(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښادسيداګل غريبيار يادغونډه جوړه شوه

[10.Jul.2007 - 21:50] دهيوادنوميالي لېکوال اودرانه شخصيت ارواښادسيداګل غريبياريادغونډه ،دجمعې په ورځ دجوﻻی دمياشتې په شپږمه نېټه (06.07.2007 ) د ((هورت )) په ښارګوټي کې ، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خواجوړه شوه . غونډه ښاغلي حاجې فضل الرحمن ، دعظيم الشان قران د پاکوايتونوپه تلاوت سره پيل کړه اودارواښادروح ته يې هم دعا وکړه . ورپسي دپروګرام چلوونکي ښاغلي ډاکټر شيرولي شير ، ډاکټر محمد صابرته بلنه ورکړه ، چې دارواښاد غريبيارژوندليک ولولي . دغه يادغونډه ه که څه هم په ډېرکم اولنډوخت کې جوړه شوه ، لېکن دارواښادغريبيارفرهنګي مينه وال اودوستان په دې وتوانيدل ، چې دې يادغونډې ته ارزښتناکې مقالې اولېکنې برابرې کړي . دغونډې لومړۍ مقاله دښاغلي عزيز سرشاروه چې دخدای بښلي د يو کتاب (( ستر پښتنون ـــ محمد ګل مومند)) په نوم يې مقاله وړاندې کړه ، ترمقالې وروسته يې خپله ليکلي ويرنه هم ولوسته . دافغانستان دکلتوري ودې له خوادپروګرام خاکه داسې ترتيب شوې وه ، چې يادغونډې ته هغوکسانوته هم بلنه ورکړ شوې وه ، چې له ارواښادغريبيارسره يې له نږدې نه پېژندل اوله ده نه يې په زړۀ پورې خاطرې درلودې . په دې لړکې له ښاغلي ډاکټرشيراقاحرکت څخه هيله وشوه چې خپلې خاطرې له نوروسره شريکې کړي . څرنګه چې ښاغلی حرکت دارواښادغريبيار دوست اوهمصنفي و اودده په ويناله 50 کلنوراهيسې يې ورسره اړيکې درلودې ، برخه والوته ځينې داسې خاطرې بيان کړې ،چې دارواښادغريبيار شخصيت يې زموږ په اندکې نوره هم ځلانده کړ . ډېروخت څيړونکي اوپوهان دځينوشخصيتونوبشپړ انځور په دې نه شي وړاندې کولی ، چې ددوی دمعلوماتو سرچينې يوازې کتابونه اوليکلي ﻻسوندونه وي . زموږ په ټولنه کې دداسو اشخاصوبېلګې کمې نه دي ، چې ددوی دليکلواثارو نه ددوی شخصي ژوند ډېرارزښتناک او دهېواددابادۍ په ﻻرکې تيرشوی . ښاغلی اجمل اټک ،چې په ناروې کې اوسيږي ، دپرديسۍژونددځينومشکلاتوله امله ونه شول کړای ، چې په دې يادغونډه کې برخه واخلي لېکن دټيلفون په ليکه يې دغونډې برخه والوته دارواښادغريبيار ((دڅرخي له زندانه د راکي تر غرونو)) پرکتاب خپل نظرپه لنډډول بيان کړ . ښاغلي اټک دنوموړي اثرپرتاريخي اوژبني ارزښت خبرې وکړې . ښاغلي انجينيرفريدالله هم دارواښادغريبيارپرفرهنګي ژوندپه ټوليزه توګه يوه په زړۀ پورې لېکنه درلوده . دمقالې ترلوستويې وروسته دنيوکې اوغوښتنې په توګه ګډون والونه وويل ، چې هڅه وشي زموږ دفرهنګي شخصيتونونمانځنه ددوی پرژوندوشي . دپروګرام چلوونکي ښاغلي ډاکټر شيرولي شير وويل ،که څه هم له نېکه مرغه دادود اوس تريوې اندازې مات شوی لېکن داهڅې نورې هم بايدزياتې شي ، دانجينيرفريدالله له غوښتنې سره يې هم غږي وښوده . ديادغونډې وروستی مقاله دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې مشر ،ليکوال اوڅيړونکي ښاغلي زرين انځور له خوا ولوستل شوه . ښاغلي انځوردارواښادغريبيار پرهغه کتاب ، چې دخوږژبي ولسي شاعرملنګ جان شعرونه په کې راغونډشوي دي اوتازه له چاپه راووتی دی،هراړخيزه اواکاډميکه مقاله واوروله . ښاغلي انځوردارواښادغريبياروروستی چاپ شوی کتاب دملنګ جان داشعاروترټولوبشپړغونډوبللو . ښاغلي زرين انځور دهغولېکوالانوپه هکله هم دغونډې برخه والوته معلومات وړاندې کړ ،چې ترارواښاد غريبياردمخه يې دملنګ جان اشعارو په غونډولوپيل کړی . په دې لړ کې يې دښاغلي عبدالله بختاني خدمتګار خدمتونه دستاينې وړ وبلل اوزياته يې کړه ، چې بختانی صاحب يوازنی شخص دی ،چې دملنګ جان شاعر په ژونديې دده داشعاروپه غونډولويې پيل کړی . دمقالې په پای کې يې دارواښاددژوندوروستی څو ورځې په دې ډول بيان کړې : (( غريبيارصاحب له امريکانه خپلې مېرمنې سره يوځای خپل هېوادته راستون شو،لېکن امريکا ته بېرته ستون نه شو . اوخپلې مېرمنې ته يې وويل ، چې زه يوڅوموده نوره هم دلته تيروم . دملنګ جان دکتاب دچاپولودلګښت دحساب دتصفيې لپاره پېښورته وﻻړ . له دانش کتاب خپرولوموسسې سره دحساب تر تصفيې وروسته ورڅخه هيله وکړه ، چې پنځوس ټوکه کتابونه دې امريکاته پوسټ کړي لېکن ټينګاريې کولو، چې دده دزوی په پته دې واستول شي اوپنځوس ټوکه دې جرمني ته دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې په پته ولېږل شي . له پېښوره ،چې راستون شودوه ورځې وروسته يې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې . روح دې ښاد وي )) . دخواشينۍاوغمرازی پيغامونه دټولنوپه استازيتوب په ﻻندې ډول سره ولوستل شول : _ ښاغلي ايمل مومند ،دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې په استازيتوب ؛ _ ښاغلي نجيب احمدزي ، بلجيم کې دافغاني کلتوري ټولنې په استازيتوب ؛ _ښاغلي ډاکټرطارق رشاد،هالينډکې دافغاني کلتوري ټولنې په استازيتوب ؛ _ښاغلي نصيرستوري ،په کولن کې دکونړدځوانانودکلتوري ټولنې په استازيتوب ؛ _ ښاغلی احمدشاه امين جرمني کې ، دمونشن ګلادباخ دافغانانوکلتوري ټولنې په استازيتوب ؛ _ښاغلی مطيع الله رووفي ، دافغان سينماتياترمرکزپه استازيتوب . ښاغلي مبارز څاپي ديوې ويرنې په اورولوسره پروګرام ته دپای ټکی کېښوداووروسته له هغې ټولوبرخه والوته بلنه ورکړل شوه ، چې دافغانستان دکلتوري ټولنې له خواپه برابر شوي ماښامني کې برخه واخلي
-
بېرته شاته