(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشوم ښه وم، که اوس؟

[24.Feb.2018 - 14:37]

ماشوم ښه وم، که اوس؟

‌‌‌‌‌‌لیک: ډاکتر فاروق اعظم

چې ماشوم وم، له لرګي می سړی جوړاوه، اوس چې غټ یم له سړي لرګی جوړومله ډیرو مې بتان جوړ کړی او خرڅ کړي مې ديچې ماشوم وم، له تیارې ویریدم، اوس چې لوی یم له رڼا ویریږمچې ماشوم وم، دروغ او فریب می بد ګڼل، اوس چې لوی یم، هنر یې بولم

چې ماشوم وم، خبره مې نه پټوله، څه مې چې په زړه و، هغه  مي ویل. زما په خبرو د خلکو باور ؤنو ځکه هرچا ویل چې په ماشوم کې پټه نستهاوس چې لوی یم، خلک مې خبرو ته په شک ګوريدا ځکه زما د زړه او خولې لار یوه نه ګڼي.

 

د فطرت تقاضا داده چې ماشوم باید د عمر په تیریدو غټ او لوی سي، موږ غټیږو، خواکثره لوئیږو نهموږ اکثره لوړ ناست خلک لوی ګڼو او احترام یې کوودې کې څه تأمل په کار دیها چې لوړ ناست دي، حتمي نه ده چې لوی دې ھم ويډیر کوچني کسان مي د لویو خلکو پرځای ناست لیدلي ديماشومان اکثره د لویانو پر اوږو سپاره وي. باښه او ټپوس هم لوړ ځای ناست وي او یا په هوا ګرځيدوی هغه وخت مځکې ته راکوزیږي چې مرداره وویني

 

دا د فطرت کار دی چې عمر تیریږي، بدن غټیږي او جګیږيخو د شخصیت جوړیده په کورنۍ تربیه، مدرسه، چاپیریال او د کار په محیط اړه لريډیر وخت تربیه د بدن دغټیدو سره په متناسب ډول موازي نه ځيدغه توپیر دغسې تفاوت منځته راوړي چې غټیږو ټول، خو لوئیږو ټول نهانسان اشرف المخلوقات دیکه خبره د شرافت اوفضیلت وي، نو آیا ماشوم ښه وم او که اوس؟

 

د نااهله حال بجلي ته پاتیږي  -  چي پر آس باندي سپریږي نو خر کیږي

قام او ملک ټول په خواریږي او ټییټیږي  -  څومره دی چي لا لوئیږي او غټیږي

 فاروق اعظم

- ‌‌‌‌‌‌ډاکتر فاروق اعظم
بېرته شاته