(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هزاره کښې پښتوعالمى مشاعره

[16.Jul.2007 - 13:42] دهزارې ملګرو په اووم جولائى ۲۰۰۷ په اول ځل پښتوعالمى مشاعره وکړه اوځان ئې په لږو وسائيلو اوزياتومسائيلو کښې دپيښور د پښتوعالمى کانفرنس سره يوکړو چې په هزاره کښې ئې دپښتوژبې لوئى لوئى شاعران په عالمى مشاعره کښې وځلول او دائې ثابته کړه چې په هزاره کښې پښتووګورئ ..!! په دغه حواله داسماعيل ګوهر اودهغه دنورو ملګرو زيار او محنت ديادونې وړ دی . اسماعيل ګوهر دذهنى اوزمکنى حقيقتونو په حواله سليم راز ته نزدې دی نودعالمى مشاعرې تعلق اوتړون دپښتوعالمى کانفرنس سره ياديږى اودادسليم راز دپښتوعالمى کانفرنس يو عکس العمل کيدیشى . ډيره ښۀ خبره ده چې پښتانۀ داسې ښه عکس العمل ولرى که زمونږ سوشل ملااستاذ دکابل داطرافو نه دطالب تاثراخستی شى نو هزاره د پيښور دپښتو اثرولې نشى اخستی . زۀ دشاعر په حيثيت په دغه عالمى مشاعره کښې لکه دنورومشاعرو پشان بياغيرحاضر يم اوخپله غيرحاضرى په دې کالم پوره کووم زماخپل خيال داوى چې په دومره عالمى شاعرانو کښې که زماغوندې يوسرکم هم وى نوڅه خبره نۀ ده خودپښتو دمحفلونو اوهلوځلو کښې که وړوکی لاس وړوکی قلم هم غير حاضر شى نوبده خبره ده ځکه نو زۀ ځان دپاره دپښتوپه حق کښې دابده نه خوښوم ځکه چې بيابه ديومنلى تکړه قام پرست شاعر او مترقى انسان اباسين پشان دهغه قطعې مرتکب وګرځم چې هغه دپښتو دښمنانو او بدخواهانو په حواله وئيلې ده ..!! په دغه حواله ټول پښتانۀ دپښتو دوړوکى نه وړوکى محفل او وړې نه وړه تمناکښې هم په څه ناڅه شکل خپل اواز بايد چې يوکړى . خو.....!! په دغه حواله زما موقف لږبدل دی اوهغه دادی چې زۀ وايم دټولې دنياپښتون که څوک راټول کړى اوهغوى څوڅوورځې شعرونه وائى مقالې ووائى اوقراردادونه په متفقه طور منظور کړى ورسره لاسونه هم اوچت کړى اوورسره په جذباتى انداز اودريږى هم اوبيا خپلو قراردادونو سره چغې هم په زورر زوره ووهى خوددې ټولوجذباتو او پښتنى احساساتو په سباله خاموشه خاموشى وى نۀ دپښتنو ميډيا شته اونه ئې دقراردادونو اوريدونکی اومنونکی شته . دداسې ډيرو عالمى کانفرنسونود لويو لويو قراردادونو اودعالمى مشاعرو دجذباتى تعلق اوتړون څه شکل نه ښکارى . بايد چې په داسې عالمى موقعو دسوونو شاعرانو اديبانو دانشورانو اوزرګونو پښتنو يو مزاحمتى تحريک هم موجودؤ اوبياداهرڅه هغه مزاحمتى تحريک کول اوبيائې عملى کول نودپښتو دښمنانو به ددې زورکتلی ؤ خومونږ اوس هم د حکومت نه په پيښورکښې دنشترهال په حواله مطالبه کوو چې نشترهال ازادکړى . مونږاوس هم دپښتودپاره قراردادونه پيش کوو چې ريډيو ټيلى ويژن اوپه نورو اداروکښې پښتوله جائزمقام ورکړى مونږسره داقرارداد دپښتودعالمى ورځې دملل متحد دفيصلې په رڼاکښې پروت دی چې هربچى ته په خپله مورنۍ ژبه کښې دتعليم حق ورکړئ مونږ د مودو مودو نه دا روايتى قرارداد وايو اوپه متفقه طور ئې منظوروو چې زمونږ پښتو دې سرکارى دفترى تعليمى عدالتى ژبه شى . کوم قراردادونه اوکوم اوازونه چې مونږ په پښتوعالمى کانفرنس کښې منظور کړى اوريدلى دى هغه به په هزاره کښې هم هغه شان په جذباتو کښې هرچا اوريدلى وى اوزمونږ شاعرانو برادرۍ به غزلې نظمونه وئيلى وى فوټوسيشن به هم شوى وى يوبل ته به دادهم ورکړی شوی وى هرڅه به شوى وى خو راځئ چې دپښتودموجوده حالت په تناظرکښې ئې نن وګورو چې پرون کوم واه واه په زوره چغې وې نن ئې حاصل څه دی!!؟ مونږ هغه مخلوق سره تعلق لرو چې ګران ګران کارونه کوو خونتيجه نۀ غواړو سياستدانان خوجلسه جلوس وکړى نونتيجه حاصله کړى دوکانداران تاجران وغيره وغيره مظاهره وکړى نتيجه واخلى مونږعالمى پښتانۀ راټول شو په سباله موپه نتيجه کښې هيڅ نه وى فقط يواخبارى بيان اويارپورتاژ زمونږ دعالمى غونډو حصول وى اوبس ...!! 2007-07-15 - نورالبشرنويد
بېرته شاته