(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماخان مېږی ( شينواری ) : د ټولو پښتني ن ج څښتنانو څخه په ډېر درنښت هيله کيږې

[27.Jun.2007 - 22:12] چې له خپل پامه تېرولو څخه وروسته دا ليکنه په خپله پاڼه کې خوره کړي. ددې خورونو لپاره ، په ځانګړې توګه د بي بي سي، امريکا غږ او د ازادۍ راډيو ګانو څخه هم همدا هيله لرم، ځکه چې دا ماته د يوه پوره مسلک پښتو کونه ده او د ټولو هيواد د ګډ کار څخه پرته شونی نه دۍ، ما یې يواځې پيل کړې ګرانو هېوادوالو ، ژبپوهانو، شمېرپوهانو او د شمېرپوهنې مينه والو! دا اوس وتوانېدم،چې تاسو د شمېرپوهنې مينه والو او ژبپوهانو او نورو ګڼو هېوادوالو ته دا خپله د لسو څخه زياتو کالونو هلوځلو لاس ته راوړنه د ن ج له لارې وړاندې کړم، دادې په ګوته وي، چې دې کار هم نږدې دوه کاله په بر کې ونيوه. په لاندې توګه وړانديز: ۱ - ښي لاس ته لينکونه ورکړشوي، چې څه مو خوښ وي لوستلی یې شۍ. ۲ - لينک ٬٬ کتابونه د PDF په فورمات٬٬ کې د سرليک لاندې ۶ کتابونه د لوست لپاره ګرانو لوستونکو ته وړاندې کيږې. د دې کتابونو څخه بنسټيز او اړیېن یې ،،شمېرپوهنه،، ده، چې د لوړو زده کړو زده کوونکي ، د ښوونځي ښوونکي او د داسې لږو ستونځو سره زده کوونکي ترې ګټه اخستلی شي او بل یې د ،،ځمککچپوهنه،، کتاب دۍ، چې د ښوونځيو لپاره په پوره کچه ځمککچپوهنه، درېګوډيکچ (Tigonometry ) ، تن- يا بدنکچ (stereometry) وکتورشمېرنه او تجارتي شمېرنه خوندي دي. د پورته په ګوته شويو کتابونو زياته برخه یې دويم ځل ليکل شوي او غزېدلي. دا کتابونه لا د بشپړو کتابونو په څېر نه دترتيب شوي، ځکه چې ګران لوستونکي په نومه ونو کې راسره ونډه واخلي. وروسته ستاسو د مرستو څخه به دا کتابونه ګرانو لوستونکو ته وړاندې شي ۳ - ما پیل کړی، چې د شمېرپوهنې پښتو نومونه د کډکار او نظر لپاره وړاندې کړم او دا کار مې په لومړي مخ کې د ،، شمېرپوهنه په پښتو،، او ،، ګڼل او شمېرل،، تر سرليکونو لاندې د وړاندېز په توګه وړاندې کړي او نور به هم دوام پيدا کړي. زما هيله داده،چې ګران لوستونکي به زما د پښتو نومه ونو ملاتړ وکړي او د سمون په لار کې به ددې کار په هکله خپله مرسته زياته کړي.. هيله ده، چې ددې ستر کار لپاه ما ځانله مه پرېږدۍ او ګڼ وړانديزونه راولېږۍ د پښتو ژبې د ودې لپاره ستاسو د ګډ کار په هيله دا کار بې د دوه پښتنو ځوانانو هر يوه ،، ولي اڅکزي،، او د درنې وېپاڼې ،، ټول افغان،، خپروونکي ،، شېرزاد کامه وال،، د مرستي څخه زما لپاره ناشونی وو او وي به، نو زه له دوي څخه د زړه له کومې مننه کوم او د لوی څښتن څخه ددوي لپاره د دې سترې مرستې اجرونه غواړم. Tel: 00492285509999

د پاڼې نوم:

www.shinwari.de

ستاسو ماخان ( مېږی) شينواری -
بېرته شاته