(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګه کښې د پاک افغان اولسونواودولتونو يو ځائې ناسته ...

[09.Aug.2007 - 21:50] کابل08.08.2007: د عوامى نيشنل ګوند ANPمرکزى مشر اسفنديار ولى خانAsfand Yar Wali Khan وويل چې دوى په پوره اخلاص، په ياده شوې جرګه کښې د ګډون په موخه راغلى دى . نوموړى په امن جرګه کښې د افغانستان او پاکستان د دولتونو او اولسونو يوځاى ګډون مهم وباله او زياته ئې کړه جې زما لپاره تر ټولو مهمه خبره داده چې دولتونو اوس پرېکړه کړې چې ستونزه د ټوپک نه، بلکې د خبرو له لارې حل شى .خو نوموړى دامن جرګې جوړېدل ناوخته وبلل او زياته ئې کړه جې ولې له ډېرې ورانۍ وروسته خلک خبرو ته کښېنى ؟ ولې مخکې نه کښېناستل ؟. د عوامى نيشنل ګوندANP مشر محمد افضل خان لالا Khan Lala Mohammad Afzal Khan وويل چې دوى به کوښښ وکړى چې نور په سيمه کښې سوله راشى او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله او باور رامنځ ته شى . هغه وويل جې دا خاوره ډېره تباه شوه، چې نوره له تباهۍ نه وساتل شى . نوموړى داهم وويل ترڅو پورې چې د دواړو هېوادونو په قومونو کښې يووالى رانه شي، هېڅکله په سيمه کښې امن نه شى راتلاى . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته