(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاک افغان امن جرګه

[16.Jul.2007 - 18:31] دافغانستان اوپاکستان شريکه جرګه به داګست په مياشت کښې په کابل کښې کيږى خدائى دې وکړى چې داجرګه کاميابه شى . خوزمونږ دجرګو به څه وائې هغه دحمزه بابا خبره . اشنامې نه پښتو کړى نه پښتو پريږدى بيرته زمانه مرورشى چې جرګې تيرې شى مونږ دخانه کعبې جرګه اونۀ منله نونورې به څه ومنو دجرګې مشران له دجرګې نه پاڅيدلى نه وى چې مونږ ديوبل نه مرور شو دې مرورتيا زمونږ دپلار کور زمونږ ښکلی کابل چې ټوله دنيابه دې دښائست کتو دپاره راتلله برباد کړو دا زمونږ په زړۀ راپورې وطن سابق سويت يونين دومره نه ؤتباه کړی څومره چې مونږ دخپله لاسه وځپلو افغان ولس په تش لاس ددنيامنلی شوی سپرقوت چې دامريکې نه په ټيکنالوجۍ کښې ډير وړاندې ؤ اوامريکه په سپيس ټيکنالوجى وپه هر ميدان کښې دسوويت يونين نه وروسته خوبيا داسپرپاوردافغانستان نه په تيښته مجبورشو چې دافغان دمجاهدينو يوه تاريخى کارنامه وه چې دمسلمانانو هغه تاريخ ئې بيا راژوندی کړی ؤ چې دمسلمانانو دفتح بيرغونه به په يورپ کښې پړقيدل خوبيا دې جهادى کمانډرانو زمونږ دګل ورين وطن سره چې څه وکړل هغه ټولې دنيا وليدل . جهادى مشران چې په کابل کښې دحکومت کولو په ځائې مشت وګريوان شو پاټک سالارى ئې شروع کړه دظلم انتهائى وکړه نوداسې صورتحال کښې به قام دملاعمر ملاتړ نه کولو نودچابه ئې کولو اوس هم که افغان حکومت دطالبانوسره جرګه نۀ شو چې دافغانستان بچى دى نوکابل بيا دړې وړې واخله داهم يوحقيقت دی چې دافغانستان دټولو ستونزو يوه غټه وجه په افغانستان کښې بهرنى لاس وهل دى. د نصيرالله خان بابر دابيان په ريکارډ موجود دی چې طالبان زما بچى دى صدرجنرل ضياء الحق خودافغانستان نه سمه پينځمه صوبه جوړه کړې وه البته صدرجنرل پرويزمشرف داغورځيدلې پاليسى بدله کړيده که څوک ورته يوټرن وائى يابل ټرن وائى خو زماپه خيال دايوصحيح ټرن دی صحيح پاليسى ده افغانستان يوازاد اوکل اختيار ملک دی اوچې ټوله دنيا غلامه ده نوبياهم افغانستان هسکه غړۍ ازاد ولاړ ؤ . څوپورې چې دپاکستان اوافغاستان دشريکې جرګې خبره ده په دې لړکښې چې دافغانستان اولس مشر ښاغلى حامدکرزى کوم اول ګام اخستی ؤ هغه په صحيح لور صحيح ګام ؤ چې هغوى دافغانستان دامن په لړکښې کوموکسانو ته خطونه راليږلى وو هغه دجرګو خلق وو اسفنديارولى خان، محمودخان اچکزى اومولانا فضل الرحمان چې کوم کارويستی شى هغه حکومت چرې هم نۀ شى کولی حکومتى خلقو خو دصدرجنرل مشرف روغ رمټ حکومت داسې ژورې کندې ته وغورځولو چې اوس ترې راوتی نۀ شى نوددوى نه داطمع لرل چې دوى به افغانستان دامن اړخ ته بوځى څه دنه منلوخبره ده. افغانستان به دافغانستان خلق امن اړخ ته بيائى .په پاکستان کښې دکوموکسانو چې دافغانستان دجهادنه وړاندې خرګاډی نه ؤهغه داسلام اباد په يخ بسته محل نمابنګلو کښې په اربونوکښې لوبې کوى نوبس دی ډيره وشوه په خپلوکښې روغ شئ زۀ به په دې لړکښې نورڅه ووايم سيوا ددې نه چې دستر دانشور افراسياب خټک يودوه شعرونه ستاسو په خدمت کښې عرض کړم . دسر په ټيټولو ترې نه خدائيګو که خلاصيږى تاريخ درته ولاړ دی نيغ په نيغه جواب غواړى داستاسو ښائسته جګوشملو ته دې خيروى لوړتيا که خپله غواړئ نوجرګه لږ په خيبر شئ نه امريکه نه ناټو نه بل څوک په افغانستان کښې امن راوستی شى نوپه خيبر به جرګه کيږى په جرګه کښې قبائيلى مشران اودسرسر پښتانۀ شاملول پکاردى باقى جرګې به دوخت ضائع وى .2007.July 16 - عبد القيوم صافى
بېرته شاته