(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون قام د اجتماعی مسلو يواځنی حل « قامی وحدت » دی

[19.Jun.2007 - 15:18] محمد فضل خان « خان لالا » فرانکفورت : 14 .04. 2007 د پنجشنبی په ورځ د مازیګر په 7 بجو د پښتنو سوشل ډیموکراټیک پارټۍ PSDP د فرانکفورت څانګی د پښتون قامی وحدت ستر لارښود، د پښتنو سیاسی او روحانی مشر، نامتو لیکوال او د ANP مشر ښاغلی خان لالا محمد افضل خان په ویاړ د فرانکفورت په ښار کې د PSDP د فرانکفورت د څانګی مشر لالا اقبال په دفتر کې غونډه جوړه کړی وه . غونډی ته په خپله وينا کې خان لالا وویل: زما په نزد د پښتون / افغان قوم مستقبل د قومی وحدت نه پرته په بل څه نه جوړيږی. راځی چې ددغه وحدت تر لاسه کولو کار ته ذهن اماده او ملا کلکه وتړو ، ده زیاته کړه چې افغانستان اول او اخر د پښتون کور دی که هر څو ئې په منځ کې د بيلتون کرښه پرته ده ، پښتون قام یو وحدت ؤ او یو وحدت دی ، غاصب له لاسه په کال 1893 ع کې څلور ټوټی شوی دی په خپلو کې سره بیا يو کيدل ددی قام قانونی او فطری حق دی . خان لالا وویل څو کاله دمخه د پروفیسررسول امین له خوا په یو جوړه شوی غونډه کې ماپه خپله وینا کی وویل : تر څو پوری چې پښتون قام خپل قامی وحدت نه وی حاصل کړی تر هغی پوری ددی قام اجتماعی مسلی نه شی هواریدی نو ارواښاد د جنرال عبدالحکیم کټوازی راته وویل چې دا خبره تاسی کولی شۍ مونږ ئې نه شو کولی که مونږ د خپل قوم د يووالی خبره وکړو نو ازبکان به ازبکستان او تاجکان به تاجکستان سره یو ځای شی او افغانستان به تجزیه شی . نو ما ورته وویل چې کوم افغانستان به تجزیه شی ؟ د احمد شاه بابا افغانستان خو انګریزانو په 1893 ع کال کې تجزیه کړی . که زمونږ دغی افغانانو ورونو دا خاوره د تاجکستان یا ازبکستان څخه رابیله کړی وی نو بیا خو ئې حق شته چې ځان بیل کړی او که دوۍ د کوم مصیبت له امل دلته راغلی وی او بیا دلته اباد شوی وی نو بیا خو ددوی دا حق نه شته چې دا د افغانستان خاوره تاجکستان یا ازبکستان ته یوسی . زمونږ په قامی وحدت کې به دغه ورورنه قومونه هم مظبوط شی او په منطقه کې به امن او ثبات هم راشی . په اخر کې خان لالا وویل : زه د نړۍ ټولو مهذبو ، ترقی یافته او جمهوری قوتونو ته خواست کوم چې د پښتون / افغان ولس د قومی وحدت د احياء په کار کې د پښتنو / افغانانو منظم ملاتړ وکړی چې دمنطقی او دونیا په امن کې مثبت پرمختګ وشی . خان لالا د حاضرینو پوښتنو ته ځوابونه وویل او غونډه د شپی په یولسو بجو پای ته ورسیده د غونډی ګډون کونکی : محمد اقبال لالا، پوهاند ډاکتر ګل جانان ظریف حاجی فضل الرحمن شیر، نصير خان،سید علی شاه ، هدایت الله خان بنګش، ببرک دقيق، ډاکتر ماخان شینواری ، اکبر خان، واجد خان، سید حیدر،نسیم خان ستوری ، سید حبیب،ګوهر نیازی، طارق ګل، خان عباس، سید عالمګیر، لونګین خان سیدشبیر، ناصر مسافر، جهانګیر اپریدی، امیرکروړ ستوری ،عالمیکر اپریدی جهانګیر شینواری، حامد علی مومند، اسد خان، فرمان خان، پرويز مومند، عبا س خان، ملک سیدنواب ، مموزی سید ، غلامحی الدین هوتکی ، وارث خان، عبدالطیف اپریدی، ضیاء الق میا صاصب، سنګين وردک، محمد صادق، فرمان هاشمی او نصیر ستوری.
- نسيم خان ستوری
بېرته شاته