(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون لانګ مارچ ګټې

[17.Feb.2018 - 16:20]

پښتون لانګ مارچ ،سیاسي او ټولنیزې ګټې 

لېک : خادم حسین

په ۲۵ جنورۍ د وزیرستان نه پئیل شوې د پیښور، چارسدې، مردان او صوابۍ په لار اسلام آباد ته رسیدونکی پښتون لانګ مارچ په لسم فرورۍ ۲۰۱۸د خپل وړومبي پړاؤ د اهدافو تر لاسه کولو نه وروستو پائې ته اورسیدو. ددغه پړاؤ اهداف داؤ چې د نقیب شهید قاتلان دې اونیوی شي، د جبري تښتونې سلسله دې بند کړی شي، فاټا کښې دې لین‌‌‌‌‌‌ډ ماينز صفا کړی شي، د یو واقعې نه وروستو دې دعام اولس زورل بند کړی شي او په چیک پوسټونو دې د اولس تنګول تم کړی شي.

پښتون لانګ مارچ ګڼ شمیر سیاسي لاس ته راؤړنو کښې بریالی شو. دې لانګ مارچ د پښتنو په حواله پاکستان او نوره نړۍ کښې رائجې مفروضې ماتې کړې. دا حقیقتونه ئې خلکو ته ښکاره کړو چې پښتانه ترهه ګر، متشدد او انتهاګر نه دي. پښتانه د امن او عدم تشدد خلک دي. په دې ټول مارچ کښې نه یوه شیشه ماته شوه، نه پکښې دچا ګوته قدرې خوږ شوه. دې مارچ دا هم ثابته کړه چې پښتانه یو منظم قام دی او که موقع ورکړی شي نو پیټریارکي به هم د منځه ویسي.

دې مارچ ریاست ته خپله قامي مقدمه ‌‌‌‌‌‌ډیر په واضح لفظونو کښې وړاندې کړه. د ریاست عمراني معاهده کښې ئې د خپل قامي حیثیت پښتنه اوکړه. دې مارچ خپل قامي دوست او دښمن هم په ګوته کړو. یو لویه سیاسي لاس ته راؤړنه چې دې مارچ اوکړه هغه د ځوان نسل سیاسي قیادت منځ ته راوستل دي. د بایزید، خوشال خان او باچا خان د قامي تحریکونو ارتقاء ئې په ګوته کړه. دې مارچ د خدائې خدمتګار تحریک د څلورم پړاؤ اهداف هم اوټاکل.

په ټولنیز او کلتوري کچ پښتون لانګ مارچ درې لوې ګټې تر لاسه کړې. یو لویه ګټه دا اوشوه چې د یرې او ترهې تورې تیارې ئې اوتمبولې. قامي مفکوره او د جنګ د روزګار په ضد خبره ‌‌‌‌‌‌ډیره په ‌‌‌‌‌‌ډاګه اوکړی شوه. د تیر شوو څلویښتو کلونو راهسې په پښتون قام شوی جبر ښکاره بیان شو. د ریاست او غیر ریاست له غاړې په پښتون قام شوي ټول ظلمونه ښکاره اوویلی شو.

دویمه لویه ټولنیزه ګټه دا اوشوه چې د پښتون اولس د بیلا بیلو ‌‌‌‌‌‌ډلو ، طبقو، سیاسي ګوندونو او منطقو تر منځه په خلاص مټ په ټولو قامي ستونزو مکالمه پئیل شوه. ښځو او سړو، ای‌‌‌‌‌‌کی‌‌‌‌‌‌ډیمیا، طالبعلمانو، هنرمندانو، سیاسي ورکرانو، سماجي کارکنانو او جرنلسټانو یو بل سره ازادې مباحثې اوکړی. دا به د قام سازۍ غاړې ته لوی ګام ثابت شي.

دې مارچ یو بله لاست ته راؤړنه دا اوکړه چې د یو روښانفکره او خپلواکه قامي ټولنیز جوړښت د مستقبل د پاره ئې د امید څیرې څرګندې کړی.

ددغه ټولو لاس ته راؤړنو د دوامدارۍ د پاره دا خبره مهمه ده چې د پښتنو هره منطقه کښې دې موبلائزیشن د پاره ټولګي جوړ کړی شي او ددغه ټولګو تر منځه دې یو بشپړ جال جوړ کړی شي. سیاسي ګوندونه بائد ددغه بشپړ جال مرسته اوکړي.

- لېک : خادم حسین
بېرته شاته