(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کلتوري ټولنو ګډه جرګه جوړه شوه

[23.Aug.2007 - 12:20] د زمري پر 26 مه نېټه ( د 2007 ا ګسټ 17 ) ، د کابل ښار په ستاره هوټل کې د افغان کلتوري ټولنو دجرګې بنسټ د يوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شو . په غونډه کې د افغانستان دبېلا بېلو ولايتونو د کلتوري جرګو استازو او يو زيات شمېرازادو ليکوالو او شاعرانو ګډون کړی وو . غونډه د سهار په نهه نيمو بجو د قاري عبدالله کامه وال له خوا د قرآن پاک د مبارکو آياتونو له تلاوت سره پيل شوه او وروسته ټول ګډون وال د ملي سرود د درناوي لپاره په خپلو ځایونو کې ودرېدل . تر ملي سرود وروسته ځوان او با احساسه شاعر ذبيح الله احساس ديووالي ترانه په ترنم کې وړاندې کړه . د غونډې کاري برخه د عبدالجبار څپاند ، خاطرې اسحق زۍ او غوث الدين فروتن له خوا چلول کېده. غونډه د افغانستان مشهور اديب او شاعر استاد محمد پسرلي په خپلې ارزښتناکې ويناسره پرانيستله . ورپسې د افغانستان پياوړي منلی لیکوال استاد محمد آصف صميم د جرګې پر اړتيا او اهدافو رڼا واچوله . وروسته ډاکتر خوشال روهي د جرګې د تدارک کمېټې ګزارش وړاندې کړ. بيا په ترتيب سره د ننګرهار ،کونړ ،پکتيا ، پکتيکا ، پېښور ، تخار ، خوست ، زابل ،غزني ، کندز ، کندهار ، ، لغمان ، لوګر، ، وردګ ، هرات بغلان ، بلخ، کابل ، او هلمند د کلتوري جرګو استازو خپل ګزارشونه وړاندې کړل . دوی د ولايت په کچه د کلتوري برياوو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او ورسره يې د حل لارې په ګوته کړې . ورپسی په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازۍ له جرمني څخه د پياوړي ليکوال او کره کتونکي زرين انځور ، له هالنډ څخه پياوړي ليکوال ډاکتر طارق رشاد او له لندن څخه تکړه شاعر او ليکوال افضل ټکور د ټېلېفون پر کرښه خپل پيغامونه واورول او له جرګې سره يې خپل هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ . غرمې وروسته نامتو شاعرې میرمن پروين فيض زاده ملال د جرګې د اهميت په اړه خبرې وکړې .ورپسی په عربي هېوادونو کې د کلتوري ټولنو په استازۍ ليکوال او شاعر عبدالله صادق وينا وکړه.، او له جرګې سره يې په عربي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنوله خوا د هرراز مرستو ژمنه وکړه . تر ويناوو وروسته د غونډې پر ټولو ګډون کوونکو د جرګې کړنلاره ووېشل شوه او بيا د ګروپي کار پر بنسټ نظريات راټول شول او د هغو په رڼا کې د جرګې کړنلاره تصويب شوه . بیا ډاکتر ابراهيم شينواري دجرګې تشکيلات وړاندې کړل او تر يو لړ بحثونو وروسته د جرګې لارښوده شورا ، سلا کاره شورا ، کاري ډله او مالي کمېټه وټاکل شوه . استاد عبدالله بختانی خدمتګار ، استاد محمد صديق پسرلی ، استاد سعدالدين شپون ، استاد نصرالله حافظ ، استاد حبيب الله رفيع ،میرمن پروين فيض زاده ملال اوپیاوړی شاعر پيرمحمد کاروان د رايو په اتفاق د لارښودې شوراد غړو په توګه وټاکل شول . نژدی 70 تنه د سلاکارې شورا د غړو په توګه ، 20 تنه د کاري ډلې او 5 تنه د مالي کمېټې د غړو په توګه وټاکل شول . تر دی وروسته دراتلونکي کال د کاري پلان په اړه خبرې وشوې او بيا استاد حبيب الله رفيع د جرګې لومړۍ غونډه ډېره بريالۍ وارزوله . دغونډې کاري برخه د يوې دعايې په لوستو سره پای ته ورسېده . د چايو او لمانځه تر دمې وروسته جشني برخه پيل شوه ، چې د پياوړو شاعرانو هر يو نذير احمد نذير ، ذبيح الله احساس او میرمن دل افروز ځيرک له خوا چلول کېده . په پيل کې د ( باتوران دود ) لوبغاړو د رزمي حرکاتو ننداره وړاندې کړه چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول . ورپسې ښاغليو عابد ، شاه محمد ياري اوقسيمي په خپلو ټوکوټکالو او تمثيلي پارچو سره ګډونوال ډېر وخندول ،بیا وار ټنګ ټکورته ورسېد . د ټنګ تکور په برخه کې وتلي سندرغاړي حفيظ ګردش په خپل خواږه اواز غزلې واورولې . غونډه د شپې پر څه باندې يولس بجو پای ته ورسېده . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته