(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستور ی مجله چاپ او پر لیکه شوه

[05.Aug.2007 - 22:02] پر پښتو پښتونولۍ مین ملی مبارز ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په نوم د کونړ ولایت د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې د « ستوری » په نامه خپلواکه، ناپېيلی، کولتوری او ادبی دوه میاشتنۍ خپرونه چاپ او د انټرنيټ پر مخ ئې پر لیکه کړی ده . د « ستوری » مجلی په لومړی کال، لومړۍ ګڼه کې د پښتنو د ټاټوبی لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې لیکنی او شعرونه ځای شوی دي .

د « ستوری » مجلی

مسوول مدير : عرفان الله کوټوال مرستيال : هدايت الله حيات سلاکاره ډله : مرستیال څېړونکی وجیه الله شپون ، عبدالقیوم زاهد مشواڼی ، شفیع الله تاند کتنپلاوى : بصير بيدار ستورى ، محمد داود صدیقي ، عصمت الله ملنګ ، ګلرنګ کوچوان همکار غړي : رحيم الله يوسفزی ، فضل الهادي عاصم ، میرسلام مجاور ، داود شاه داود د ستوري استازي : کابل : عبدالحلیم همت ، ننګرهار : شفیع الله تاند ، کونړ : نعمت الله کرياب ، پېښور : ذبيع شفق ، جرمني : نسيم خان ستوری

د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

عرفان الله کوټوال د تنر کلی ـ طلائی بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان درانه همکاران کولی شی چې خپلی لیکنی ، نیوکی او وړاندیزونه راولیږي . E-mail: [email protected]
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته