(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نړیواله (عالمى)پښتومشاعره

[17.Jul.2007 - 19:10] ميا فاروق فراق : 17.July.07پښتو ژبه کۀ هر څو په هر دور کښې دحکمرانانو لخوا نظرانداز کړی شوې ده خو پښتنو ليکوالو، شاعرانو او اديبانو دخپلې ژبې سره دومره پت پاللی دی چې په هيڅ يو حالت کښې ئې خپله مورنۍ ژبه ورکيدو ته نۀ ده ورکړې. پښتنو ليکوالو کۀ يو خوا ددې لرغونې ژبې او ادب دپياوړتيا دپاره وخت په وخت دخپلو ملى ذمه واريو پوره کولو په لړ کښې دتخليق تنقيد او تحقيق کولو له لارې زړۀ پورې علمى، ادبى کتابونه منظرعام ته راوستى دى نو بلخوا دپښتو مختلفو ادبى تنظيمونو دعلمى ادبى بحث ، مباحثو ، غونډو او سيمينارونو له لارې دنيا ته داخبره ثابته کړې ده چې دوى دخپلې ژبې او ادب د ودې نه بې غمه نۀ دى. په دې حواله کۀ يو خوا عالمى(نړیوال) پښتو کانفرنس پښتو ژبې او ادب ته دپيښو ستونزو په حواله په پيښور کښې دوه درانۀ عالمى پښتو کانفرنسونه کړى دى نو بلخوا په کوئټې کښې هم په تيرو وختونو کښې دغه شان نړيوال کانفرنسونه جوړ شوى دى او عالمى پښتو کنونشن هم تير کال په پيښور کښې دعالمى (نړیوال) پښتو کنونشن په کولو سره خپلې ذمه وارۍ په احسنه طريقه سرته رسولى دى چې دعالمى (نړیوال) معيار دغو غونډو پښتو ژبې او ادب ته دپيښو کشالو دراڅرګندولو او دهغې دحل په لارو چارو لټولو کښې زيات لاس امداد کړی دی. خو ولې تر اوسه چې يو کمی محسوسيدو نو هغه داؤ چې دپښتو په تاريخ کښې تر اوسه په جهانى(نړیوال) کچ داسې يوه مشاعره نۀ وه جوړه شوې چې هغې کښې دنړۍ دمختلفو هيوادونو پښتانۀ شاعران خپلو کښې سره يو ځائې کښينى او دنظم په لطيفه ژبه نړۍ ته دپښتنو شاعرانو لخوا دامن ، مينې او ورورولۍ پيغام ورکړى خوشبختانه چې دغه اړخ ته دپاکستان دهزارې دسيمې دپښتنو ليکوالو خيال وګرځيدو او دپښتو اکيډمۍ هزارې لخوا په اوومه جولائى 2007 ع کال په مانسهره کښې ديوې عالمى پښتو مشاعرې تابيا وشوه، ددغه مشاعرې دپاره خو هسې په هزاره سيمه کښې ميشته پښتون ليکوال خپل محنت او همت په روڼ تندى او پراخه زړۀ کړی خو ولې په دې لړ کښې بيا داسماعيل ګوهر کوششونه په خصوصى توګه ديادولو ځکه دى چې په تن نرى نروچکى اسماعيل ګوهر لکه دغرۀ هسې په دنګه او درنه حوصله دنړۍ دمختلفو هيوادونو دپښتو شاعرانو سره تماس ونيولو او دخپلو ملګرو په ملاتړ ئې دهرې سيمې څخه نمائنده او معيارى شاعران ددې مشاعرې لپاره راوبلل. پټه دې پاتې نۀ وى چې داسماعيل ګوهر په څير ددې مشاعرې په جوړولو کښې دپښتو ژبې درښتونى خدمتګار اؤ دعالمى(نړیوال) پښتو کانفرنس دچئيرمين سليم راز صيب محنت هم دهيچا څخه پټ نۀ دی، ولې چې ښاغلى سليم راز صيب په پوره خلوص او محبت سره ددغه مشاعرې دکاميابولو دپاره دتمامې پښتونخوا دنومياليو ليکوالو اؤ شاعرانو سره رابطې وکړې او هغوى ئې دې ته وهڅول چې ددغه مشاعرې په کاميابولو کښې خپله پوره پوره برخه شامله کړى په اوومه جولائى دهزاره يونيورسټۍ دوه کوسټرې پيښور ته راوليږل شوې او دلته نه سحر نهه بجې دليکوالو، شاعرانو اؤ اديبانو يوه درنه قافله دمانسهرې په لور وکوچيده دمانسهرې په يو هوټل کښې دټولو شاعرانو دپاره داستوګنې بندوبست شوی ؤ ځکه نو دپيښور، بنو، کواټ، چارسدې، ، مردان، نوښار، ټل ، پاړه چنار، مومند ايجنسۍ او دنورو سيمو کوم ليکوال چې دپيښور څخه په شريک ډول ټاکل شوى هوټل ته ورسيدل نو دغلته دنړۍ دمختلفو برخو څخه راغلى پښتانۀ شاعران اديبان موجود وؤ او دهوټل دننه په لږ ساعت کښې يوه داسې ادبى ميله جوړه شوه چې هر خوا پښتنو شاعرانو يو بل ته کلکې کلکې غاړې ورکولې ديو بل احوال ئې پوښتل او په خندا خندا ئې ادبى بحثونه شروع کړل دغرمې دډوډۍ خوړلو نه وروستو دغه ټولو شاعرانو پخپلو خپلو کوټو کښې دلږ ساعت لپاره ځانونه دمه کړل او درې نيمې بجې بيا دهزارې يونيورسټۍ په لور چرته چې دعالمى(نړیوالی) پښتو مشاعرې تابيا شوې وه ټول شاعران په کوسټرو کښې روان شول، کله چې دشاعرانو اديبانو قافله دهزارې يونيورسټۍ دروازې ته ورمخامخ شوه نو دهزارې پراخه په سروګلونو او شنو چمنونو سينګار يونيورسټى ددوى داستقبال لپاره لکه دناوې سينګار کړی شوې وه ځائې پځائې دهر کلى بينرونه دپښتو ژبې په حق کښې مختلف شعارونه او استقباليه دروازې دا هغه څه وؤ چې دهزارې دپښتنو ليکوالو، شاعرانو اؤ اديبانو او دهزارې يونيورسټۍ دپښتون وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر احسان على خپلې مورنۍ ژبې سره دمينې او محبت جذبې ترې څرګنديدلې دهزارې يونيورسټۍ په يو لوئې ميدان کښې دمشاعرې دپاره ځائې جوړ کړی شوی ؤ څه دپاسه پينځه بجې دمشاعرې لومړنی نشست شروع شو. د لومړنی نشست صدارت دهزارې پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر احسان على وکړو او مشر ميلمه ئې داکيډمى ادبياتو دپيښور ريزيډنټ ډائريکټر پروفيسر محمداعظم اعظم وؤ په سټيج چې کوم نور ميلمانۀ راوبلل شول هغوى کښې دپښتو اکيډمۍ هزارې کنوينراسماعيل ګوهر ، دپښتو عالمى کانفرنس چئيرمين سليم راز ، ناول او افسانه ليکونکی طاهر اپريدى او دپښتو عالمى(نړیوال) کانفرنس عمومى سکتر انور زيب شامل ؤ په دې موقعه دغونډې صدر پروفيسر احسان على ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، سليم راز او انور زيب دخپلو خيالاتوڅرګندونه وکړه چې وروستو په باقاعده توګه مشاعره پيل شوه، دنظامت دنده حق نواز خان ترسره کړه او کومو شاعرانو چې په دغه محفل کښې خپل کلامونه واورول هغې کښې داباسين پښتو اکيډمۍ غړى قمر صحرائى، سلطان منير، قديم افغانى، حنيف خليل، فدامحمد شباب، ميا فاروق فراق، زبير حسرت، روښان يوسفزی او نور ګڼ دپښتو شاعران شامل وؤ ، دړومبى نشست دختميدو وروستو د ډوډۍ دمه وشوه او دې دوران کښې هم شاعرانو خپل مينځ کښې علمى او ادبى بحثونه جارى وساتل، په دې موقعه دوائس اف امريکا ډيوه راډيو خپله يو ساعته خپرونه دهوا په څپو خپره کړه کومه چې دماسخوتن دنهه بجو نه تر لسو بجو نيغ په نيغه خپره شوه په دغه پروګرام بله ډيوه کښې ميرمن حسينه ګل، افضل شوق، رياض تسنيم اؤ ميا فاروق فراق برخه واخسته په دغه پروګرام کښې ګډون کوونکو دجوړې شوې مشاعرې په بيلا بيلو اړخونو رڼا واچوله او وې وئيل چې دداسې قسمه مشاعرو سره به خلقو کښې دپښتو ژبې اؤ ادب سره دمينې جذبه نوره هم سيوا شى ، دډيوه راډيو پروګرام کښې دنړۍ مختلفو هيوادونو کښې ميشته اوريدونکو دپښتو مشاعرې منتظميونو ته دپيرزوئينو ډالۍ دټيلفون له لارې وړاندې کړې او وې وئيل چې دا راز مشاعرې دې په نورو سيمو کښې هم جوړې کړی شى. دمشاعرې دويمه برخه لس نيمې بجې پيل شوه، ددې برخې صدارت داسټريليا نه راغلى ميلمه شاعر نثار محمد خان وکړو. خصوصى ميلمه ئې دمردان ضلعې ناظم حمايت الله مايار ؤ او نور ميلمانۀ چې سټيج ته وبلل شول هغوى کښې ميرمن حسينه ګل، ډاکټر محمداعظم اعظم، دافغانستان جنرال عبدالصمد مومند شامل وؤ. په دې موقعه دپښتو ژبې دنوميالى شاعر او سياستمدار اجمل خټک پيغام او کلام ګډون کوونکو ته واورول شو ځکه چې اجمل خټک دناروغۍ له امله دې مشاعره کښې ګډون نۀ درلودو، په دې موقعه چې کومو شاعرانو خپل کلامونه واورول هغوى کښې اکمل ليونی، ميرمن حسينه ګل، پروفيسر اباسين يوسفزی، اسماعيل ګوهر، مختيار احمد شاهين، اکرام الله ګران، ودود اشنغری، ماسټر شيرافضل افضل، رياض تسليم، ماښام خټک، اشرف على، عالمګير خان شموزئ او نور يو شمير شاعران شامل ؤ. دمشاعرې دغه برخې دشپې تر يوې نيمې بجې دوام درلودو او ټولو اوريدونکو ترې خوند واخستو دمشاعرې په اختتام کښې دهزارې پښتو اکيډمۍ کنوينر اسماعيل ګوهر دټولو راغلو ميلمنو شاعرانو ، ليکوالو، صحافيانو او سياستمدارو مننه وکړه او وې وئيل چې شاعران دې دپښتنو په سيمه کښې دامن دټينګښت دپاره خپل کردار ترسره کړى دغه راز مشاعره سرته ورسيده او ميلمانۀ دارام په غرض ټاکل شوى هوټل ته ستانۀ شول.
- ميا فاروق فراق
بېرته شاته