(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان کښې د باچا خان قید

[09.Jun.2023 - 16:02]

پاکستان  کښې د باچاخان قيد ( دويمه برخه

ډاکټر سهيل خان 

 

( په اولنۍ برخه کښې د فيرنګي د لاسه د باچاخان څوارلس نيم کاله قيد ذکر شوې وو ـ دې برخه کې د پاکستان د قيد تفصيل ولولٸ ـ )

وړومبۍ ګرفتاري :

باچا خان پۀ پینځلسم جون 1948 ګرفتار کړے شو او پۀ پینځمه جنورۍ 1954 ازاد کړے شو. دغه رنګ پینځۀ کاله او شپږ میاشتې قېد ئې پۀ ساهیوال او پېنډۍ جېل کښې وخوړو. دا رهائي د څۀ حکمنامې لۀ کبله نۀ وه بلکې د باچا خان د ناروغتیا لۀ عمله وه. د ساهیوال جېل نه ئې د پېنډۍ هسپتال ته بوتلو او د علاج د پاره ئې داخل کړو.

دوېمه ګرفتاري:

پۀ پېنډۍ هسپتال کښې ئې باچا خان ته ووې چې تۀ به د رهایۍ نه پس صوبه سرحد کښې بیا د سیاست کولو څۀ اراده لرې؟ باچا خان ورته ځواب کښې ووې چېزۀ خدائي خدمتګار یم او د خپلو خلقو خدمت پۀ ما فرض دے’ – دې ځواب سره ئې پۀ هم دغه میاشت یعني جنوري 1954 کښې پېنډۍ سرکټ هاوس کښې نظر بند کړلو.

پۀ شلم مارچ 1954 ئې د ائین سازې اسمبلۍ اجلاس د پاره باچا خان ته د شرکت اجازه ورکړله. باچا خان پۀ دغه موقع اسمبلۍ کښې د خپلې ګرفتارۍ باره کښې ووې،جناب! زما د دې معزز ممبرانو نه یو شکایت دےزۀ هم د دې پارلېمنټ ممبر یمدا اداره خود مختاره او ازاده دهد دې د ممبرانو هم ځینې حقوق دي. ما نه ئې د فرنټئیر کرائمز ریګولېشن لاندې ضمانت غوښتو، ما انکار وکړلو او زۀ ئې درې کاله قېد کړم. درې کاله پس خلاصېدل زما حق ؤ، ولې زۀ ئې څلور ورځې جولګا ته بوتلم او بیا ئې د بنګال ریګولېشن 1818 لاندې سزا راکړه کوم چې د ایسټ انډیا کمپنۍ قانون ؤ. ما باندې ئې نور درې کاله او دوه میاشتې قېد وخوړوخو تاسو کښې چا هم د حکومت نه تپوس ونۀ کړو چې زما جرم څۀ ؤ او د کوم جرم کولو پۀ وجه ئې زۀ د تېرو شپږو کالو راهسې زنداني کړے یم؟ تاسو ته پته ده زۀ اوس هم قېدي یم؟ زۀ به پېرنګیانو هم جېل ته لېږلم خو انګرېز کښې د صبر او زغم ماده زیاته وه، ولې پۀ دې اسلامي ریاست کښې چې ما سره کوم سلوک وشو، زۀ د هغې حال نۀ شم بیانولے.’

د دوېم قېد نه باچا خان پۀ څوارلسم جون 1955 ازاد کړے شو.

دغه رنګ باچا خان د پینځلسم جون 1948 نه تر څوارلسم جون 1955 پورې پوره شپږ کاله جېل وخوړو.

درېمه ګرفتاري:

پۀ ملک کښې د ون یونټ اعلان پۀ دوه ویشتم نومبر 1954 د ګورنر جنرل چوهدري محمد علي لۀ اړخه وکړے شو. پۀ پینځلسم جون 1955 د اولې او دوېمې رهایۍ نه پس د اټک پۀ مقام د باچا خان ډېر دروند او تاریخي استقبال وشو. پۀ اوولسمه جولایۍ د پېښور کننګهم پارک کښې لویه جلسه وشوه. د ون یونټ خلاف باچا خان د صوبې کامیابه دوره وکړله او پۀ شپاړسم ستمبر 1955 ئې د بلوچستان د دورې اعلان وکړو. حکومت د باچا خان د بلوچستان پۀ دوره پابندي ولګوله. دغه رنګ د بېلپټ پۀ مقام ئې باچا خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړو او مچهـ جېل ته ئې ولېږلو. دغه ګرفتاري لس ورځې وه.

څلورمه ګرفتاري:

پۀ شپاړسم جون 1956 ئې باچا خان د شاهي باغ اتمانزو نه ګرفتار کړلو او د ملک دښمنۍ، بغاوت او عوامي جذباتو راپارول ئې پرې الزامونه ولګول. شپږ میاشتې قېد ئې د هري پور جېل کښې تېر کړلو او پۀ شپاړسمه جنورۍ 1957 ازاد کړے شو. څوارلس زره روپۍ جرمانه کړے شوے هم ؤ )زۀ او زما زمانه، مخ (121. دې ځل د ګرفتارۍ حکم د مغربي پاکستان وزیر اعليٰ ډاکټر خان صاحب کړے ؤ. اېف اٰئي اٰر کښې ئې ارمړ پایان، نوي کلي او ګمبت کښې تقریرونو کښې عوامي جذبات راپارول وو. د تعزیراتِ پاکستان دفعات 123، اېف 124، اېف 153 لاندې پرې د مغربي پاکستان هائیکورټ جج شبیر احمد قېد خېژولے ؤ.

پینځمه ګرفتاري:

پۀ اووۀ ویشتم اکتوبر 1958 جنرل ایوب خان د مارشل لاء اېډمنسټرېټر پۀ حېث د 1956 ائین منسوخ کړو. دې نه مخکښې پۀ اووم اکتوبر صدر سکندر مرزا مارشل لاء لګولې وه. باچا خان ئې پۀ یوولسم اکتوبر 1958 ګرفتار کړلو. پۀ دغه موقع ئې د نېپ صدر مولانا عبدالحمید بهاشاني، عبدالصمد خان اڅکزے او نور اتۀ ملګري هم ونیول. تر د څلورم اپرېل 1959 شپږ میاشتې ئې د هري پور جېل کښې تېرې کړې.

شپږمه ګرفتاري:

باچا خان د ایوب خان د مارشل لاء خلاف د ډېره اسماعیل خان پۀ دوره ؤ چې پۀ دولسم اپرېل 1961 ئې ګرفتار کړلو او اډیاله جېل ته ئې چالان کړلو. اډیاله نه پس ئې حېدر اباد جېل ته ولېږلو. دې نه پس ئې لاهور او هري پور کښې زنداني کړلو. دغه پۀ دېرشمه جنورۍ 1964 ئې دوه کاله لس میاشتې قېد نه پس ازاد کړلو.

اوومه ګرفتاري:

پۀ اووم ځل ئې باچا خان پۀ اکتوبر 1973 کښې د درې اتیاو کالو پۀ عمر کښې ګرفتار کړلوبیا ئې صوبه بدر کړلو. شپږ میاشتې پس ورته رهائي ملاو شوه.

د حېدر اباد جېل کښې باچا خان سخت بیمار شو، دواړه پښې ئې وپړڅېدلې ولې حکومت ئې د علاج هېڅ بندوبست ونۀ کړو. چې لاهور جېل ته ئې ولېږلو نو هلته ئې هم پوره یو کال بیماري تېره کړه، ولې د علاج بندوبست ئې نۀ ؤ. د بیمارۍ نه باچا خان ډېر تنګ شو نو جېل کښې ئې بهوک هړتال شروع کړو. د هړتال پۀ څلورمه ورځ ئې نشتر هسپتال ملتان ته ولېږلو. دا د جولائي اګست میاشت وه. در اصل دا علاج نۀ ؤ بلکې باچا خان د ګرمۍ د شدت د مخه نور هم ټارچر کول وو. د لاهور جېل کښې ئې پښې دومره وپړڅېدلې چې ګرځېدلے نۀ شو. بیماري ورځ پۀ ورځ زیاتېدله. د حزب اختلاف پۀ احتجاج صدر ایوب خان ورله د علاج د پاره د انګلېنډ د تلو اجازه ورکړله. د انګلېنډ یخ موسم پۀ باچا خان ساپ رانۀ غلو او ډاکټرانو ورته د امریکې تلو مشوره ورکړه، ولې پاکستان د امریکې اېمبېسۍ ته ووې چې د امریکې ویزه دې ور نۀ کړې شي. باچا خان غوښتل چې کیلیفورنیا کښې د ډاکټر اورنګزېب نه علاج وکړي. لندن کښې د پاکستان سفارت خانې ورته د بیروت، قاهره او تهران تلو اجازه ورکړله. دغه رنګ نومبر 1964 کښې قاهره ته ورسېد. دغه دوران کښې ورته د افغان حکومت نه د علاج د بندوبست اعلان وشو. د قاهره نه باچا خان دسمبر 1964 کښې کابل ته لاړو.

اتمه ګرفتاري:

پۀ اتم ځل باچا خان هغه وخت ګرفتار شو چې پۀ اکتوبر 1973 کښې بهټو بر ناحقه د NAP او JUI د بلوچستان مشترکه حکومت د ختمولو اعلان وکړلو. پۀ اکتوبر 1973 ئې باچا خان ونیولو ، پۀ سبا ئې پنجاب کښې اټک رېسټ هاوس کښې نظر بند وساتلو. شپږ میاشتې قدغن ئې تېر کړلو.

نهمه ګرفتاري:

پۀ نهم ځل ئې باچا خان د خپل کلي اتمانزو نه پۀ شلم مارچ 1974 د DPR لاندې زنداني کړلو. پینځۀ میاشتې بندیوان ؤ.

لسمه ګرفتاري:

پۀ لسم ځل ئې باچا خان پۀ دیارلسم اپرېل 1975 د طورخم پۀ پوله ګرفتار کړلو. د ملک دښمنۍ زوړ الزام ئې پرې ولګوۀ او پۀ اتۀ ویشتم اګست 1976 د یو نیم کال قېد نه پس ازاد کړے شو.

یوولسمه ګرفتاري:

پاکستان کښې پۀ یوولسم ځل باچا خان پۀ لسم اګست 1982 ونیولے شو، اووۀ میاشتې پۀ ګهسکي او ورسک رېسټ هاوس کښې وساتلو.

دولسمه/ اخري ګرفتاري:

پاکستان کښې باچا خان پۀ اخري ځل کال 1984 کښې د کالاباغ ډېم خلاف جدوجهد کولو باندې ګرفتار کړے شوے ؤ. دغه وخت د باچا خان عمر څلور نوي کاله ؤ.

د اسلامي ریاست دامیر المؤمنینایوب خان اوامیر المؤمنینذو الفقار علي بهټو اوامیر المؤمنینضیاء الحق پۀ دورونو کښې د باچا خان ګرفتارۍ د ځانګړي پام وړ دي. دې مودو کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد د خپلو غرونو سیال باچا خان سپین ږیرے ؤهغۀ د اساسي قانون خبره کوله، هغۀ د امن خبره کوله، هغۀ قامیتونو له د هغوي د حقونو ورکولو خبره کوله، هغۀ د ماوراء ائین اقداماتو د مخنیوي خبره کوله

مونږ کۀ پۀ نړۍ کښې د سپین ږیرو/ معمر ترین قېدیانو فهرست ته ځیر کېږو نو وړومبۍ لس نامې ئې پۀ دې ډول دي:

پال ګېډل (Paul Geidel)، هارټفورډ، امریکا، د 86 کالو پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤمقدمه د ویلیم جېکسن قتل.

ګرېژبي (Johnson Grigsby)، کنټاکي، امریکار، 89 کال پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤمقدمه د جېمز براون قتل.

چارلس فوسارډ (Charles Fossard)، فرانس، 92 کال پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤمقدمه د ویلیم فورډ قتل.

لسلي کیپن (Lucille Keppen)، مینیسټا، امریکا، 93 کال پۀ عمر کښېمقدمه د خپل ګاونډي سټیفن فلیشا قتل.

جون بنز (John Bunz)، نیویارک، امریکا، 94 کال پۀ عمر کښېمقدمه د خپلې ښځې قتل.

فرانسس سمتهـ (Francis Clifford Smith)، کنکټیکټ، امریکا، د 94 کال پۀ عمر کښېمقدمه د ګرور هارډ قتل.

جونسونيفرانزیس (John Franzese)، نېپلس، اټلي، د 100 کالو عمر کښېمقدمه د اغواء، بېنکونو کښې شوکې.

تهیوډر سیپنر (Theodore Sypnier)، نیویارک، امریکا، د 101 کالو عمر کښېمقدمه پۀ ماشومانو یو شمېر جنسي تېرونه.

بل وېلس (Bill Wallace)، اسټرېلیا، د 107 کالو 11 میاشتو عمر کښېد تشدد مختلفې مقدمې.

بریج بهاري پانډے (Brij Bihari Pandey)، هندوستان، د 108 کالو عمر کښېمقدمه د څلورو کسانو قتل. نړۍ کښې تر ټولو بوډا قېدي.

دغه پورته ذکر شوي لس قېدونه چې دوه نامې ئې پۀ ګینز بک اٰف ورلډ رېکارډ کښې هم د تر ټولو بوډا او د تر ټولو اوږد قېد لړ کښې خوندي دي، ټول اخلاقي قېدیان دي. دې لړ کښې د فخرِ افغان د ژوند وروستنے قېد چې 1984 کښې د څلور نوي کالو پۀ عمر کښې د اسلامي جمهوریه پاکستان د امیر المؤمنین لۀ خوا ورکړے شوے ؤ، سره باچا خاند نړۍ تر ټولو ضعیف سیاسي قېديدے.

دسمبر 1964 کښې کابل ته تګ او هلته د څلیریشتم دسمبر 1972 پورې د باچا خان جلاوطني هم د پاکستاني ریاست د جمهوریت ضد پالیسۍ نتیجه وه.

حوالې:

د صاحب ګل MLA خط، 1948 – ډاکټر سهېل خان

احمد کاکا، خدائي خدمتګار تحریک، دوېم ټوک، 1996

ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 43، فائل نمبر 1515

ډاکټر حېدر لاشاري، سفیرِ انسانیت، 2008

جناح پېپرز، والیم 6، جناح پۀ حېث د ګورنر جنرل، پي اېچ ډي مقاله، اسلام اباد، قائداعظم پوهنتون

 

عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم جلد، 1994

د باچا خان قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب، قومي اسمبلي ارکائیوز، 1948

ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 64، فائل نمبر 1710

فاروق قرېشي، ولي خان او قراردادِ پاکستان، لاهور، 1990

ډاکټر حېدر لاشاري، سفیرِ انسانیت

Sunday Standard, Delhi, Aug 29, 1976

عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، مخ 371

ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 43، فائل 1510

تحقيق : ډاکټر سهيل خان

Pakistan ki de Bacha Khan qaid

by: Dr. Sohail Khan

09.06.2023

-
بېرته شاته