(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خالص بابا د شعر پر ليکه گډه ټولگه خپره شوه.

[22.Sep.2007 - 18:42] د (مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې) پر نوم د ارواښاد مولوي محمد يونس خالص بابا د شعر پر ليکه د شاعرانو د شعرونو گډه ټولگه خپره شوه. دغه ټولگه چې په پېژندنه کې يې ليکل شوي، د ښاغلي لطف الله خيرخوا او عرفان الله څپاند پر زيار راټوله شوې او د خالص بابا فرهنگي ټولنې خپره کړې. دا گډه شعري ټولگه له سريزو او پېژندنې پرته اوه اويا(٧٧) مخه لري او په ښکلي سپين کاغذ خپره شوې. پر دې ټولگه د خالص بابا د فرهنگي ټولنې رييس استاد دلاورخان سېلاب، نوموتي ليکوال او غزلبول شاعر استاد فضل ولي ناگار او د هېواد ستر ليکوال ښاغلي استاد محمد اصف صميم سريزې کښلي. دا ټولگه د خالص بابا د لانديني بيت پرليکه راټوله شوې: مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې گوره نتېجه کې اخر کار د زولنو ته مې په دې ټولگه کې د پورتني شعر پر ليکه د لاندې شاعرانو شعرونه يو په بل پسې راغلي: ١_ ارواښاد خالص بابا ٢_ حاجي احمد شاه وردگ ٣_ اقامحمد گړندى ٤_ بخت وزير سپېڅلى ٥_ بصير احمد ياد ٦_ پلوشه ښکلې ٧_ تاج محمد عرفان ٨_ خان اغا حميدي ٩_ دلسوز ابوبکر خان رودوال ١� _ رحمت الله غالب ١١_ رحمت گل وقار ١٢_ زړور خان مفکر ١٣_ سردار ولي حقمل ١٤_ سعدالله فطرت ١٥_ سيد ملا الف خېل ١٦_ سيدولي قاطن ١٧_ شاکره فقيرزۍ ١٨_ شاه منور منور ١٩_ ضياالرحمان حسرت ٢� _ مولوي عبدالغني خيبر ٢١_ عبدالله صداقت ٢٢_ عبدالله وړ ٢٣_ عبدالکبير طلايي ٢٤_ عبدالمالک ستانکزى ٢٥_ عبدالمتين سروري ٢٦_ عرفان الله څپاند ٢٧_ عصمت الله سېلاب ٢٨_ علامه عبدالستار محمدي ٢٩_ استاد فضل ولي ناگار ٣� _ فضل هادي سالک ٣١_ فياض اپرېدى ٣٢_ قتيل خوږياڼى ٣٣_ لطف الله خيرخوا ٣٤_ لطيف الله صادق ٣٥_ محبت جان ژوندى ٣٦_ محمد اسماعيل عندليب ٣٧_ محمد حنيف حيران توتاخېل ٣٨_ محمد داود ستومان ٣٩_ مفتون غرق و پرق ٤� _ نصرت الله الهام ٤١_ نظيرالحق قريشي ٤٢_ ننگيالى ننگ. ددغې ټولگې چاپ چارې دانش خپرندويې ټولنې تر سره کړي او مالي لگښت يې د خالص بابا فرهنگي ټولنې ترسره کړي. Irfan Sapand- عرفان الله څپاند
بېرته شاته