(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولي خان شخصيت او سياست د پوهانو له نظره

[23.Aug.2007 - 20:27] دا د هغه کتاب نوم دی چی په دې وروستيو کښې د "ولي خان: شخصيت او سياست" په نامه د ښاغلي شمشېر هېواد لخوا ترتیب او چاپ شوی دی. په دې مهم کتاب کښې، چې په پښتو، اردو او انګرېزي ژبو کښې چاپ شوی دی، هغه ټولې ليکنې، اداريې، کالمونه، رپورټونه، مرکې، تعزيتي خبرونه، خطونه او د غونډو حال احوال راغونډ کړی شوي دي چې د خان عبدالولي خان د وفات د مرحلې څخه وروسته په مختلفو ورځپاڼو، جريدو او مجلو کښې خپاره شوي دي. د کتاب پښتو برخه بېله او اردو / انګریزی برخې ئې بېلې چاپ شوې دي. پښتو برخه خواوشا درې سوه او اردو / انګریزی برخه ئې اوه سوه (٧� � ) مخونه لري. په دې کتابونو کښې د خان عبدالولي خان، بېګم نسيم ولي خان، اجمل خټک، اسفنديار ولي خان، ميا افتخار حسين، افراسياب خټک، غلام اصغر خان، صلاح الدين احمد، حبيب الرحمان، مشتاق شباب، ذيشان طارق، يونس قياسي، ايم ای نيازي، ظهور احمد اعوان، اکبر ثاني، مقبول کاشميري، رحيم الله يوسفزي، در ناياب صاحبزاده، سيد شکيل احمد، عنايت الله ګوهاټي، ای نديم خټک، حافظ بشير احمد، غلام نبي خان، سيد انوار غالب، شهزاد منير، سردار قدير خان، اعجاز منګي، عبدالودود بيګ، نصرت مرزا، مظهر شهزاد خان، اسلم کوکر، منير احمد منير، سعد الله جان برق، محمد ابراهيم عزمي، مقتدا منصور، فاروق خټک، رؤف طاهر، ابو عمار زاهد الراشدي، محمد سعيد اظهر، ارشاد احمد حقاني، عبدالقادر حسن، جميل الدين عالي، سيد انور قدوائي، ډاکټر شېر زمان طائزي، خورشيد نديم، شمشېر هېواد، کشور ناهيد، اجمل خټک کشر، سجاد ترين، سليم صافي، سعيد نوابي، ظفر اقبال، امجد اسلام امجد، ارشاد احمد خان، شاه جي، عدنان عادل، عبدالقيوم صافي، حميد خټک، پروفيسر ايم ايم فياض، ظفر رحمان خټک، فضل شاه مهمند، نسيم جاويد، شبير حسين امام، افتخار الدين خټک، ارشاد امين، خالد عزيز، محمد فاروق عادل، حيدر جاويد سيد، سليم بخاري، علي احمد خان، ملک فداء الرحمان، نواز رضا، ملک نجيب الرحمان، اقبال رياض، محمد سليم غياث، اظهار بهټي، محمد قاسم، ګوهر علي، نثار محمد خان، تاثير الرحمان اورکزئ، سلطان صديقي، چوهدري خادم حسين، محمد قاسم، امان الله شاديزي، ممتاز بنګش، انوار حسين حقي، ايم ائي خان، شميم شاهد، ايم ای نيازي، عادل ظريف، خالد عزيز، موکوليکا بينرجي، ذاکر حسنين، اقبال خټک، حفيظ الرحمان، امتياز عالم، ګل مينه بلال، ګلزار خان، ظفر خان، کشمير خان افريدي، جاويد خان افريدي، بهروز خان، رياض خان، ايم ټي عالم، طارق وحيد، فقير حسين، ځلان مومند، رحمت شاه سايل، هارون الرشيد خټک او نورو ډېرو ليکوالو ليکنې شاملې دي. د پښتو برخې کمپوزنګ محمد شريف او د اردو / انګرېزي برخې ئې عبدالهادي حېران کړی دی. په پیښور کی د يونيورسټي بک ايجنسۍ او د ځينو نورو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېدای شي. Shamshir Hewad 23.08.2007 - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته