(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ژغورنې غورځنګ

[17.Feb.2018 - 16:06]

پښتون ژغورنې غورځنګ 

لېک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ڰل مرجان 

د پښتونخوا خاوره په قامی اتلانو او مبارزانو زیږولو کې ډېره شېرازه ده- په پښتون قام چې کله هم بدا ورځ راغلې ده نو دا خاورې کوم اصیل بچې راوتې او د خپل قام راهنمائی ئی په میړانه کړې ده- په دې ډګر کې د وزیرستان خاوره بیا ځانګړې حیثیت لری- که په تاریخ ژور نظر واچوو نو د پښتنو د قامی سیاسی خوځښت بنسټ ایښودونکې د وزیرستان پیر روښان و چې اول ځل ئی پښتنو ته د خپلواکئ درس ورکړو او دا دې مقصد لپاره ئی پښتانه سره راټول کړل او د مغلو په ضد ئی په توده مبارزه لاس پورې کړو- په ۱۸۹۳ کې چې کله پېرنګی د ډیورنډ کرښه د افغانانو تر منځ تېره کړه نو د وزیرستان ملاپاونده دا دې پرېکړې په ضد پاڅون وکړو- په ۲۰مه پېړئ کې په وزیرستان کې د ایپی فقیر په مشری کې اولسونو د پېرنګی سامراج په ضد توده او اوږده مبارزه وکړه- فقیر ایپی وتوانېدو چې پېرنګئ پښو مضبوطولو ته پرېنږدی او په وزیرستان کې خپلواکه پښتونستان ئی اعلان کړو چې خپل بېرغ او نظام ئی درلود- اوس محال د منظور احمد پاشتین په مشری کې یو ځل بیا د وزیرستان نه د پښتنو د سرلوړئ او خپلواکئ خوځښت پېل شوې دی- دا پرون د خوځښتونو سره چې کوم چلن د وزیرستان نه بهر اوشو باید دې ځل دا دې مخه په ټول توان سره ونیسو او دا په یو قامی خوځښت بدل کړو-

د منظور پاشتین په مشری کې چې کومو ځوانانو دې وزیرستان نه د ماسید تحفظ غورځنګ پېل کړې و او بیا د ټولو پښتنو ورته لبیک وئیل دا غورځنګ په پښتون تحفظ غورځنګ بدل کړو او دا اوس د ټول ملت مسئولیت دې چې مخ په وړاندې ئی یوسی- دا قامی ګټو لاس ته راوړل یو سیاسی عمل دې خو باید یاده کړم چې پښتون تحفظ غورځنګ د کوم خاص سیاسی ګوند سره نه تړاو لری او نه د کوم سیاسی ګوند په ضد دې- دا دې غورځنګ طریقه مزاحمتی ده- دوئی پرامنه احتجاجونه کوی- دا قام ستونزې د اولس او واکدارو په وړاندې ږدی- دلته د وضاحت لپاره زه ملی او قامی خوځښتونه په ۴ ډولونو کې واضح کول غواړم-

۱. ریفارمسټ: دا ډول خوځښتونه په قام کې دننه د هغو ناوړه دودونو په ضد اصلاحی کار کوی چې کوم د ټولنې په پرمختګ کې خنډ وی- مثال ئی د باچاخان بابا خدائی خدمتګار تحریک و

۲. پارلیمانی: دا ډول ګوندونه د سیاست او پارلیمان د لارې د قام د حقوقو لپاره اواز د واکدارو په وړاندې اوچتوی- لکه کوم سیاست چې عوامی نیشنل پارټی او پښتونخوا ملی عوامی پارټی کوی-

۳. اېجیټېشنل: دا ډول تحریکونه پارلیمانی سیاست نه کوی بلکی دوئی د مختلفو سیاسی نظریو خلق سره یو ځای کوی او په ګډو ستونزو احتجاجی لاریونونه او ناستې کوی لکه څنګه چې پښتون تحفظ غورځنګ په اوس وخت کې کوی-

۴. ریولوشنری: دا قسم تحریکونه د رائج سسټم په ضد بغاوت او وسله واله مبارزه ته لاس واچوی

د یو قام د ازادئ او خپلواکئ لپاره ۴ واړه خوځښتونه اړین وی او باید د یو بل څخه یره احساس نه کړی او د یو بل په ضد استعمال نه شی- اوس راځم د بعضو ملګرو دې اندېښنو ته چې د اسلام اباد پرلت خو هیڅ ترلاسه نه کړل او باید نه وې ختم کړل شوې- ملګرو د تېرو ۴۰ کالو راهیسې چې مونږ د کوم ناورین سره مخامخ و او چې کومه یره تره خواره وه په دې کې راوتل تر ټولو غټه ګټه وه او دا یره دې لاریون تر څه حده ماته کړه- دویم خبره دا ده چې پښتنو ټول عمر د بل په غم کې اوښکې بیولې دی او په اول ځل ئی خپل غم وژاړه- دریمه مهمه دا ده چې نړئ کې زمونږ کوم د ترهګرئ انځور وړاندې کړل شوې و چې کله مونږ اسلام اباد ته راغلو او د ترهګرئ په ضد شعارونو مو ورکړل نو نړیوالو ته دا ښکاره شوه چې دا خلق خو ترهګر نه بلکې د ترهګرئ په ضد دی او دوئی پاکستان غلط وړاندې کړی دی- څلورمه خبره دا ده چې زمونږ راتګ او بیا واپس تګ دا مانا هیڅ کله هم نه لری چې بس مونږ هر څه لاس ته راوړل او نور به ارام کور ناست یو او نه د منظور پاشتین سره د اله دین دې جادو لالټین شته چې ټولې ستونزې په یواځې سر حل کړی- دا ابتدا وه او نور مزل به مخ په وړاندې وهو- د عوامی نیشنل پارټی او پښتونخوا ملی عوامی پارټی د مشرانو او ملګرو امتحان اوس پېل شو- دا دواړه ګوندونه سیاسی او تنظیمی تجربه او روزلی کارکنان لری نو اوس دوئی ته په کار ده چې خپل کارکنان دې پښتون تحفظ غورځنګ سره ملګری کړی چې دا تحریک په کامیابئ سره مخ په وړاندې بوځی- خدائی مکړه که دوئی د تحریک د نیولو او د ځان د ګټو لپاره د کارولو هڅه وکړه نو تاریخ به دوئی معاف نه کړی- مونږ ټولو ته په کار ده چې د منظور پاشتین ملګری شو او دا تحریک پښتنو هر کور، حجره، جومات، کوڅه، کلی او ښار ته ورسوو او پښتانه وروڼه او خویندې په یو مرکز راټول کړو- باید مونږ ئی ملګری شو او د هرې ضلعی په سطح دا دې غورځنګ شاخونه جوړ کړو او په مرکزی لیول د منظور پاشتین په مشری کې یوه نمائنده جرګه جوړه کړو- په اخر کې یادونه کوم چې دا پیر روښان، ملاپاونده او ایپی فقیر لمسی او لمسۍ د ټولو پښتنو نه د خوشال بابا د افغان ننګ ګلنګ غواړو- بریالی او کامرانه وسئ

- ‌‌‌ډاکتر ڰل مرجان
بېرته شاته