(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وزېرستان ته ورتګ

[09.Jun.2023 - 16:05]

وزيرستان ته ورتګ !!

په شپږويشتم تاريخ د "دخړکمر" شهيدانو دتلين لمانځغونډه وه  ۔ ماته هم خدای موقع راکړه خپل ورتګ مې يقيني کړو او هغه څه مې وليدل چې دوزيرستاني ولس له خولې مې اوريدل او په سوشل ميډيا مو کتل ۔ وزيرستانيان يې د ژوند نه محروم کړي دي ۔ماسپوخين مونځ مې بکاخيلو کښې ګران ملګري" وحيدوطنيار "سره وکړو د دمې نه پس دمو وزيرستان لوری ورکړو په زيړ مازيګر ميرامشاه ته ورسيدلو ما خو ويل چې ترماښامه به چکرولګوو ۔ خو چونکې پوره مياشت دسوشل ميډيا نه لرې پاتې وم دهيڅ اړي ګړي نه نه وم خبر ۔ خوشبختانه زه د بکاخيلو نه د عبدالله ننګيال او محسن داوړ په پروټوکول کښې وزيرستان ته ورګډ شوم ۔ چې په نيمه لارکښې موټروان اوويل چې پرون ""همزوني"" کښې سيکيورټي فورسزدشرارت دپاره يو بم ډزولئ دی ۔ چې په بدل کښې يې دکورونو نه پنځه بې ګناه اوبې خبره ځوانان وچت کړي دي اوپه جانيخېل کې يې يوځوان هم هيڅ بې هيڅه وژلی دی په دواړو يادو ځائونو کښې پرلت روان دی ځينې ملګري به جانيخېل پرلت ته درومي او مونږ به محسن داوړسره  همزوني پرلت ته درومو  ۔۔

همزوني  پرلت ته ورغلو هلته موخلقو ډير دروند هرکلی وکړو ۔ پرلت کښې نورټول وزيرستانيان وو   صرف دوه يوسفزي وو او زه خټک ۔ 

څومره دافسوس مقام دی ۔۔ 

مقامي خلقو اووې چې ماښام ډوډۍ به مو ميژ سره وي ۔ مازيګر مانځه نه پس ميرامشاه بازارته لاړو جلسې ته مو کمپين وچلوو رښتيا عبدالله ننګيال په سټيج اووې چې څلورفټه کرنل شاکرخټک دې خپل منصب په خاطر ولس وژنې او تېښتونې بند کړي۔ 

ميرامشاه بازار کښې په يومارکيټ ليکلي وو پاکستان مارکيټ ??

خلقو به دمحسن سره ډيره مينه کوله چايې مو وڅکښې 

ما محسن داوړته اووې چې په "کورمه "کښې د   ""ډوګر" په علاقه کښې اورکزيو سره ډيرظلم کيژي سپين سرې ميندې په سرلرګي راوړي مليشايې ترې په زور اخلي او په خپل استعمال يې راولي که چاژغ پورته کړو ۔ نوبيا به مړيا لاپته وي ۔ محسن اووې په دې به خبره کوو۔ ۔۔ ماښام همزوني ته ستانه شو دهمزوني ولس ډير مهذب او ميلمه پاله وو او هرچابه وييل چې په درست وزيرستان کښې ترټولوبيدار خلق دهمزوني خلق دي ۔۔ شهاب داوړصيب سره مو ملاقات وشوډيرخوښ شو 

چې راغاړې وتو غوږ کښې راته اووې بس چې خټک موپرلتونو ته رااورسيدل نوره بريا زمونږ ده ۔۔ دترۀ زوی يې ډيرښکلی نظامت هم کولو ۔ ۔ پرلت کښې مې دپښتانه مترقي ليکوال ملګرو فراق وزیر او عادل داوړAdil Adil Dawar سره هم ملاقات وشو ۔ 

بيرته محسن داوړ حجرې ته راستانه شو څو سبا د  "دته خيل  "جلسې دپاره تيارئ ونيسو

د دغه ورځ 

دغرمې ډوډۍ مې زړه ته راتېر ګوهروزيرGohar Gohar Wazir سره وخوړه هلته ګوهر صيب لژ خبرکړم چې غورځنګ مشرانو خپل ميئنځ کښې ۔۔۔۔۔۔ بهرحال دشپې مو عبدالله ننګيال سره په پارليماني سياست هم ډيربحث وکړو ۔ يو څو ځوانانو سوشل ميډيا دلارې پيژندلم هغوی راته اووې چې وزيرستان کښې به يوڅو شپې کوې ۔ ماويل سمه ده ۔

سبا" دته خيل "ته روان شو   جلسه مو اوکړه کلهم وزيرستانيان راغلي وو هلته خبرشوم چې دشپې ځايې پځايې پنجاب کارګرانو په چيک پوسټونو وزيرستانيان او دجنوبي پښتونخوا نه راروان خلق ډيرځوريدلي وو ۔ خو دو لس زور دخدای زوروي ۔ بې خوبه بې ارامه ځوانانو سترګې دلوستلو وې ګاډي يې دکتلو وو ۔ دجنوبي پښتونخوا يو ځوان په سټيج داخبره هم وکړه چې ای پښتنومنزل ته مزل پکاردی منزلونه به نه جوړوو۔

عبدالله ننګيال بيا په کرنيلانو تورپورې کړ ۔ محسن داوړ او منظورپشتين دافغانستان دامن باره کښې هم په ولس ژغ وکړو چې هرممکن به دافغانستان دامن دپاره کارکووځکه چې دافغانستان امن سره زمونږ امن تړلی دی ۔۔ منظورپشتين اووې چې دوی مونږ ته اووييل چې که د دته خېلو جلسه بدلوئ نو موژ به مداخيلو کډوال ايي ډي پيز درته بيرته وزيرستان ته راستانه ۔۔ منظور اووې چې مونږ ورته اووې چې سمه ده خو رياست هسې ملنډې وهي ولس دوه زړی کوي هيڅ يې ونکړل ۔۔ يوه مورکۍ راغلې وه سخت يې وژاړل او ولس يې هم وژاړولو ۔ زوی يې له اږدې مودې راهيسې لادرکه وو ۔ 

چيک پوسټونه ۔۔۔ چې دبنوګل نه وراخوا شو نو يو درځن لرۍ موټرې دفوجيانو مخې له راغلل هر پنځه سوه ميټريعني نيم کيلوميټربعد يو چيک پوسټ دسړک په غاړه دی ۔۔او درې دهغه نه چاپيره دي ۔ ۔ لنډه داچې دومره وزيرستانی ولس نه دی څومره چې چيک پوسټونه (پوستې )دي  ۔۔ ۔۔ 

کجهورۍ په چيک پوسټ يې چې ودرولو ملګرو سرپه ټکولو کړلو محمدخيل چيک پوسټ کښې يې هم ودرولو 

 دخړکمرچيک پوسټ مې وليدو ټول شهيدان مې په سترګوکښې اوښکې اوښکې ودريدل ۔ ۔۔ 

دوزيرستان سره چې کوم ظلم کيږي ۔ هغه دزغم نه بهردی ۔ ۔ خو دافسوس خبره داده چې له بنو نه راپه ديخوا پښتانه درياست تر څنګ ولاړدي ۔ 

کرک ماډل پبلک سکول ۔۔ 

کرک ماډل پبلک سکول مې چې په ديوالونو ولوستل نو سيف الرحمان سليم صيب شعر رايادشو 

نوی کهول به موماضي نه منحرف کړي 

پښتونخوا کښې    د   مغلو     مکتبونه 

موټروان موصدام وزيروو د واڼه يو وزير راسره ګرځيدلو په بخشنې سره نوم يې رانه شو ۔ وييل يې دپښتانه مترقي ليکوال دواڼه دوه ملګري راروان دي ملاقات يې درسره کوم خونه وو راغلي ۔

تپوس مې وکړو چې دا   جمپونه   ولسي دي که رياستي  دوو ملګرو اووې چې ولسي دوو اووې چې رياستي زه پويې شوم چې يو خو دخلقو شعور بيدار شوی دی بل که  نيم جمپونه ولسي وي نو نيم ضرور رياستي دي چې هدفي وژنو کښې ښه مزيدار کارورکوي

 

دجلسې په ورځ يې موبايل سګنل هم بند کړي وو واپسې کښې ملګرو نه خطا شوم مجبورآ بنوته راغلم 

بنو نه  راته "تک سور " فلاينکوچ ملاؤشو لتمبر کښې يې کوز کړم ګران ملګري نعيم خاموش خټک سره مې شپه وکړه ۔ راشد خٹک سره مې ملاقات اوشو د "باچاخان لايبريرۍ"وزټ مې هم وکړو ۔ ديوې خټکې خور "فرشته بهار "دشاعرۍ چاپ شوی کتاب چغارمې اوره ۔ يې هم راته ډالئ کړو په لايبريرۍ کښې دډاکټرخالد مرحوم چې دراشدخټک صيب نيکه اوخدای خدمتګارووعکس لګيدلی وو دهغه سياسي جدوجهد اومبارزه يې هم راته اوويله ۔۔ 

 

سيماب افغان خټک ګرګرۍ

Waziristan ta Wardag

By Semab Afghan Khattak - Gorgorai

09.06.2023

- سېماب خټک
بېرته شاته