد افغانستان به دګورګین او ګورګیانو دظلمونو او نا تارونو نه نه ژغوري  . 

میرویس نیکه دګورګین او دده دلښکرو دله مینځه وړلو لپاره یوپلان جوړ کړاو داپلان یوداسې پلان و چې هيڅ بل څو ک پرې خبرنه شول یوازې میرویس نیکه او دو د دوی ههغو ملګروته هرڅه معلوم وو چې په جرګه کې یې له ده سره یوځای دهیواد دژغورنې سوګندونه اخیستلي وو.په دغه وخت کې دارغستان په سیمه کې چې اوس  دکندهار یوه ولسوالي (ډسټریکټ) ده خلکو ګورګینیانو ته دمالیو دورکولو نه انکار وکړاو ګورګین پخپله ددغو خلکو د ټکولو لپاره هلته لاړه او پر هغو خلکو یې ظلمونه پیل کړل .

میرویس نیکه ګورګین دارغستان په ده شیخ کې په یوه باغ کې دهر کلي لپاره ومانه او یوه میلمستیا یې ورته جوړه کړه .کله چې په نیمه شپه کې ګورګین او پوځیان یې دشرابوپه نشه کې ډوب شول  نومیرویس نیکه دخپلو جنګیالیو ملګروسره پر ګورګین او ګورګینیانو برید وکړ او ګورګین اوټول  ګورګینیان یې له تیغه تیر کړلپه دې توګه ګورګین او دهغه سره راغلې درې زره لښکرې  ماتې شوې او پاتې پوځونه دکندهار نه وتښتیدل او په کندهار کې دمیرویس نیکه په مشرۍ ملي جکومت جوړ شو. که څه هم صفویانوبیا څو څو ځلې دکند هار دنیولو لپاره لښکرې ور ولیږلې خو هر ځل دمیرویس دمدبرې مشرۍ په وجه ایراني لښکرې ما تې شوې

باید زیاته کړو چې دګورګین او ګورګینیانو پر خلاف مبارزه کې نه یوازې پښتانه دمیرویس نیکه ملګري ول ، بلکې دافغانستان تاجیکان،ازبکان ، هزاره ګان او بلوڅان هم دپښتنوسره یو  ځای په یوه لیکه کې دګډ ایراني دښمناو ګورګینیانو  پر خلاف جنګیدل

دمیرویس نیکه او دهیواد دخپلواکۍ دټولوشهیدانواو مبارزینو  سپیڅلې ارواګانې دې ښادې وي!

-----------------------------------------------------------

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو منابعو او سرچینو نه ګټه اخیستلې ده:

۱-حیات افغاني ،د ډپټي  محد حیات خان تالیف ،پښتوژباړه دډاکټر لطیف یاد او فرهاد ظریفي  ۸۵-۸۶ مخونه،  دپيښور چاپ .

۲-افغانستان درمسیر تاریخ، دمیر غلام محمد غبارتالیف، ۳۱۶-۳۲۳ مخونه .

۳- تاریخ مختصر افغانستان ، دعلامه عبدالحی حبیبي ، ۲۴۱-۲۴۹ مخونه .

۴- پښتني قبیلې ، ډډاکټر لطیف یاد تالیف . ۲۹۳-۲۹۷ مخونه.

.۵-ویکیپیډ یا -https://fa.wikipedia.org/wiki/ګورګین خان

- ‌‌‌‌‌‌ډاکتر یاد
بېرته شاته