(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نېشنلېزم او

[09.Jun.2023 - 15:51]

 

نیشنلزم او مغالطې / لیک : المیار

مغالطه نمبر=1

اینټي پاکستان او پرو پاکستان/اینټي افغان او پرو افغان دوه ډېر بېل او پر جلا جلا تفاهیمو ولاړ اصطلاحات دي د دې دواړو تر شا خپلې خپلې ګټی او تاوانونه پراتۀ دي د هر یوه کردارونه جلا جلا دي جذبې یې جلا جلا دي حرکات یې جلا جلا دي پروډکټ یې جلا جلا دي نتیجې یې جلا جلا دي زموږ موجوده سیاسي منظر نامه چي د سلو کالو په روان بهیر کې نن پر کوم پړاو ولاړه ده او څومره کنفیوژن او متذلذل حالت تشکیل کړل شوی دی او څومره بد اعتمادي خوره کړل شوې ده د دې د سپړدلو لپاره د یو څو اصطلاحاتو جینیالوجي ته ننوتل په کار دي یو څه شیان پر ژورو بنیادونو سپړدل په کار دي چي موږ ته بنیادي عناصر او جواهر تر سترګو شي د وخت او د موضوع په مناسبت بحث لنډوو او نېغ په نېغه دا دوه اصطلاحات سره د خپلو اضدادو څېړو او ګورو چي موږ ته څه وضاحت مخته راوزي او مغالطه کومه یوه په منظرنامه کې سازه شوې ده او د دې مغالطې اثرات څه دي.

لومړۍ اصطلاح اینټي پاکستان ده د دې اصلاح کوټلی او نغد مفهوم دا دی چي هغه فکر چي هغه د پاکستان خلاف وي او د پاکستان د تخریبولو پروژه مخ په وړاندې وړي او د دې اصطلاح خپلوونکي به قدم پر قدم دا کوشش کوي چي پاکستان ته کومه ضربه او ګوزار ورکړي او پاکستان تاواني کړي پاکستان کمزوری کړي او د پاکستان د تعمیر کوونکيو مخه ونیسي.

متضاد یې پروو پاکستان دی چي د دې اصطلاح کوټلی مطلب دا دی چي د دې اصطلاح منونکي د پاکستان دوستان وي او د پاکستان د تعمیر کولو پروژه مخ په وړاندې وړي او هر وخت یې دا هڅې وي چي پاکستان ته څه نا څه خیر و رسوي او د پاکستان د تخریب کوونکیو مخه و نیسي.

دویمه اصطلاح د اینټي افغان ده چي کټ مټ هم هغسې لکه  اینټي پاکستان سوچ چي کوم پروګرام لري دغسې پروګرام لري.

متضاد یې پروو افغان دی چي د پروو پاکستان غوندي دنده او اراده لري او هم هغسې کړنې او نتیجې لري.

اوس راځو دې خبرې ته چي اینټي پاکستان کردار قام او اولس له کومه ګټه ورکوي د قام کومه ستونځه حل کوي د دې لپاره چي دا هر څه روښانه کوو نو اول ضروري دا ده چي د پاکستان بنیادونه و څېړل شي د پاکستان دوه فاونډیشنز دي یو یې نظریاتي فاندډیشن دی چي پر دو قومي نظریه، اسلامي ریاست، قرارداد مقاصد، "قومي" زبان اردړ، او اسلام خطرے مین هے باندي ولاړ دی کوم چي د برطانیې او پنجابي ستیبلشمینټ د دماغو ورکړه ده او دویم فاونډیش یې ریاستي دی کوم چي په بشپړ شکل کې موجود دی مقصد د ریاست ساخت او ادارې چي تش په نامه پر جمهوري نظام، مقننه، عدلیه، معیشت، صحافت او نورو بلها ډېرو څانګو باندي ولاړ دی اوس چي اینټي پاکستان د پاکستان پر نظریاتي بنیاد باندې ګوزار کوي نو دا ګوزار مجسم نه بلکې په نظریاتي وسله کېږي یاني د پاکستان د نظریاتي فاونډیشن پر وړاندې به نظریاتي فاونډیشن موجود وي او له هغې مورچې به پر پاکستانۍ نظریه باندې ګوزار کېوي که د پاکستان پر ریاستي بنیاد باندې ګوزار کېږي نو دا ګوزار به په وسله کېږي لکه توپک، بم، ټېنک وغیره وغیره او د پاکستان بنیادي محکمې او ادارې به خرابېږي د بېلګې په توګه مقننه به خرابېږي چي قانون سازي به نه کېږي، عدلیه به خربېږي چي انصاف به نه رسېږي، که صحافت ته ضربه ورځي نو قام به نا خبره پاتېږي، که معیشت ته ضربه رسېږي نو قام ته په ډوډۍ پیدا کولو کې مشکل جوړېږي که تعلم ته ضربه رسېږی نو قام به بې تعلیمه کېږي که صحت ته ضربه رسېږي نو قام ته به درمل نه رسېږي که ترقیاتو ته ضربه رسېږي نو قام ته به رغوڼه نه رسېږي او داسي نورې لسګونه ضربې او لسګونه پایلې موږ پامولای شو او په پای کې موږ دا ویلای شو چي د اولس برخې له کوم څه روان دي.

اوس که د دې متضاد شکل موږ و څېړو نو د پاکستان د نظریاتي فاونډیشن که څوک تعمیري کار کوي نو په لنډه موږ دا ویلای شو چي د پاکستان نظریه ته به تقویت بخښي او که د پاکستان ریاستي بنیاد ته کار کوي نو به د بالا ذکر شوي شیان مضبوطوي او په پای کې موږ د قام برخلیک هم محسوسولای شو چي قام ته به څه رسېږي.

همداسي تفصیل د دا دویمې اصطلاح د اینټي افغان او پروو افغان هم دی کوم چي اوس موږ بېخي ښه پامولای شو او اخذ کولای شو.

اوس راځو دې خبرې ته چي موږ یاني هغه خلګ چي نظریه یې د جدید پښتون دی یاني پښتون نوی کول له یوه ښه سباوون سره وصل کول او د قام پالنې کار مخته وړي زموږ نظریاتي بنیاد خو مالوم دی چي د باچاخان فکر او سوچ زموو نظریات دي کوم چي بېخي ډېر بنیادونه لري خو غټ څلور بنیادونه یې اولسواکي یاني بشپړ جمهوریت، سیکولر ازم، انسانیت هم د جنس او هم د کرامت په لحاظ، تعمیر لپارع د ضرورت نو زموږ ذمه دا جوړېږي چي په دې لیدلوري کې خپل کارونه مخته یوسو او له خپل قام او اولس څخه خراج واخلو او لا په مثبت مانا کې قام او تاریخ خراج راکړي کوم چي بدستور روان دی او زموږ ریاستي بنیاد چي اولس د طاقت سرچینه وي، پارلیمینټ د واک او اختیار مالک وي انصاف ارزانه وي تقسیم منصفانه وي روزګار او صحت ریاست ورکړي او له هرې خبرې څخه اولس پر وخت خبر وي د ظالم مخه نیول کېږي د ژوندي بنیادي اسانتیاوې جوړې وي د قام حقوق نه پایمال کېږي د دې له پاره جدوجهد روان وي لکه کوم چي له سلو کالو روان دی او کرار کرار اولسونه د دې سوچ برخه کېږي او تعمیر ته آماده کېږي لګیا دي.....

 

مغالطه څه ده مغالطه دا جوړه ده چي زموږ اکثر نوی کهول د عملي میدان پر ځای په نظریاتي میدان کې درېږي یاني د پاکستان د نظریاتي فاونډیشن په اختلاف کې ځان له عملي کاره بری الذمه کړي او تش د پاکستان د نظریاتي بنیاد تخریب کولو ته خپل ټول وخت وقف کړي او له قامه څخه د خراج اخیستلو لپاره لستوڼي را بډ وهي له بده مرغه قام په نظریاتي ریاست کې نه اوسي بلکې په عملي ریاست کې اوسي چي خان، مال، متاع او هیڅ شای یې محفوظ نه دی نو او د نظریاتي فاونډیشن خلګو ته یې ټپ ور پام هم نه دی نو نو دلته بیا زموږ دا نظریاتي کهول بې صبره او بې زغمه شي نو د خپلو توپونو مخ د عملي میدان و خلګو ته را واړوي چي دوی خرڅ دي، دوی ملاو دي، دوی لاسپوڅي دي، دوی جاسوسان دي کوم چي بیا هم قام ته هیڅ ګته او دوی ته هیڅ خراج نه ورکوي او تاوان ړا وکړي چي نظریاتي خلګ چي د کوم عملي سیاست او ریاست فکر خوروي د هغه عملي لکر سره په ټکر کې راشي کوم چي په منظرنامه کې موږ وینو او ورځ تر بلې بد اعتمادۍ پیدا کوي کوم چي په اصل کې د قام عملي ریاست د پاکستان و ریاستي ساخت ته پرزوي او څملوي.

دویمه نقطه دا ده چي عملي اینټي پاکستان یو بلوڅ سیندی او سرائیکی هم کېدای شي خو هغه زموږ قام ته هیڅ ګټه نه ورکوي.

درېیمه نقطه دا ده چي یو غل پاکستانی هم د اینټي پاکستان په زمره کې راځي خو موږ له یې ګټه صفر ده.

څلورمه دا چي یو قانون شکن او آئین شکن هم د اینټي پاکستان په زمره کې راځي خو زموږ په درد نه خوري.

پنځمه دا چی یو باهرنی جاسوس هم د اینټي پاکستان په زمره کې راځي خو زموږ په ګته نه دی داسي نو سل ډولونه دي د اینټي پاکستان خو یو یې هم په موجوده منظرنامه کې زموږ په ګټه نه دی او ټول پرو پاکستان خلګ قام ته څه نا څه او چېري نا چېري ګټه خامخا رسوي ځکه خو باچاخان د تعمیز پلوی دی چي تعمیر انساني ژوند ته ګټه او وده ورکوي.

پایله= موږ هیڅ اینټي پاکستان او اینټي افغان خلګو ته خراج نه شو ورکولای یو خو زموږ خراج د عملي میدان د خلګ لپاره دی او بل د هغو فکري خلګو لپاره دی چي د هغوی کار او زیار د عملي میدان له خلګو سره ټکر نه خوري زموږ د سیاسي مبارزې او عمل په تفصیل کې موږ ته هیڅ اینټي افغان او اینټي پاکستان خلګ نه دي په کار بلکې تر اینټي پاکستان خلګو موږ ته پرو پاکستان خلګ غوره دي موږ پخپل عدالت کې په مثبت فکرونو تر ټولو لومړی اولیت پرو افغان ته ورکوو او دویم پرو پاکستاني ته ورکوو. په منفي کې اولیت و اینټي افغان او ثانویت و اینټي پاکستاني ته ورکوو زموږ د دوستۍ معیار پرو افغانیت او پرو انسانیت دی زموږ د دوشمنۍ معیار اینټي افغانیت او اینټي انسانیت دی.

دا مغالطه باید نوره ختم چي زه د یو ښه قامپرست جوړېدو له باید اینټي پاکستان شم د داسي خلګو لپاره له موږ سره هیڅ خراج باید نه وي.

و ما علینا الی البلاغ

لیک. المیار بېچاره

Nationalism au maghalitee

By: Alamyar Bechara

09.06.2023

- مغالطې
بېرته شاته