(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اولس حکومت له د ډيورنډ کرښې دمنلو حق نۀ دی ورکړی

[09.Aug.2007 - 20:36] افغان اولس مشر حامدکرزى وئيلى دى چې صدرجنرل پرويز مشرف زما دوست اؤ ورور دی. دپاکستان نه زمونږ ګيله نۀ شته اؤ نۀ ورسره کومه کشاله لرو. البته ځنې مشکلات ضرور شته چې هواری ئې غواړو. مونږ دا هم غواړو چې پاکستان سره امن اؤ ورورولى قائمه وى. دلته سينئرصحافيانو سره دخصوصى خبرو په وخت افغان اولس مشر ووئيل چې پاکستان اؤ افغانستان له به دښۀ سباؤن لپاره شريک ګامونه پورته کول وى چې دا رنګ د دواړو ملکونو خلق په امن اؤ خوشحالۍ سره ژوند تيرکړی شى. دۀ ووئيل چې پاکستان د افغانستان ډيره ملګرتيا کړې ده مونږ به ټول ژوند دپاکستانى اولس مننه ادا کوو. اولس مشر ووئيل چې زۀ داسې ماحول غواړم چې زمونږ خلق دخپلو دوستانو ليدو لپاره پاکستان ته دوه درې ورځو له ځى اؤ بيا واپس راځى اؤ دا شان د پاکستان خلق هم دلته ځى راځى. اولس مشر ووئيل چې اتحادى فوځونه مې په افغان اولس دبمبارۍ نه منعې کړيدى. دۀ ووئيل چې افغان اولس حکومت له د ډيورنډ کرښې دمنلو حق نۀ دی ورکړی . په دې که زر ځله لاس ليکونه وشى خو عوام ئې نۀ منى. د ډيورنډ کرښې مسئله تاريخى ده. په دې باندې په ارت زړۀ مذاکرات پکار دى. چې په پاک افغان پوله د ازغن تارغزولو سره ترهه ګرى نۀ شى ختميدی. د يو سوال په جواب کښې دۀ ووئيل چې افغانانو اؤ پښتنو له دترهه ګرۍ نه نجات ورکول زمونږ ملى اؤ اسلامى فريضه ده. ترهه ګر پښتانۀ تباه کوى. تعليمى ادارې تباه کوى،ددې نه ځان پچ کولولپاره د پوره اقداماتو ضرورت دی. دۀ ووئيل چې ازغن تار به صرف دعوامو مخه ونيسى د سرحد دواړو غاړو ته يو قوم اوسيږى. دۀ ووئيل چې کله انګريزانو د ډيورنډ کرښه راښکله نو هغه وخت هم افغان عوامو دا نۀ وه منلې. اولس مشر ووئيل چې زۀ نهه څلويښت کاله وړاندې دقندهار ښارجنوب ته دپنځه کلوميټرو په فاصله کښې دکرز په کلى کښې پيدا شوی يم. دا يو روايتى دخټو اؤ تيږو نه جوړ کلی دی. نوموړى دجهاد متعلق ووئيل چې جهاد دروسانو خلاف پيل شوی اؤ هغه اوس ختم شويدی اوس د افغانستان د بيارغونې اؤ ددې خاورې دبچو تعليم يافته کولو جهاد شروع دی. کوم غاصب چې زمونږ د خاورې دنيولو اؤ زمونږ د دين اؤ افغانى رواياتو د ختمولو پسې راغلی ؤ هغه مات شو. شوروى ړنګ شو. د غيرملکى اشتعال جهاد ختم شويدی. که د نائن اليون واقعه نۀ وی پيښه شوی امريکا اؤ اروپائى هيوادونه به افغانستان ته نۀ وو راغلى. طالبان دوه قسمه دى يو بهرنى اؤ بل داخلى . بهرنيو طالبانو افغانستان ته کافى نقصان رسولی اؤ رسوى ئې. د هغوى مقصد د افغانستان خاوره تقسيمول دى. چې په بيلو، بيلو برخو ئې وويشى. نوموړى ديوې پوښتنې جواب کښې ووئيل چې طالبان د يونيکال کمپنۍپیداوار نۀ دى چې هغوى ورسره جوړ وو نو زۀ هم ورسره وم اؤ کله چې ورسره وران شول نو لاس مې ترې واخستو. داسې نۀ ده. په ابتدا کښې ټوله نړۍ د طالبانو ملګرې وه نو زۀ ئې هم ملګری وم. افغان معززين اؤ ديو نيکال کمپنۍ استازى کويټې ته زما کورته راغلل، دطالبانو نمائندګان اؤ نصيرالله بابر زما کور ته راغلى وو. کرزى ديوبل سوال په جواب کښې ووئيل چې مونږ د ملاعمر اؤ حکمتيار په خلاف نۀ جنګيږو. هغوى ته خومونږ وايو راځئ چې کښينو سره اؤ دغه وران هيواد اباد اؤ جوړ کړو. کابل(وحدت خبر)Wahdat Peshawar 08.08.2007- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته