(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افضل خان لالا په اړه بشپړ راپور اوعکسونه (( عبدالرزاق حبیبي ))

[21.Sep.2007 - 17:39] دپښتنو مشر او دعوامي نېشنل پارټۍ دګوند لارښودمحمدافضل خان لالاباندې دسوات په مټه کې نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې لامله يې دوه ملګري وژل شوي او څلور سخت ټپيان شوي دي ، دمحمدافضل خان لالا ډرېور هم په مړو کښې شامل دى ، نوموړى ديو خپلوان جنازې ته تللىو چې بېرته کورته را روان چې نامعلومو وسله والو پرې بريدوکړو او موټر يې د ډزو نښه وګرځېد ، په مړو کښې شېرعالم دپاينده محمدزوى ، محمدخالق چې په شينو مشهور دى دعبدالرزاق زوى شامل دي، د ډزو څخه وروسته دمحمد افضل خان لالا موټر ديوې ونې سره وجنګېد ، په ټپيانو کې دافضل خان لالا وراره او څلور نورکسان شامل دي ، افضل خان لالا په لاسونو لګېدلى چې ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي او شخصي خدمتګار ((زرب)) هم سخت ټپي دى ، د يادونې وړ ده چې افضل خان لالا د پاکستان دکشمير او دشمالي سيمو د چارو وزير او دعوامي نېشنل ګوند ستر مشر دى چې اوس د مټې د سيدو په روغتون کښې تر درملنې لاندې دى

ټول افغان

د ټول افغان نه په مننه Abdulrazaaq Habibi Tolafghan- عبدالرزاق حبیبي
بېرته شاته