(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو سیاسی او روحانی مشر ښاغلی خان لالا محمد افضل خان په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوی

[21.Sep.2007 - 09:57] ستر پښتون، پر پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا مین، د پښتون قامی وحدت ستر لارښود ، نامتو ليکوال ، سياستپوه ، سياسي مشر، د کلکی ارادی او هوډ څښتن او د عوامی نشنل ګوند مشر ښاغلی خان لالا محمد افضل خان باندې دسوات په مټه سيمه کې وسله وال بريد شوی. دعوامي نېشنل ګوند دسرچينو په وينا په دغه پښې کې نوموړی له خپلو څلورو تنو ملګرو سره سخټ ټپي دی، موټر چلوونکی او يوتن بل ملګری يې وژل شوي. ويل کېږي چې نوموړي په خپل موټر کې سفر کاوه چې دناپېژاندو وسله والو تربريد لاندې راغلل. نور جزيات به وروسته پر ليکه شي

ټول افغان

د ټول افغان نه په مننه Zima Wal Tolafghan- زمه وال
بېرته شاته