(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشرف د امن جرګې وروستۍ غونډې کی ګډون کوی

[10.Aug.2007 - 20:30] 10.08.2007 پیښور: په اسلام اباد کې دبهرنيو چارو وزارت په يوې خبر پاڼې کې اعلان کړى دى چې جمهور ریس جنرال پرويز مشرف به د سيمې د امن د روانې جرګې په وروستۍ ناستې کې ګډون کوي . د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپلې خپرې کړې لنډې خبر پاڼې کې د ښاغلي جنرال مشرف د پريکړې د بدلون دليل د جمهور ریس حامد کرزي له لورې نوې بلنه بللې ده . او وايي چی د جمعې په ورځ ( د زمري ١٩ د اګست ١� ) جمهور ریس حامد کرزي له جنرال مشرف سره په ټيلې فون خبرې وکړې او ورڅخه ويې غوښتل چې د جرګې په وروستۍ ناسته کې برخه واخلي . خبر پاڼه د جمهور ریس کرزي له خولې دا هم وايي چې ګواکې د جمهور ریس جنرال مشرف پر ګډون به د جرګې د برخه والو هيله مندي ډيره شي . په کابل کې د جرګې تر پيل يوه ورځ وړاندې د جنرال مشرف د نۀ ګډون خبر هم د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په يوه خبر پاڼه کې ناڅاپي خپور شوى و . پاکستاني رسنيو هم په دې وروستيو کې ويلي چې امريکا پر جنرال مشرف فشار اچولى چې په دغې جرګې کې برخه واخلي . د سيمې د امن جرګه داګست د نهمی نیټی د پنجشنبې له ورځې په کابل کې پيل شوې ده . پر دغې جرګې ولسمشرانو بوش ، کرزي او مشرف تير کال په واشنګټن کې سلا کړې وه .تر جرګې يوه ورځ وړاندې جنرال مشرف د بوختياو له امله کابل ته پر خپل ځاى لومړى وزير شوکت عزيز واستاوۀ - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته