(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمد افضل خان لالا په اروپا کې د افغانی کولتوری ټولنو مشرانو سره وکتل

[19.Jun.2007 - 15:15] جرمنی : په 10.06.2007 نېټه دیکشنبی په ورځ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشر سلا کار حاجی فضل الرحمن شیر په کور کې د پښتون قامی وحدت ستر لارښود ، نامتو لیکوال او د عوامی نشنل ګوند مشر خان لالا محمد افضل خان په ویاړ غونډه او میلمستیا جوړه کړی وه ، چې د PSDP د مشرانو جرګی ځنی غړی ، په اروپا کې د افغانی کولتوری ټولنوځنی مشران او یوشمیر روڼ اندی ورته رابلل شوی وو . ښاغلی محمد افضل خان « خان لالا » د پښتون / افغان قومی وحدت په ضرورت او غورځنګ رڼا واچوله د یو پوښتنی په ځواب کې ده وويل . قامی وحدت یوازی د لاندی پښتنو مسله نه ده بلکه د ډيورند کرښی پوره قام ویشلى دی او دا یو قامی مسله ده . په تاریخی حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دی نو یقینآ چې یو غورځنګ غواړی خو ددی دا مطلب هیڅکله نه دی چې ګنی دغه غورځنګ به دلته جوړيږی او فقط مونږ به ورته وده ورکوو دا د پورته افغانانو هم فریضه ده چې خپل سیاسی رول ولوبوی . د یوی بلی پوښتنی په ځواب کې خان لالا وویل : په نړۍ وال کچ که وګورو نو حالات د پښتون قامی وحدت لپاره مخالف نه دی بلکی موافق دی . نن امريکا افغانستان ته د خپلو اغراضو لپاره راغلی ده چې په هغی د چین مخ نیوی او د تیلو د لارو حفاظت شامل دی . مونږ ددغی مقاصدونه دعویدار یو او نه ئې کیدی شو . باید امریکه هم پدی خبره پوهه شی چې امریکا خپل اهداف ترهغی نه شی حاصلولی تر څو چې پښتون قام په یو چوکاټ کې سره يو ځای شوی نه وی . ټوټی ټوټی قام پدی سیمه کې د امنيت مسله پیدا کوی او چې امن نه وی د امریکا مفادات نه تر سره کيږی . نو پدغه علت زمونږ او د امریکا په ګټو کې تضاد نشته . مونږ قامی وحدت غواړو او امریکا ته امن پکار دی . همدغه شان مونږ چین او هند سره هم څه مخالفت نه لرو او د نړی نور قامونه به هم د پښتنو / افغانانو د قامی وحدت مخالفت ونه کړی . پښتون په بنيادی توګه سیکولر او ډیموکرات دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی چې باچا ئې جرګې خوښ کړی دی . یانی باچا ئی هم په هاغه وختونو کې په جمهوری طریقه انتخاب شوی دی . چې چالا اروپا کې د جمهوریت ټکی نه و اوریدلی امید دی چې د نړۍ جمهوری طاقتونه به د پښتنو د قامی وحدت مرسته او ملاتړ وکړی .
- نسيم خان ستوری
بېرته شاته