(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زلونې دي شړنګوم

[23.Jun.2023 - 05:46]

زولنې دي شړنګوم 

 

د خيبر پښتونخوا مرکزي سياسي ، تجارتي ، علمي، ادبي او کلتوري ښار پېښور دے خو له دې سره مردان او بنو هم د علم و ادب ، فکر و فن لوے مرکزونه دي د محترم حيران خټک صيب خوش بختي داده چې هغه د پښتنو په دې علمي ادبي مرکز بنو په يو علمي ادبي کورنۍ کښې زيږيدلے دے هم په دغه خاوره يې خړپوسې کړي لوے شوے دے او بنيادي تعليم يې هم په دغه خاوره حاصل کړے دےد هغه تعلق د کرک د پښتنو د سپيځلے او ننګيالے  قبيلې خټک سره دے . حيران خټک چې خپل نوم يې دلاور خان دے صرف د نوم دلاور نه دے د عمل دلاور هم دے دا زه نه وايم دا د هغه عملې ژوند د سکول نه واخله تر انفارميشن ډاريکټريټ ، ورځ پانه وحدت، دعوه اکيډمي اسلام آباد او په تيره تيره د بين الاقوامي اسلامي يونيورسټي ډاريکټر تعلقات عامه او بيا د خيبر مارګله فاونډيشن پورے ژوند هلې ځلې سپړدې کتاب دے چې زما سره ګڼ شمير ليکوالو د حيران خټک صيب په شخصيت او فن ليکلي خپلو مقالو او ليکونو کښې په ډانګ پئيلي ذکر کړے دے.

چې ستا بغیر مي کړلو تېر هغه ژوندن خو نه وو .

لمحه  لمحه  خرد  وهلې  وه  جنون  خو  نه   وو 

حيران خټک

وائي اللّه جميل دے او جمال خوښونکې دے، انسان د خداے پاک خليفه دے ، رب خپل ډير خاصيتونه انسان له ورکړي دي ځکه يې د ټولو مخلوقاتو اشرف کړې او احسن التقويمه يې ورته وئيلے ، د ربِ ذوالجلال ددې کائنات محور مينه ده هغه رحمان بابا وائي :

دا دنيا خداے له عشقه پيدا کړے

د  هماؤ مخلوقاتو پلار دے  دا

حيران خټک صيب د حسن په لټون دے او د مينې ليواله زړه لري په دې دومره اوږد ژوند کښې د هغه نظر د حسن تږے دے او د هغه زړه د مينې ليواله دے ، مينه د خپل ذات نه شروع کيږي او تر عشق حقيقي رسي. دغه وجه ده چې هغه په دې اوږد ژوند کښې ښه ډيره معياري شاعري کړې ده چې د جمال په رنګونو رنګ ده او د مينې د ابتداء نه تر انتهاء رسيدلے ده حيران خټک صيب وائي :

 

ستا د  وصال  له  خونده  نه  يم خبر 

ستا په هجران کې هم بلها خوند دے  "حيران خټک "

 

د خپل ځان ، جانان سره مينه د خداے د مخلوق سره مينه، خپل قام و ملت سره مينه د خپلې خاورې او وطن سره مينه او د ظلم ،جبر پر ضد د غزل په نازک مزاج ، فني پيرايه کښې  جمالياتي انداز کښې خبره کول د هر چا د وس خبره نه ده خداے پاک دغه استعداد محترم حيران خټک صيب ته ښه  ډير په فراخۍ سره ورکړے دے.

په مونږ ه  دواړو يې الزام د مینی او لګوۀ 

زۀ او هغه وخت د يو بل نه نن په زور بيل کړلو .

 

راشه چې مړ يې په شريکه کړو صنم سوزمه.

تۀ به هم سوزې په دې اور کې زه به هم سوزمه  

 

  دا چې څه اوشول او څه کیږي د زغملو نه دی 

   په ګلستان د اور لمبې ____خو د لیدلو نه دي.

"حيران خټک

 شلمه صدۍ د پښتو ادب زرينه صدي ده په دې صدۍ کښې په يو وخت ډير لوے لوے شخصيتونه ژوند ژواک کوو . په دومره لويو شخصيتونو کښې خپل مقام جوړول ګران او ناشونې کار دے دا د هر چا د وس خبره نه ده.

يو ورځ د خيبر پښتونخوا سره تعلق لرونکي د اردو ژبې  نومياله شاعر ښاغلي احمد فراز نه په يو مرکه کښې پوښتنه وشوه چې ته خو پښتون يې نو تا په پښتو کښې ولے شاعري نه کوله ؟ احمد فراز جواب ورکړو کوم وخت چې ما شاعري کوله هغه وخت په پښتو کښې ډير لوے لوے شاعران وو په هغوي کښې ما ځان له مقام نه شو جوړولے، پکار وو چې احمد فراز صيب دا لنډ جواب ورکړې وے چې" په پښتو کښې د سړي پښتې ماتيږي " دې پښتو ته د خوشحال خان خټک د انغري د هور بڅرے ټينګيدے شي بل څوک نه.

 

منت   زاری  ورته  کومه  التجا  ته  ور ځم .

دا آخری مشال چې مړ نه کړي هوا ته ورځم

ښاغلي دلاور خان حيران خټک څوک چې د هما جهت شخصيت مالک دے د ورځ پاڼې مجلو ايډيټر ، مترجم ، په دعوه اکيډمۍ کښې د اسسټنټ ډاريکټر په حيث خدمات دغلته په ورکشاپونو کښې پښتانه ليکوال ځايول مختلف ديني علمي کتابونه په پښتو ژبه ترجمه کول او چاپ کول داسې نور بلا تحقيقي او تخليقي خدمات يې بلا ډير دي  خو د هغه بنيادي پيژندګلو شاعري ده او د پښتو په شاعرۍ کښې  هغه د خپل انداز او اسلوب خاوند دے. د عمر د يو حد نه روستو د شاعر هم د زړه زور اوبه شي هغه بيا شاعري کوي خو هغه خوند او مزه يې نه وي کومه چې د هغه د شعر پيژندګلو جوړه  شوي وي. محترم حيران خټک صيب زمونږ د پښتو د شاعرۍ د هغه استاذانو شاعرانو نه دے چې تر وسه يې د غزل خوند رنګ تم شوے نه دے اللّه دې تل دغسې ژوندے او سپرلے لري. آمين

 

ملګرو څنګه يئ__ زه تاسو ته ښکاره کړمه چې

  د زړه زخمونه مي____ طبيب ته د ښودلو نه دی 

 

د شاعرۍ دپاره د زړه دغه درد ضروري وي، د درد د دغه کفيت نه چې شاعر د غزل د تخليق په وخت کوم لذت اخلي د هغه کوشش وي چې د درد د کفيت دغه لذت د خپل لوستونکي سره شريک کړي دا ډير ګران او زړه ستړے کار دے چې د حيران خټک صيب په څير شعر و ادب استاذان يې ښه انداز کښې کولې شي.

 

د  مرګ  نه  مخکې  مرګے  نه  دے  پکار

خالی   له   ميني   زړګې  نه  دے   پکار

 

چی   ھلته  لاړ  شي  دلته  نه  رادرومي 

زمونږ  خو  داسې  سپرلے  نه  دے پکار 

 

چې په شپلۍ باندې  مشغول وي مدام   

 رمي  ته  داسې  شپونکے  نه دے پکار

 

چی  په  ديوال تري کور ته غله  رااوړي

 مونږ ته  اوس دغسې سپے نه دے پکار 

  

 

لکه  څاروے  چې په  واښو  عادت  وي 

په  بڼ  کښې داسې  زمرے نه  دے پکار 

 

د   چا   ناترسه   ستمګر  په  مخ   کښي 

حيرانه   سوړ   اسويلے    نه   دے  پکار 

زما سره د پښتو ادب ډير مئينان په دې تلوسه کښې وو چې د محترم حيران خټک صيب شاعري په کتابي بڼه کښې چاپ شي او بيا بيا به يې حيران خټک صيب نه غوښتنه کوله آخر عقوبت اللّه پاک د هغه په زړه ورحميده خو بيا يې هم کنجوسي وکړه د ټولې شاعرۍ  په ځاے يې د خپلې شاعرۍ څه خبره د زولني دي شړنګوم يې په نوم يو مجموعه پښتو او پښتنو ته را وبخله وائي چې هر کال به انشاء اللّه يو يو مجموعه چاپ کوم مطلب دا چې مونږ له د ژوند  مۍ  راکوي خو په يو يو ګوټ، جام جم په يو وار نه راکوي.

 

د يو جام به څه نشه وي زه خو ټوله ميخانه څښم

 

 بهر حال مونږ ترې په دې هم خوشحاله يو لاس په دعا يو چې اللّه دې حيران خټک صيب له روغه سټه سلامتي اوږد ژوند او کور وداني ورکړي چې دغه رنګ هر کال د خپلې شاعرۍ يوه مجموعه چاپه وي او خيبر مارګله فاونډيشن او نور ملګري يې دغه رنګ د مخ کتنې دستورې راجوړه وي رښتيا خبره داده چې د نن ځوانانو خو زمونږ د شاعرۍ زړه موړ کړې دے، يو ورځ ډاکټر اسرار صيب په خپل يو ليک کښې ليکلي وو چې د پښتو کتاب چاله ورکوے ورسره به لس روپۍ د چائيو هم ورکوې هغه وخت په لس روپے چينک وه وس په سل روپۍ کپ دے، خو نن سبا د بې توکه شاعرۍ دومره کتابونه چاپ کيږي او  د آملوکې په تول ويشلې کيږي  بنده وائي چې شاعر له د سلو نوټ ورکړم چې وروره دا واخله دا کتاب دی هم بل چاله ورکړه چې ثواب دې وشي. نو په داسې صورت حال کښې د حيران خټک صيب په څير استاد شاعر کتاب د شعر و ادب لوستونکو دپاره د خير او خوشحالۍ زيرے دے:

 

اوښکې مې وچې شوې په سترګو کښې ژړا نه راځي

بس په دې کلي کښې وس وير ته ناست يم ګورم ورته

زما    شمله   يې  په   هر  حال  کښې  هسکه   وساتله

حيرانه   نن  زه   خپل  ضمير  ناست  يم  ګورم  ورته

 

انسان فطرتاً آزاد پيدا دے خو دده دا آزادي او خپلواکي د لږ وخت دپاره وي روستو په مختلفو زولنو او زنځيرونو کښې راښکيل او ګير شي ځنې خلق ددغې رواياتونو او د ژوند د قدرونو باغيان شي دغه زولنې او زنځيرونه مات کړي او ځنې خلق د ژوند په لاره په دغه زولنو کښې روان وي د هغوي د زولنو دا شړنګهار لکه  بنګړو د شړنګهار ردم او آهنګ په هغه کښې مستي راولي  هغه مستي په قول د غني خان چې يې مرګ نه شي وژلے او بل خوا د ولس حواص خمسه متاثره کوي د هغوي د جمالياتي حس ته تسکين ورکوي او د ځناور توب په ځاے اعلي انساني وصف له يې تقويت ورکوي د ښاغلي حيران خټک صيب د زولنې دي شړنګوم يې  شاعرۍ هم د زولنو دغه شړنګهار دے چې لکه د بنګړو جمال هم لري ، ردم او آهنګ هم لري او د خپل وطن د غرونو جلال د سيندو نو غورځنګ او د ګلونو رنګونه او وږمې هم لري. په زولنې دي شړنګوم يې  کښې غزلے هم شته او نظمونه هم محترم حيران خټک صيب د غزل شاعر دے خو ولے د هغه نظم هم ډير روان بهاند د موضوع سم روان دے . په دې شعري مجموعه کښې هغه د انساني ژوند د  آزادي په زولنو کښې د ښکيل کيدو قيصه څومره په ښائسته انداز د نظم په فني پيرايه کښې ډير په آسان لفظونو کښې بيان کړې ده په بنيادي توګه  که هر څو دا د فلسفې خبره ده خو ښاغلي حيران خټک صيب لکه د آمير حمزه خان شنواري او غني خان پښتنو ته په ساده پښتو ژبه ورښودلے ده دا انداز په دې نظم کښې ړومبې او آخري نظم نه دے دغه انداز د هغه په هر غزل او نظم کښې شته تاسو له د حيران خټک د شاعرۍ نه د خوند اخستو دپاره به د هغه نوے شعري مجموعه " زولنې دي شړنګوم يې  " به لوستل وي او د وړاندے دپاره به د هغه شاعرۍ ته سترګې په لار وسيدل وي.

 

زلمی به د هېواد د هره چم نه را وباسم

نغمې  د  انقلاب  به  د  قلم‌ نه را وباسم 

نمسي به د خالد بيا په خالد پسې روان کړم

کاروان د پښتنو به د تورتم نه را وباسم 

د مينې ورورولۍ درس به دنيا ته ورکومه 

الفت  به  د  آدم  د  هر  غنم  نه را وباسم

سفر به په هر حال کښې زه جاري ساتم ملګرو

منزل به زه د لارې پيچ و خم نه را وباسم

حيرانه خپل جنت که پرې بائلم بده نه ده 

دا  خلق  به يو  ورځ د جهنم نه را وباسم 

د ښاغلي حيران خټک صيب په دې شعري مجموعه کښې د ورکړے شوے نعت شريف په هر شعر کښې تلميح ده هم داسې يې په تلميحاتو د نبي کريم صلي اللّه عليه وسلم په سيرت پاک صلي اللّه عليه وسلم په دې نعت شريف  کښې راټول کړې دے لنډه دا چې هر څو که د حيران خپک صيب دا شعري مجموعه د خپل وخت ډيره روستو چاپ شوه خو بيا هم " دير آيد درست آيد " په مصداق په د پښتو په شعري ادب کښې غوره اضافه ده، خداے پاک دې ژوند روغه سټه ورکړي چې خپله باقي مانده شاعري هم د شعر و ادب لوستونکيو ته کتابي شکل کښې ورکړي.

په درناوي: اقبال حسين افکار

د  نن 21 جون 2023 ورځ پاڼه وحدت په مينه او مننه د ښاغلي ګل محمد بيتاب.

- افکار
بېرته شاته